په خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو په څانګو کې د محصلینو پر جذب د طالبانو بندیز د یو شمېر محصلانو شکایتونه راپارولي دي. د دغو څانګو د یو شمېر مینهوالو په وینا، که څه هم د کانکور د ازموینې په بهیر او د پایلو په اعلان کې لازمه روڼتیا نشته، خو دوی د خپلې خوښې په څانګو کې د زدهکړو لپاره خصوصي پوهنتونونو ته سترګې نیولې وې.
د حقوقو او سیاسي علومو یو محصل مشعل (مستعار نوم) وايي چې دا څانګې د ټولنیز پوهاوي، عدالت، د قانون د حاکمیت او د وګړو د حقونو د پېژندنې له مهمو بنسټونو ګڼل کېږي. د هغه په وینا، له خصوصي پوهنتونونو د دغو څانګو حذف، د قانون، بشري حقونو، سیاسي نظامونو او د شخړو د سولهییز حل د مفاهیمو د زدهکړې لپاره د ځوانانو فرصتونه محدودوي.
دغه محصل وايي: «افغانستان تر بل هر وخت زیات یوه لوستي، باخبره او متخصص نسل ته اړتیا لري او ښه به دا وي چې د څانګو د حذفولو پر ځای، د لوړو زدهکړو د اصلاح او د کیفیت د لوړولو لپاره هڅې وشي.» هغه له طالبانو غواړي چې پر دې پرېکړه بیاکتنه وکړي او هغو ځوانانو ته چې له دغو څانګو سره لېوالتیا لري، د زدهکړو زمینه ترې وانخلي.
د دولسم ټولګي یو زدهکوونکی حکمت (مستعار نوم) وايي چې له لسم ټولګي راهیسې یې پرېکړه کړې وه چې د حقوقو په څانګه کې زدهکړې وکړي؛ خو په خصوصي پوهنتونونو کې په دې څانګه کې د محصلانو د جذب له بندیزه په خبرېدو سخت ناهیلی شوی دی. هغه وايي: «اوس یوازې یوه لار پاتې ده؛ یا باید دولتي پوهنتون ته بریالی شم، چې هلته هم ازموینه په رڼه توګه نه ترسره کېږي، او یا باید له خپلې دې لېوالتیا تېر شم.» دغه زدهکوونکی زیاتوي: «له کله چې طالبان راغلي، دغو ټولو بدلونونو موږ سربداله کړي یو. د هغو ورځنیو پرېکړو له امله چې طالبان یې کوي، نه شو کولای د خپل راتلونکي لپاره پرېکړه وکړو او یو روښانه او ثابت پلان ولرو.»
د پوهنتون یو استاد امید (مستعار نوم) وايي چې ډېرو هغو ځوانانو چې په دولتي پوهنتونونو کې د ظرفیت د نشتوالي یا د کانکور د ازموینې په بهیر کې د شته ستونزو له امله نه شوای کولای د خپلې خوښې په څانګه کې ومنل شي، د زدهکړو د دوام لپاره خصوصي پوهنتونونو ته مخه کوله. هغه وايي چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي هم له هغو څانګو وو چې ګڼو ځوانانو په لېوالتیا سره پکې زدهکړې کولې.
دغه استاد زیاتوي: «د افغانستان د ځوانانو په منځ کې د حقوقو او سیاسي علومو له زدهکړو سره ډېره لېوالتیا وه. ډېرو یې ان د دې څانګو د کار د بازار له محدودیتونو سره سره، یوازې د خپلې لېوالتیا او شوق له امله دغو څانګو ته مخه کوله؛ خو له خصوصي پوهنتونونو د دغو څانګو په حذف سره، دا فرصت هم ترې واخیستل شو.»
د یوه خصوصي پوهنتون مسوول نعمت (مستعار نوم) وايي چې د دغو څانګو درول به پوهنتونونو ته د پام وړ اقتصادي زیان واړوي او یو شمېر استادان به هم له بېکارۍ سره مخ کړي. هغه وايي: «پوهنتونونو ته سږ کال اجازه ورکړل شوې وه چې د حقوقو او سیاسي علومو په څانګو کې محصلان جذب کړي؛ خو د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې دا څانګې باید په تدریجي ډول وتړل شي. هغه محصلین چې اوس په دغو څانګو کې پر زدهکړو بوخت دي، کولای شي تر پایه خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ خو موږ نور اجازه نه لرو چې په دغو څانګو کې نوي محصلین جذب کړو.»
په همدې حال کې د افغانستان د حقوقپوهانو د سراسري ټولنې رییس میر عبدالواحد سادات پر دې باور دی چې د طالبانو له لوري د حقوقو، سیاسي علومو، نړیوالو اړیکو، ټولنیزو علومو، فلسفې او بشري مطالعاتو د څانګو د حذف او محدودولو پرېکړه یوازې یوه ښوونیزه پرېکړه نه شي ګڼل کېدای؛ بلکې د هغه په وینا، دغه بهیر د افغانستان د لوړو زدهکړو په نظام کې د ایډیولوژۍ د مداخلې د زیاتېدو ښکارندويي کوي.
هغه وايي: «ټولنیز علوم او له هغو سره تړلې څانګې انسان، ټولنه، قانون، واک، بنسټونه او د وګړو حقونه څېړي او د دغو څانګو حذف یا کمزوري کولای شي په ټولنه کې د انتقادي فکر او فکري تنوع د کمېدو لامل شي.»
ښاغلی سادات زیاتوي: «د حقوقو او سیاسي علومو د زدهکړو کمزوري کولای شي د قانون او بنسټونو له لارې د اختلافونو د حل کلتور هم کمزوری کړي او په پایله کې د هېواد د بنسټیز ظرفیت او بشري پانګې د کمېدو لامل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د وږي پر ۳مه امر کړی چې د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې باید په تدریجي ډول د افغانستان له خصوصي پوهنتونونو حذف شي.
طالبانو د دغو څانګو د حذف لامل په خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په پوهنځیو کې د محصلینو کم جذب او د دغو څانګو د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو محدودیت بللی دی.


