• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له امکاناتو ناوړه ګټه‌اخیستنه او د خپلوانو ګومارنه؛ د کابل د افشارو په روغتون کې څه روان دي؟

امین کاوه امین کاوه
۱۲ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۱ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1775039184]
social media

social media

په کابل کې سرچینې خبرداری ورکوي چې د دارالامان په سیمه کې د امید سبز ښارګوټي اړوند « د افشارو روغتون» د دغه مرکز د رییس، ډاکټر مومن، د فساد او خپلوۍ پالنې له امله د سرچینو او امکاناتو د ناوړه ګټې اخیستنې پر ځای بدل شوی دی. د سرچینو په وینا، د روغتون مهم او عایداتي بستونه د رییس خپلوانو او نږدې کسانو ته سپارل شوي او ګومانې، د معاشونو لوړول، د اضافي کار امتیازات او د مسوولیتونو وېش د کورنیو اړیکو او شخصي اړیکو پر بنسټ ترسره کېږي. د ۸صبح ورځپاڼې د څېړنیزو موندنو له مخې، د روغتون امکانات، لکه موټر، د اوبو ټانکر، تجهیزات او د خیریه بنسټونو له لوري ورکړل شوي درمل، د رییس د شخصي لګښتونو لپاره کارول کېږي. د راپور پر بنسټ، د کار فشار، جبري استعفاوې، د درملو په ورکړه کې ناعادلانه تخفیفونه او د وړیا وېشلو پر ځای د مرسته شویو درملو پلورل، د دغه روغتون له نورو اندېښمنوونکو مواردو ګڼل کېږي. د طالبانو د اقتصاد وزارت هم د عامې روغتیا وزارت ته په یوه لیک کې د ځینو روغتیايي مرکزونو له خوا د مرسته شویو درملو پلور تایید کړی او دا کار یې د خیریه بنسټونو د موخو او د غیرانتفاعي اصولو خلاف بللی دی. سرچینې وايي چې خلک او روغتیايي پرسونل غوښتنه کوي چې د عامې روغتیا وزارت دې د دغه روغتون د وضعیت د ارزونې لپاره یو پلاوی واستوي.

په کابل کې سرچینې د دارالامان په سیمه کې د امید سبز ښارګوټي اړوند د «افشارو روغتون» د رییس د فساد او خپلوۍ پالنې په تړاو ژوره اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې دا روغتون د یوې بهرنۍ موسسې له خوا تمویل او تجهیز کېږي او پخوا یې فعالیتونه اغېزناک او د ستاینې وړ وو؛ خو د نوي رییس له ګومارل کېدو وروسته، دغه روغتون ورو ورو له خپل اصلي ماموریته لېرې شو او اړمنو او بې‌وسه کسانو ته د خدمتونو وړاندې کول کم شوي دي، تر دې چې دا مرکز عملاً پر یوه «کورنۍ مرکز» بدل شوی دی.

سرچینې وايي چې د افشارو روغتون د رییس ډاکټر مومن ۱۹ تنه خپلوان او نږدې کسان یا په مستقیم ډول د ده له خوا اګومارل شوي او یا د ازموینې له اخیستل کېدو مخکې د ازموینې پوښتنې ورسره شریکې شوې دي. دغه راز ویل کېږي چې ځینې دغه کسان د بست له اعلان او ازادې سیالۍ پرته مقرر شوي دي. د سرچینو په وینا، دا اقدام د اقتصاد وزارت د قانون له ۲۴مې مادې او دویمې فقرې سره په ټکر کې دی، چې دا ډول کړنې د موسسو په چارو کې مداخله ګڼل کېږي.

په کابل کې د افشارو روغتون د عمومي رییس اړوند کسان  

د سرچینو په وینا، یوازې د ډاکټر مومن شخصي موټرچلوونکي خپل درې نږدې کسان په همدغه روغتون کې استخدام کړي دي. سرچینې زیاتوي چې دغه کس یوازې په نوم موټرچلوونکی دی، خو په عمل کې پر کارکوونکو د رییس واکونه عملي کوي. دغه راز ویل کېږي چې د هغه معاش د نورو موټرچلوونکو د معاش پرتله لوړ دی.

د افشارو روغتون د رییس اړوند استخدام شوي کسان

شمېره نوم ولسوالۍ ولایت دنده له رییس سره اړیکه
۱ سیف‌الحد رودات ننګرهار مالي رییس زوم
۲ حامد رودات ننګرهار د لابراتوار مسوول زوم
۳ نعمت‌الله خوږیاڼي ننګرهار د استخدام مسوول خپلوان
۵ هدایت‌الله رودات ننګرهار — د کاکا زوی / له امریکا راستون شوی
۶ مشرف رودات ننګرهار د امبولانس چلوونکی د رییس د صفاکار زوی
۷ سمیع‌الله رودات ننګرهار ساتونکی د رییس خوریی
۸ رفیع‌الله رودات ننګرهار ساتونکی د رییس د ماما زوی
۹ عمر رودات ننګرهار ساتونکی د رییس د ماما زوی
۱۰ حنیف رودات ننګرهار ساتونکی د رییس د دویمې مېرمنې ورور
۱۱ محمد جان رودات ننګرهار د لانډري مسوول اندېوال او پخوانی همکار په MSF کې
۱۲ شیما رودات ننګرهار د نويو زېږېدلو نرسه قومي اړیکه او پخوانۍ همکاره په MSF کې
۱۳ روف رودات ننګرهار د پخلنځي کارکوونکی د موټرچلوونکي ورور
۱۴ سهار ګل — پکتیا د ټیلر موټر چلوونکی د موټرچلوونکي د کاکا زوی
۱۵ نجیب‌الله واحدي — لوګر د ماشومانو ډاکټر اندېوال او پخوانی همکار په MSF کې
۱۶ راضیه کمال — لوګر د ولادي څانګې شیف همصنفه
۱۷ ناجیه وزیري — لوګر د ولادي څانګې ډاکټره د رییس د خور له خوا معرفي شوې
۱۸ سپوږمۍ — — وارده نرسه د ازموینې پوښتنې مخکې ورکړل شوې وې
۱۹ نصیر احمد — — د پخلنځي کارکوونکی له ازموینې او اعلان پرته مقرر شوی

د خوښې وړ او نږدې ملګرو د معاشونو لوړول

سرچینې وايي چې د افشارو روغتون رییس د خپلې خوښې د کارکوونکو او نږدې ملګرو معاشونه په بېلابېلو پلمو زیاتوي؛ خو هغه کسان چې واسطه نه لري، نه یوازې دا چې معاشونه یې نه لوړېږي، بلکې په بېلابېلو پلمو له دندو هم ګوښه کېږي. د بېلګې په توګه، سرچینې د «نعمت» په نوم د یوه کس یادونه کوي چې پخوا یې میاشتنی معاش ۴۰۰ ډالره و، خو اوس د رییس له خوا ۸۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

جبري استعفا ته د کارکوونکو اړ اېستل او په کاري چاپېریال کې د فشار رامنځته کول

سرچینې ټینګار کوي چې د روغتون رییس نور کارکوونکي د کاري فشار له امله جبري استعفا ته اړ کوي. د هغوی په وینا، هغه د سخت کاري چاپېریال په رامنځته کولو او د نورو کارکوونکو د امتیازاتو په محدودولو سره د هغوی د دندې پرېښودو زمینه برابروي، په داسې حال کې چې د روغتون ټول امتیازات د خپلې شخصي ګټې لپاره کاروي.

سرچینې د واکسیناتور قیوم‌خان  فارمسست صدیق، قابلې آمنې، د لابراتوار د کارکوونکی شفیق او د ماشومانو د متخصص ډاکټر انځير ګل نومونه اخلي او وايي چې د هغوی اضافه کاري بنده شوی دی. دا سرچینې څرګندوي چې دغه وضعیت د روغتون د رییس له خوا د «دوینا» په نوم د پروژې مسوولې ته د برېښنالیک له لارې راپور شوی، حال دا چې د کار د قانون له مخې د ټولو کارکوونکو کاري ساعتونه یو شان دي او باید په اوونۍ کې له ۴۰ ساعتونو زیات نه وي.

سرچینې ټینګار کوي چې د اضافه کارۍ د بندولو او د کاري ساعتونو د زیاتولو تړون د بی‌کارۍ له وېرې او د جبر له مخې پر کارکوونکو تحمیل شوی او له هغوی لاسلیک اخیستل شوی؛ که داسې ونه کړي له دندې د ګوښه کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د دسیسې له لارې د کارکوونکو منفکول او نږدې کسانو ته د امتیازاتو ورکول

سرچینې وايي چې ځینې کارکوونکي د توطیو او دسیسو له لارې له دندو  منفک کېږي او د هغوی مسوولیتونه او امتیازات د رییس د خوښې وړ کسانو ته سپارل کېږي. د راپور موندنې ښيي چې رقیه بارکزۍ چې شاوخوا ۱۳ کاله یې په دغه روغتون کې کار کړی و، له دندې ګوښه شوې او امتیازات یې «نعمت» ته سپارل شوي، چې د رییس له نږدې کسانو دی.

د شخصي ګټې لپاره له صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه

سرچینې وايي چې د افشارو روغتون رییس د روغتون له امکاناتو او تجهیزاتو د شخصي ګټې لپاره ناوړه استفاده کوي. د هغوی په وینا، هغه  برېښنا انجینر صایم  د خپل کور د کارونو لپاره شخصي کور ته استوي او خپل شخصي کور د اکسیجن او امبولانس د لېږدولو لپاره له نرسانو کار اخلي. دغه راز ویل کېږي چې ډاکټر مومن په دوامداره ډول د روغتون موټر او موټرچلوونکی د خپلو شخصي چارو لپاره کاروي.

د موسسې له شتمنیو شخصي ګټه اخیستنه

سرچینې وايي چې د روغتون رییس د موسسې له شتمنیو د شخصي چارو لپاره استفاده کوي. د هغوی په وینا، هغه هره میاشت د اوبو درې ټانکرونه خپل کور ته لېږي، په داسې حال کې چې دغه ټانکرونه د روغتون او بیت‌المال اړوند دي.  دغه راز ویل کېږي چې د روغتون  فرونر موټر هم د شخصي چارو لپاره کاروي.

ناعادلانه تخفیفونه

سرچینې وايي چې د روغتون رییس د کورنۍ غړو، نږدې خپلوانو او ځینو پلاوو ته چې د ارزونې لپاره روغتون ته ورځي، تر سل سلنې پورې لوړ تخفیف ورکوي؛ خو بې‌وزله ناروغانو، یتیمانو او کونډو ته ډېر لږ تخفیف ورکول کېږي. د سرچینو په وینا، اړمنو کسانو ته یوازې له ۵ تر ۱۰ سلنې پورې درمل ورکول کېږي او پاتې برخه پلورل کېږي، داسې چې هر بوتل درمل تر ۱۵۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.

سرچینې تاییدوي چې هغه درمل چې د تمویل کوونکو له خوا په وړیا ډول دغه روغتون ته ورکړل شوي، د ژمنې خلاف پلورل کېږي او د روغتون خیریه برخه په عملي ډول د رییس د کورنۍ تر انحصار لاندې ده. د هغوی په وینا، د موسسو مرسته شوي درمل بې‌وزله کسانو ته نه ورکول کېږي او یوازې هغه کسان چې د رییس خپلوان یا زورواکي وي، له ۵۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې تخفیف ترلاسه کوي.

دغه راز ۸صبح ورځپاڼې د درملو بیلونه ارزولي چې ښيي دغه درمل د مرستندویه بنسټونو له خوا دغه روغتون ته ورکړل شوي وو، خو دغه مرکز پلورلي او د ورسپارلو سند یې هم مهر کړی دی. د سرچینو د هویت د ساتنې لپاره د پلور د اسنادو عکسونه نه دي خپاره شوي.

په همدې حال کې سرچینو د غزني د یوه اوسېدونکي دردناکه کیسه هم شریکه کړې ده، چې خپل پلار یې د درملنې لپاره دغه روغتون ته بیولی و. د هغوی په وینا، هغه له څو ورځو کړاو او لالهاندۍ وروسته په ډېرو هیلو خپل پلار دغه مرکز ته ورساوه، حال دا چې پلار یې جراحۍ ته اړتیا لرله. د هغه له خولې یې لیکلي کله چې روغتون ته ورسېد او غوښتل یې د خیریه څانګې له لارې تخفیف ترلاسه کړي، یوازې ۱۰ سلنه تخفیف ورکړل شو.

د غزني  دغه اوسېدونکي لیکلي چې مجبور شو خپل پلار جراحي کړي او لس ورځې یې په همدغه روغتون کې بستر پاتې شول. د هغه په وینا، په دې موده کې یې ټوله شتمني ولګول شوه، خو نه یوازې د پلار وضعیت ښه نه شو، بلکې تر پخوا هم خراب شو. هغه وايي چې په همدغه روغتون کې د رییس تره هم جراحي شوی و، خو د خدماتو وړاندې کول ورته د ده د پلار پرتله ډېر توپیر درلود. د هغه په وینا، د رییس تره ته ۱۰۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی و او څو تنه پایوازانو هم اجازه لرله روغتون ته دننه شي، حال دا چې د ده مور یوازې د روغتون له دروازې بهر سرګردانه پاتې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د یوه سند له مخې، چې د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته ورغلی، د طالبانو یوه چارواکی  ته ځانګړی تخفیف ورکړل شوی دی. د دغه سند له مخې، د ګمرکاتو د معافیت د ریاست یوه رییس او د اقتصاد وزارت د نظارت د ریاست یو کارکوونکي ته په دغه روغتون کې ۵۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی، په داسې حال کې چې سرچینې تاییدوي بې‌وزله کسانو ته یوازې له ۵ تر ۱۰ سلنې پورې تخفیف ورکول کېږي.

د اقتصاد وزارت له خوا په روغتونونو کې د مرسته شویو درملو د پلور تایید

په هغه لیک کې چې د طالبانو د اقتصاد وزارت د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته استولی، د درملو پلور تایید شوی او پکې راغلي چې ځینې روغتیايي بنسټونه د خیریه ادارو مرسته شوي درمل، چې باید په وړیا ډول اړمنو کسانو ته ووېشل شي، پلوري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه لیک کې راغلي: «په دې وروستیو کې لیدل شوي چې یو شمیر غیر اماراتي ادارې، د ګمرکي معافیت له ترلاسه کولو وروسته، خپل اړین درمل په روغتیايي او طبي مرکزونو کې پلوري، په داسې حال کې چې دا توکي د نړیوالو خیریه موسسو په مرسته هیواد ته وارد شوي یا پېرل شوي دي او د هغو د واردولو موخه له اړمنو سره مرسته کول او د روغتیا خدمتونو ښه کول وو، نه د عاید ترلاسه کول.»

د لیک په بله برخه کې راغلي دي:«غیر امارتي موسسې د غیرانتفاعي بنسټونو په توګه د هغو توکو، مالونو او درملو له مالیې ورکولو معاف دي چې له بهره پېءل شوي او یا مرسته شوي دي؛ دغه راز دا موسسې اجازه نه لري چې عواید د انتفاعي موخو لپاره ووېشي یا مصرف کړي.»

د افشارو روغتون په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي چې دا یو ساحوي روغتون دی او په دارالامان کې موقعیت لري. دغه روغتون زیاته کړې چې پنځه ساحوي کلینیکونه هم د کابل ښار په اوومه، پنځمه او دیارلسمه ناحیو کې فعالیت لري.

د دغه روغتون رییس په دې تړاو د ۸صبح ورځپاڼې پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د افشارو روغتون «د طبي مرستې او پراختیا اتحاد (AMOR)» له خوا په ۲۰۰۸ کال کې په بې‌وزلو سیمو کې د سالمو ټولنو د رامنځته کولو په موخه جوړ شو. دغه بنسټ په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې د ۱۰۰ بستریز روغتون په پرانیستلو سره خپلې چارې پیل کړې.

دغه سازمان په خپله وېب‌پاڼه کې اعلان کړی چې یو غیرانتفاعي بنسټ دی او د نورو ادارو په همکارۍ طبي مراقبتونو، د رواني روغتیا خدمتونو، او ټولنیزو او ښوونیزو خدمتونو ته لاسرسی برابروي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.