۸صبح، کابل: د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر جینبیک کولوبایف ویلي چې دغه هېواد د یوه اروپايي هېواد هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې، د قرغیزستان د وګړو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په بدل کې به د افغانستان او افریقا کډوال ومني.
د قرغیزستان رسنیو د سه شنبه د تلې پر ۲۱مه، راپور ورکړی چې کولوبایف دا موضوع د دغه هېواد د پارلمان د نړیوالو اړیکو، دفاع، امنیت او کډوالۍ چارو د کمېټې په غونډه کې بیان کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د کارموندنې په برخه کې د هوکړې لپاره د اروپايي هېواد وړاندیز شوي شرایط د منلو وړ نه دي او د قرغیزستان حکومت نه غواړي په دې اړه خبرې اترې وکړي.
کولوبایف ټینګار کړی چې د قرغیزستان حکومت په نورو هېوادونو کې د خپلو وګړو د کار کولو مخالف نه دی؛ خو په هېواد کې د کاري ځواک د کمښت له امله یې په بهر کې د خپلو وګړو د کارموندنې د اسانتیا لپاره دولتي پروګرامونه کم کړي دي.




