۸صبح ننګرهار: ننګرهار ته له پاکستان وروستي را ستانه شوي افغان کډوال شکایت کوي چې د طالبانو له لوري د سرپناه، کارروزګار او بشري مرستو په برخه کې ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
کډوال وايي، د طالبانو رژیم له دوی سره د ژوند د ښه والي ګڼې ژمنې کړي، خو د دوی په وینا، اوس یوازې له هغو کسانو سره مرستې کوي، چې له طالبانو سره همفکره وي او د خپلولۍ نږدې اړیکې ورسره ولري.
را ستانه شوي افغان کډوال له نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د مرستو د وېش بهیر د خپلو ټیمونو له لوري ۤمدیریت کړي؛ ځکه په خبره یې طالبان په دې برخه کې له درغلۍ او فساده کار اخلي.
اویا کلن شمس الرحمن چې له څلوېښتو کلونو وروسته د پاکستان له پنجاب ایالته خپل هېواد ته را ستون شوی وايي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې پر ګڼو دولتي ادارو ګرځي؛ خو په وینا یې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
دی زیاتوي، چې له یوه پلوه د کار روزګار له نشتوالي ځورېږي له بل پلوه ورته طالبان هم هغه مرستې نه ورکوي، چې د کډوالو په نوم د نړیوالو مرستندویه ادارو له لوري د دوی په نوم راغلي.
نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل:« ما په پاکستان کې ۴۰ کلونه تېر کړل، که ښه وو یا بد؛ خو عمر مې تېر کړ، دولس کسه فامیل لرم، ما ویل چې خپل وطن ته په راتګ به مې ژوند ښه شي؛ ځکه طالبانو ویل چې مونږ مهاجرینو ته پوره تیاری لرو؛ خو دلته مې هېچا غږ وانورېد، یوازې په تورخم کې راسره د (IOM) لخوا لس زره افغانۍ کومک شوی؛ نور له هغه پرته نه راسره نغدي کومک شوی نه د خوراکي موادو، زمونږ په نوم راغلي کومکونه هم هغوی ته ورکوي، چې دوی سره نږدې اړیکې ولري او یا د دوی خپلوان وي؛ حتی طالبان خپلو عسکرو ته دا مواد ورکوي، چې دا ډېر ظلم دی؛ خو څوک یې غمه نه کوي.»
را ستانه شوي کډوال دغه راز له بې روزګارۍ هم شکایت کوي او وايي، طالبانو خپلې هغه ژمنې هم نه دي عملي کړي، چې دوی ته یې د کاري بوختیاوو د موندلو ډاډ ورکړی وو.
د پاکستان له سند ایالته را ستون شوی افغان کډوال جمعه ګل وايي، طالبانو له پاکستانه له را ستنېدو سره سم ورسره ګڼې ژمنې کړې وې، چې دوی ته د کار روزګار او سرپناه په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابروي؛ خو په وینا یې تر اوسه ورته نه د کار روزګار او نه هم د سرپناه په برخه کې ګامونه نه دی اخېستل شوي.
دغه را ستون شوي افغان کډوال له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو زیاتوي: « مونږ چې له پاکستانه راغلو، طالبانو ډوزې شروع کړې وې، چې خلکو ته به کار پیدا کوو، کورونه به ورته جوړوو، هېڅوک به بېکار او بې سرپناه نه وي؛ خو دا دی اته میاشتې مو تېرې شوې نه د کار درک شته نه د روزګار او نه هم چا راته د کور د جوړولو لپاره کوم اقدام کړی؛ حتی یوه خېمه یې راته نه ده راکړې، په درې زره افغانۍ کرايي کور کې اوسېږم، چې د کار د نشتوالي له وجې دې ته هم حیران یم او تر اوسه را باندې د پینځو میاشتو کرایه هم پاتې ده.»
را ستانه شوي کډوال دغه راز خپلو اولادونو ته د زده کړو او روغتیا په برخه کې هم له جدي اندېښنو سره مخ دي.
دوی وايي، په پاکستان کې د کډوالۍ د ترخه ژوند له امله یې نه یوازې لوڼو زده کړې نه شوای کولی؛ بلکې غربت یې د نارینه اولادونو پرمخ هم د لوړو زده کړو دروازې تړلې وې.
له کوزې پښتونخوا را ستون شوی کډوال شېرمحمد وايي، هیله من وو چې خپل هېواد ته په را ستنېدو به یې اولادونه له لوړو زده کړو برخمن او له دې لارې به خپلو سېڅلو موخو ته ورسېږي.
شېرمحمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « ما په پېښور کې ۲۵ کاله تېر کړل، ۵۰ کاله مې عمر دی، واده مې هم هملته وکړ، درې مې زامن او څلور مې لوڼې دي، زامنو مې د مهاجرینو په ښوونځیو کې تر دولسم زده کړې کړی؛ خو د غریبۍ له وجې مې ورباندې پوهنتون ونه شو لوستلای، لوڼو مې هم تر درېیم او څلورم درسونه ویلي؛ خو بیا ترې درسونه پاتې شول، اوس چې راغلو فکر ما کاوه، چې زامن به مې پوهنتونونه او لوڼې به مې هم ښوونځيو ته ولاړې شي. خو زامن مې د غریبۍ له وجې او لوڼې مې د طالبانو د بندیز له وجې پوهنتون او ښوونځي ته نه شي تللی، ما ویل خپل وطن کې به زمینه برابره شي او اولادونه به مې ډاکټران او انجینران شي؛ خو دلته مې هم دا ارمان له خاورو سره خاورې شو.»
ننګرهار کې له پاکستانه د را ستنو شویو افغان کډوالو نیوکې او شکایتونه داسې مهال شوي، چې له پاکستانه په جبري ډول د را ستنېدونکو افغان کډوالو د لومړي پړاو پرمهال د طالبانو رژیم کډوالو ته د کار روزګار، سرپناه، روغتیا، پوهنې، پاکو اوبو او په یو شمېر نورو برخو کې ګڼې ژمنې کړې وې؛ خو دا ټولې ژمنې یوازې پر کاغذ او رسنیو پاتې دي او کډوال د مرستو د نه ترلاسه کولو له امله له سختو کړاوونو سر ټکوي.


