• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغان امنیتي ځواکونه د سولې لپاره شېبې شمېري

ژباړه: م. ع. پ

ژباړه: م. ع. پ ژباړه: م. ع. پ
۱۵ كب/حوت ۱۳۹۹ - ۵ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1614922090]

د افغانسستان د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له ورځې سره هم‌مهاله، د هېواد د ملي ځواکونو ترټولو لويه هيله د سولې ټينګښت او په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل دي. د دوی په نظر، خلک له جګړې، تاوتريخوالي او وينه تويېدنې ستړي شوي او د سولې د ټينګښت تمه لري. د ملي پوځ يو شمېر پوځیان چې له طالبانو سره د جګړې په ډګر کې د ګډون مخینه لري، په ټينګار سره وايي چې ټول خلک له جګړې ستومانه شوي او د جګړې د پای ته رسېدو او په هېواد کې د سولې د راتلو لپاره شېبې شمېري.
له بل پلوه د هرات ځينو اوسېدونکو د «یو ګل د سرتېري لپاره» تر عنوان لاندې په يوه ناسته کې، امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د ګلانو په ډالۍ کولو د امنيت په ټینګښت کې یې د هغوی هڅې وستايلې او د سرتېري ملي ورځ يې ولمانځله. په ورته وخت کې هغه پوځیان چې له طالبانو سره د جګړې پرمهال يې د بدن غړي له لاسه ورکړي، حکومت په جګړه کې د وژل شويو سرتېرو کورنيو ته د پاملرنې په برخه کې ناکام ګڼي. په جګړه کې د قرباني شویو سرتېرو کورنۍ هم په هېواد کې د جګړې د پای رسېدو غوښتونکې دي.
افغان ملي ځواکونه باور لري چې په هېواد کې د کلونو جګړه او وينه تويېدنه بايد پای ته ورسېږي ځکه ټول اولس د سولې د راتلو په تمه دي. هغوی خبرداری ورکوي که سوله ټينګه نشي، نو د هېواد ساتنې او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د مخالفو وسله والو ځپلو ته چمتو دي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خلکو امنيت او ارامښت وګواښل شي. د کمانډو پوځ يو قومندان، فردين سپاه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ملي اردو ځواکونه د بهرنيو پوځیانو له ملاتړ پرته د هېواد په لويديځ کې ټول هوايي او ځمکني عمليات کوي. هغه باور لري چې امنيتي ځواکونه د سولې او د جګړې پای ته رسېدو لپاره شېبې شمېري او که طالبان سولې ته حاضر نشي وبه وژل شي.
یوه افغانه پوځي مېرمن، مريم چې له طالبانو سره په جګړه کې یې د کورنۍ ځينې غړي له لاسه ورکړي؛ غواړي داسې يوه ورځ راورسېږي چې په افغانستان کې خلک د سراسري سولې کتونکي وي او د جګړې، وېرې او وينې تويېدنې کوم خبر نه وي. د نوموړې په اند که څه هم افغان پوځیان له مخالفو وسله والو سره د جګړې وړتيا لري او کولی شي چې د هېواد امنيت ټینګ کړي، خو په هېواد کې د ۴۰ کلنې خونړۍ جګړې پای او د سولې ټينګښت د دوی غوښتنه ده. د هېواد په لويديځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان، عبدالروف ارغنديوال باور لري چې د تېر کال په پرتله سږکال جګړه ۴۰ سلنه ډېره شوې ده. د نوموړي له نظره «طالبان په سولې باور نلري» او د تاوتريخوالي د کمولو لپاره هېڅ ګام نه پورته کوي.
د هېواد په لويديځ کې د پوځ دغه لوړ پوړی چارواکی خپلو تر لاس لاندې ځواکونو ته امر کړی چې د خلکو د ارامښت او د ناامنۍ د مخنیوي لپاره د طالبانو په وړاندې کلک ودرېږي. څو ورځې وړاندې، د هرات والي سيد‌‌وحيد قتالي په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د وينا پرمهال خبرداری ورکړ چې د پوځ سرتېري بشپړ چمتوالی لري چې د ګرمۍ په موسم کې په هېواد کې د تاوتريخوالي د ‌ډېرېدو سره هم‌مهاله د مخالفو وسله والو پروړاندې د خلکو ملاتړ وکړي.
په هرات کې د ملي پوځ پخوانی غړی مجيد حيدري چې دنده يې د سړکونو د مينونو شنډول ؤ، څو کاله مخکې د يوه مين د چاودنې له امله يې يو لاس پرې شو او څه موده وروسته د يوه وسله وال لخوا په ډزو کې يې پښې له کاره ولوېدې.
دغه شخص د جګړې د قرباني شويو له څو نورو پوځیانو سره د نظامي معلولينو د ملاتړ يو بنسټ جوړ کړ. نوموړي له ۸صبح سره په خبرو کې وويل، سره له دې چې نشي کولی طالبان اوبښي او د دوی جنايتونه هېر کړي، خو هيله يې سوله او د جګړې پای ته رسېدل دي. د پوځ دغه پخوانی غړی د جګړې د وژل شویو پوځیانو د کورنيو او وارثينو په اړه د دولت د نه پاملرنې له امله شکايت لري.
که څه هم د پوځ پخوانيو پوځیانو له طالبانو سره د جګړې پرمهال د خپل بدن غړي او خپل عزيزان او خواخوږي له لاسه ورکړي، خو بيا یې هم هيله د سولې او داسې ورځې راتلل دي چې جګړه بنده او سوله ټينګه شي.
په ورته وخت کې د هرات ځينو اوسېدونکو د روان کال د کب په اتمه نېټه د «یو ګل د سرتېري لپاره» تر عنوان لاندې غونډه کې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د ګلانو په ډالۍ کولو سره له افغان ځواکونو د ملاتړ ورځ ولمانځله. د دوی له نظره د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونو په وروستيو کلونو کې د نظام د ساتنې او په افغانستان کې د امنيت او ارامښت لپاره خپل ځانونه قرباني کړل او د افغانستان خلک به هېڅکله د دوی «اتلولي» او «مېړانه» هېره نه کړي.

د سرتېري ملي ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په دې وروستيو کې د هرات د يوه ديني عالم خبرو یو لړ غبرګونونه راپارولي دي. دغه ديني عالم په خپلو خبرو کې له امنيتي ځواکونو غوښتي ؤ چې «له لوږې دې ومري خو غوره ده چې په نظام کې کار ونه کړي»؛ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلکو او د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو د دغو څرګندونو په غندلو سره د امنيتي ځواکونو انځورونه خپاره کړل او افغان پوځیان يې «اتلان» وبلل، همداراز یې د ناامنيو د مخنیوي او له مخالفينو سره د جګړې په پار د دغو ځواکونو ملاتړ وکړ.
دغو موضوعاتو ته په کتو، د هېواد پوځیان هم د افغانستان د نورو وګړو په شان له جګړې او تاوتريخوالي ستومانه شوي او د داسې ورځې په تمه دي چې پر افغانستان د سولې څادر وغوړېږي او بې ګناه وګړي د جګړې قرباني نشي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.