• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کندهار د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه؛ پر ناروغانو نشه‌يي توکي پلورل کېږي

۸صبح،کندهار ۸صبح،کندهار
۲۲ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789293195]
AFP

AFP

په کندهار کی یو شمېر تداوي شوي معتادین او د هغوۍ کورنۍ ادعا کوي چی د روږدو کسانو  د درملنی په ځینو مرکزونو کی د نشه یی توکو د مخنیوی پرځای، ناروغانو ته د دغو توکو د رسولو او پلور زمنیه برابره شوې ده.

د کندهار اوسېدونکۍ  ګل احمد (مستعار) وايي چی څه موده مخکې د کندهار د معتادينو په روغتون کې درې میاشتې تر درملنې لاندې و.

هغه وایي، تمه یې دا وه چی له درې میاشتنۍ درملنې وروسته به له نشه یې توکو خلاصون ومومي، خو دده په خبره، د درملنې په مرکز کی د نشه یی توکو شتون د ناروغانو د رغیدو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

عزام الله (مستعار)، یو بل ځوان چی تازه د درملنې له مرکزه رخصت شوی دی، وايي چی څو ځله یې مسوولانو ته په روغتون کې د نشه یی توکو د شتون په تړاو شکایت کړی، خو دده په خبره، د هغه شکايتونو ته پاملرنه نه ده شوې.

د درملنې په مرکزونو کې څه تېرېږي؟

۸صبح د دې راپور لپاره له ۱۲ پخوانیو ناروغانو، د هغوی له کورنیو او نورو سرچينو سره خبرې کړې دي. له دغو کسانو پنځو تنو ادعا کړې چې د نشه يي توکو د درملنې په مرکزونو کې د درملنې پر مهال ورته نشه‌یي توکي ورکړل شوي یا د پېرلو زمینه ورته برابره شوې ده. دوی وایي، په ځینو روغتیایي مرکزونو کې د کاروکوونکو له لورې ناروغانو ته د نشه يي توکو د رسیدو او یا په پټه د پېر او پلور زمینه برابره شوې ده.

ایا نشه‌یي توکی روغتیایي مرکزونو ته لېږدول کېږي؟

سرچینه ادعا کوی چی ځینی کسان د ناروغانو د پایوازانو په توګه د روږدو مرکزونو ته وړل کیږي او له دې لاری ناروغانو ته نشه یی توکي رسوي. د سرچینی په وینا، داسی ثبوتونه هم شته چی ښیې د مرکزونو دننه ځینې مسوول کسان یا کارکوونکې د نشه یی توکو د پلور په اړه معلومات لري او یا پرې سترګی پټوي.

د طالبانو د چارواکو په اړه ادعاوې

بله سرچينه، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ادعا کوي چی د طالبانو  ځينې لوړ پوړې نظامې چارواکې د نشه یی توکو په پېر او پلور کی ښکېل دی. د سرچینی په خبره، دغه کسان د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان په امنیه قومندانیو کی حضور لري او ځینې یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په لوړو بستونو کی هم دندې لري.

دا سرچینه په کندهار کی د (فضل الدین) او( محمد انور) په نومونو د دوو کسانو یادونه کوي او ادعا کوی چی دغه کسان په کابل او ولایتونو کی د نشه یی توکو، په ځانګړی ډول د (ټابلیټ کا) او نورو موادو په برخه کې فعالیت لری. د دې سرچینی په وینا، هره ورځ د دغو کسانو له شبکې په زرګونه نشه یی ګولۍ پلورل کیږی.

۸صبح په خپلواکه توګه ونه شوای کړای چی د دې ادعاو کره والی تائید کړی.

د نشه  توکو په تور د خلکو نیول

د دغه راپور په  لړ کې ۸صبح له هغو کورنیو سره هم خبرې کړې چې ادعا کوي خپلوان یې د نشه‌یي توکو په تړاو له کافي شواهدو پرته نیول شوي دي.

په کندهار کې د یو بل کس کورنۍ وایي، هغه د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې ونيول شو.

د ده د پلار په خبره ، چی زوی يې له هغو کسانو سره  ناسته ولاړه لرله چي د طالبانو د چارواکو خپلوان وو، خو یوازی دده زوی نیول شوی او هغه کسان چی له نوموړې سره یې ناسته ولاړه لرله، لا هم په خپلو کورنو کې دي.

کورنۍ: د درملنې مرکزونه باید د روږدېدو د مخنیوی ځایونه وي

د کندهار او د سوېلي زون په یو شمېر نورو سیمو کی د معتادینو کورنۍ اندیښنه لري چی که د معتادینو د درملنی مرکزونه د درملنی او سالم ژوند ته د بیرته ستنیدو پر ځای د نشه یی موادو د پېر او پلور پر مرکزونو بدل شي، د درملنی بهیر به له جدی ستونزو سره مخ شي.

د دوی په خبره، یو کس چی د نشه یی توکو د پریښودو لپاره د درملنې مرکز ته سپارل کیږی، باید له نشه یی توکو په بشپړه توګه لېرې وساتل شی، خو که دغه مواد په هماغه مرکز کی ورته رسیږي، د درملنی اصلی موخه له منځه ځي.

د کندهار اوسیدونکی وایی، د داسی مرکزونو فعالیت باید په منظم ډول وڅارل شی او د ناروغانو د درملنې ترڅنګ باید دغو مرکزونو ته د نشه يي توکو د احتمالي لېږد او د هغو د پلور مخه ونیول شي.

د روږدو کسانو د درملنې پر ځای، بېرته نشه یی توکو ته د هغوی د هڅولو دغه ادعاوې داسی مهال کیږی چی طالبان په هیواد کی د نشه یی توکو پر وړاندی د مبارزې او د روږدو کسانو د راټولولو او درملنی په اړه پراخ تبلیغات کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.