افغان خبریاله ملالۍ میوند ووژل شوه

د ۸صبح پښتو مجله، م. ظ. صمیم

د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وايي چې ددغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې، د انعکاس تلوېزون خبریاله ملاله میوند، د پنجشنبې په سهار دفتر، ته د تلو پر مهال ووژل شوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ددې خبر په تاییدولو سره ویلي چې ملاله میوند، پر خبریالۍ سربېره مدني فعاله هم وه.
همداراز ملاله میوند د کرېکټ مبصره هم وه او د افغان کرېکټ لوبډلې پر سیالیو به یې تبصرې کولې.
نوموړې په تېرو شپږیزه لیګ سیالیو کې لومړنۍ خبریاله وه چې د لوبو ډګر کې یې نندارچیانو ته پر لوبو تبصرې کولې.
د افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې خطرناک او ناامن هېواد بلل شوی دی.
په تېره کابو یوه میاشت کې دا د رسنیو درېیم غړی دی چې وژل کېږي.
له دې مخکې د نومبر په لومړیو ورځو کې د طلوع تلویزیون پخوانی ویاند یما سیاووش او له هغې وروسته د دغې میاشتې په دوولسمه په هلمند کې د آزادۍ رادیو خبریال الیاس داعي، موټرونه په چسپکي بمونو والوزول شول، او ژوند یې له لاسه ورکړ.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هغه مهال ویلي ؤ چې په افغانستان کې سږ کال د الیاس داعي په ګډون شپږ خبریالان وژل شوي، خو د ملالې میوند په وژل کېدو سره دا په روان کال کې د وژل شویو خبریالانو شمېر اوو تنو ته ورسېد.
د دغې ادارې په وینا په افغانستان کې په تېرو ۱۹ کلونو کې ۱۳۳ خبریالان وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button