۸صبح، کابل: په اروپا او شمالي امریکا کې یو شمېر افغان خبریالان وايي چې د افغانستان پرتله په درېیمو هېوادونو کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو خوندیتوب زیانمنوونکی دی.
په اروپا او شمالي امریکا کې یو شمېر افغان خبریالانو پنجشنبه د وري پر ۱۶مه په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي چې د دې چارې لامل په یادو هېوادونو کې د طالبانو ډيپلوماتیک حضور دی.
هغوی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او یو شمېر هېوادونو غوښتي چې په درېیمو هېوادونو کې مېشتو خبریالانو ته د ویزو بهیر چټک کړي.
په ویناپاڼه کې راغلي: «اوس او یو ځل بیا موږ له مقصدو هېوادونو غواړو چې په درېیمو هېوادونو کې مېشتو خبریالانو ته د ویزو د ورکړې بهیر چټک کړي او د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره همکاري وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې بیګاه شپه په اسلاماباد کې د ازادۍ راډیو خبریال او په پروان او پنجشېر کې د درېیو سیمهییزو رسنیو د امتیاز خاوند احمد هنایش د دوو ناڅرګندو وسلهوالو تر برید لاندې راغلی دی.
ورته مهال، پاکستاني پولیسو ویلي چې په اسلاماباد کې پر افغان خبریال شوی برید څېړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته سلګونه افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو له کبله ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول ایران او پاکستان ته وتښتېدل.