• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ملـي روغـې جوړې عالي شورا کار پيل کړ

د ۸صبح پښتو مجله، م. ظریف صمیم

 د ۸صبح پښتو مجله، م. ظریف صمیم د ۸صبح پښتو مجله، م. ظریف صمیم
۲۴ ليندۍ/قوس ۱۳۹۹ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1607924383]

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې لومړۍ ناسته په ارګ کې جوړه شوه. په دغه ناسته کې پر ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې د عالي شورا پر رئیس عبدالله عبدالله سربېره، پخواني ولسمشر حامدکرزي، عبدالرب‌ رسول سیاف، محمدکریم خلیلي، محمد محقق، محمدیونس قانوني، عطامحمد نور، اسماعیل خان، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو، د کابینې غړو، د مدني ټولنې استازو او یو شمیر سیاسي شخصیتونو ګډون کړی و. خو په دغه ناسته کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني ګډون نه و کړی. په ناسته کې ځینو سیاسي شخصیتونو ووېل چې تراوسه هم د شورا غړي نه دي بشپړ شوي او اړتیا ده چې یو شمېر نورو شخصیتونو ته چې د سولې په برخه کې یې هڅې کړي بلنه ورکړل شي.
ولسمشر غني په دغه ناسته کې د سولې په تړاو د دوامداره مشورې پر اړتیا ټینګار وکړ او وې وویل چې په ارګ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې د غړو ناسته سیمې، نړۍ او په تېره بیا د دولت مرکچي پلاویو ته څرګند پيغام لري.
هغه دوهم پړاو ته د مذاکراتو د تلو خبر ورکړ او د مرکچي پلاوي د هڅو ستاینه یې وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د سولې په لاره کې یوالي اړین دی او تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه باید د لارې پر نقشې کار وشي.
ولسمشر غني د سولې په بهیر کې رامنځته شوی وضعیت په یو وخت هم فرصت او هم خطر وباله او وې ویل چې له دې وضعیته استفاده ملي یوالي ته اړتیا لري او په دې برخه کې غوره مدیریت ډېر اړین دی.
د ولسمشر په وینا، جمهوري نظام د ټولو افغانانو دی او په کوم خاص وګړي پورې اړه نه لري او د سولې بهیر باید په داسې تنظیم شوی چوکاټ کې پر مخ ولاړ شي چې د جمهوریت د دوام لامل شي.
ولسمشر له سولې وروسته شرایطو ته په اشارې سره وویل چې عملي کول یې ډېر اړین دي. د ولسمشر په وینا داسې هېواد چې نوي سلنه وګړي یې د ورځې په کابو دوه ډالره عوایدو سره ژوند کوي؛ څرنګه کېدای شي چې سوله پکې عملي کړو! محمد اشرف غني زیاته کړه چې حکومت تاریخي مسوولیت لري، دولتي بنسټونه داسې پياوړي کړي چې سوله تطبیق شي، ځکه دا کار د بې کفایته ادارو له لوري نه شي کېدای. هغه وویل چې نور نو د نړۍ پر مرستو تکیه نه شو کولی؛ نو بایده دي چې مټې راونغاړو او ځان بسیاینې ته ورسېږو، د خدای په فضل هېواد مو پراخې اقتصادي سرچینې او زېرمې لري؛ خو سمون او مدیریت یې اړین دی.
ولسمشر ووېل چې د سولې لپاره د خلکو هوډ، ژمنه او اراده بېسارې ده او سوله غواړي، دا د حکومت دنده ده چې سوله راولي.
ولسمشر غني زیاته کړه افغانان، سمتي، تنظیمي او قومي نه؛ بلکې ملي سوله غواړي او له خلکو غواړي چې په دې برخه کې د دولت ملاتړ وکړي. ولسمشر وویل چې دولت او اولس د سولې لپاره خپله اراده ښودلې، اوس اړتیا ده چې طالبان هم خپله سیاسي اراده وښيي. هغه د سولې د عملي کولو لپاره سیمه ییزه اجماع هم مهمه وبلله.
اخوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په دغه ناسته کې، ددې شورا د مشرتابه کمیټې د کار پیلېدل، د ملي اجماع د پياوړتیا لپاره اغېزمن وبلل. هغه زیاته کړه چې مرکچي پلاوی د سولې مذاکراتو د دوام لپاره، ددغې شورا لارښوونو ته اړتیا لري.
عبدالله وویل چې له دې وروسته به د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټه په منظمه او هدفمنه توګه غونډې کوي. د نوموړي په وینا د سیاسي ګوندونو مشران او د مدني ټولنې غړي ددې شورا غړي دي چې د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د سولې بهیر په اړه خبرې شوې دي.
عبدالله زیاته کړه چې له سیاسي مشرانو څخه یوازې ګلبدین حکمتیار او صلاح الدین رباني په شورا کې خپل غړیتوب نه دی منلی، خو دوی منلې چې د سولې په بهیر کې به له دغې شورا سره همکاري کوي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئیس ټینګار وکړ چې افغانان د باعزته، تلپاتې او سراسري سولې او د تېرو څو کلونو د لاس ته راوړنو د خوندیتوب غوښتونکي دي چې دا شورا هم دغو موخو ته د رسېدو لپاره ژمنیتا لري. د هغه په وینا په دې پړاو کې خلک د اوربند او د دښمنۍ د پای ته رسولو غوښتونکي دي، ځکه تاوتریخوالی سولې ته د رسېدو خنډ دی او په خلکو کې د نهیلۍ لامل کېږي.
عبدالله عبدالله زیاته کړه: «د یوې اړتیا په توګه به د جګړې د ختمولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کوو، په داسې حال کې چې حکومت خپلې دندې ترسره کوي، موږ ژمنه کوو چې په ورځنیو حکومتي چارو کې له لاسوهنې پرته، یوازې د افغانانو ددغه لوی هدف لپاره کار کوو.»
ښاغلي عبدالله نړیوالې او سیمه ییزې اجماع ته اشاره وکړه او وې ویل چې افغانستان سولې او ټیکاو ته د رسېدو لپاره له تلپاتې سولې، پرمختګ او سیاسي ثباته د ملاتړ لپاره نړیوالې اجماع ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه د سولې لپاره د نړیوالې اجماع په موخه یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه وکړل او دوی هم د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ اعلان کړی دی. هغه د حکومت له مرکچي پلاوي څخه هم مننه وکړه او وې ویل چې دغه پلاوي ثابته کړه چې سولې او د افغانانو ګټو ته د رسېدو لپاره په واقعي توګه ژمن دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه ناسته کې وویل چې سوله د افغانانو یوازینۍ هیله ده او د سولې راوستل د هېوادوالو په تېره بیا سیاستوالانو دیني او انساني مسوولیت دی. هغه زیاته کړه چې باید په هېواد کې افغان وژنه پای ته ورسېږي او سیاسي مشران په او یوالي سره د سولې بهیر بري ته ورسوي.
کرزي د ملي روغې جوړې شورا نیمګړې وبلله او وې ویل چې ځینې نورې پېژندل شوې څېرې هم باید دغې شورا ته وروبلل شي.
له بلې خوا، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف د حکومت له مشرانو وغوښتل چې د سولې د راوستو لپاره خپل یوالي وساتي. هغه ټینګار وکړ چې دولت باید له خلکو سره نږدې شي او د سولې په بهیر کې په ګډه او په یوالي سره عمل وکړي. استاد سیاف جوته کړه دولت له طالبانو ډلې زیات سولې ته اړتیا لري؛ نو باید دا یو دیني او انساني مسوولیت وګڼي.
د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني هم وویل چې په دغه ناسته کې د ځینو شخصیتونو ځای تش دی او باید د شورا جوړښت بشپړ شي. دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې ولسمشر د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې د ځینو شخصیتونو، له هغې ډلې د رحمت الله نبیل، فرخندې زهرا نادري او سید اسحاق ګیلاني له غړیتوب سره مخالفت کړی دی.
قانوني د سولې بهیر مهم او جدي وباله او له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله څخه یې وغوښتل چې د سولې بهیر له دوو ټاکنیزو ډلو بهر کړي. هغه وویل چې سوله مهمه مسئله ده او یوازې د دولت او د ملي روغې جوړې د عالي شورا کار نه دی او باید په خلکو پورې اړه ولري.
همداراز د ولسمشر پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي هم د دولت د مرکچي پلاوي د هڅو ستاینه وکړه او وې ویل چې په یوالي سره تلپاتې سولې ته رسېدای شو.
جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان هم په دغه ناسته کې وویل په هغه صورت کې چې پر سوله باور موجود وي رسېدل ورته ناشوني نه دي، هغه اوسنی فرصت تاریخي وباله او پر یوالي او یوالي یې ټینګار وکړ.
د یوالي ګوند مشر محمد محقق د سولې په مذاکراتو کې له پرمختګونو هرکلی وکړ او وې ویل چې باید په دې برخه کې احساساتي عمل ونه شي. هغه د لاس ته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.
د اسلامي جمعیت اجرايي رئیس عطامحمد نور په دغه ناسته کې، د دولت د مرکچي پلاوي د هڅو ستاینه وکړه او د لاس ته راوړنو، بنسټونو، عمومي تاسیساتو او امنیتي بنسټونو پر خوندیتوب یې ټینګار وکړ.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دغه ناسته کې وویل چې افغانان باید د سولې په بهیر او د ملي اجماع په جوړولو کې اساسي رول ولوبوي. هغه زیاته کړه چې د دولت موخه باعزته او تلپاتې سوله ده.
د یادونې وړ ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا سولې بهیر مدیریت کوي او مرکچي پلاوی د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې په لارښونه عمل کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.