۸صبح: کابل: پر هېواد د طالبانو له شاوخوا دوو کلونو واک او پر خلکو د ډېرو محدودیتونو لګولو وروسته، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول، جوزف بورل، وايي چې د طالبانو ترمنځ زیاتې شخړې رامنځته شوې دي چې له هغې نه په ګټې اخیستنې کولای شو پر هغوی فشار راوړو.
بورل پنجشنبه د سلواغې په ۴ مه نېټه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ناستې په یوې څنډه کې په یوې خبري ناسته کې ویلي دي چې د طالبانو مشرتابه پر دې باور ده چې نجونې حق نلري څو د انسان په توګه ژوند او زده کړه وکړي؛ په داسې حال کې چې ددغې ډلې یو شمېر نور چارواکي د ملا هبت الله د لیدلوري مخالف دي.
بورل وړاندې ویلي چې د طالبانو ترمنځ له واټن راتللو نه ګټه واخیستل او پر هغوی فشار راوړل شي. نوموړي دغه راز له طالبانو پرته د مدني ټولنې سره پر اړیکو او د افغانستان له خلکو په ملاتړ ټینګار کړی دی.
د اروپايي اتحادیې دغه لوړپوړی چارواکی دغه راز ټینګار وکړ چې پر طالبانو دې داسې سیاسي او اقتصادي فشار راوړل شي چې عامو خلکو ته زیان ونه رسیږي.
ده ویلي دي: «د سیاسي او اقتصادي فشار راوړلو اړوند زما اندېښنه داده چې څوک زیان ویني؛ ځکه که چیرې همدا سبا د غیردولتي سازمانونو له لارې چې د ژوند لومړني توکي برابروي، افغانستان ته ټول مالي مرستې بندې کړو، نه غواړو د افغانستان خلک بیاځلي وځورول شي. له همدې امله مونږ باید [طالبانو] ته سزا ورکړو او هڅه وکړو خلک سزا ونه ویني. او دا ستونزمنه او ظریفه موازنه ده.»
طالبانو تر دا مهاله د جوزف بورل د څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.
ویل کیږي چې طالبان واک ته تر رسېدو وروسته، لومړی د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او وروسته یې د ښځو پر زده کړو او کار کولو بندیز ولګاوه.