۸صبح، کابل: ځايي سرچینې وايي، د تخار ولایت د چاهآب ولسوالۍ د اوسېدونکو د نشهيي توکو د قاچاق کوونکو د یوې ډلې او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ په وسلهواله نښته کې ۱۰ قاچاق کوونکي وژل شوي دي.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۷مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې دا نښته د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر پر ۲۷مه، ماښام مهال د تاجکستان پولې ته نږدې د سرچشمې او قواق په سیمو کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د نشهيي توکو د لېږد او په ناقانونه توګه د پولې د اوښتو پر مهال د تاجکستان د شمسالدین شاهین ولسوالۍ په سرچشمه سیمه کې د دغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره مخ شوي او د دواړو لورو ترمنځ وسلهواله نښته شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې په دې نښته کې دغه کسان وژل شوي او جسدونه یې د افغانستان لوري ته لېږدول شوي دي.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې ښکېلو کسانو د نشهيي توکو د قاچاق له یوې شبکې سره تړاو درلود چې، د دوی په خبره، له «حاجي بشر نورزي» سره اړیکه لري او د «حاجي غلام حیدر لنګ» له خوا اداره کېږي.





