د افغانستان د وچې او تازه مېوې یو شمېر سوداګر د ایران له لارو د ټرانزیټي لګښتونو له زیاتېدو او د توکو په لېږد کې له ځنډه شکایت کوي. دوې وايي د لېږد-راېږد د لګښتونو زیاتوالي او د سوداګریزو جوپو د لېږد بهیر اوږدېدو د هېواد بهرنۍ سوداګري له جدي ننګونو سره مخ کړې او سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دغو سوداګرو په وینا، د دوې سوداګریز توکي کله ناکله د اوونیو او ان د میاشتو لپاره د ایران په لارو کې انتظار پاتې کېږي او منزل ته یې د رسېدو کره وخت هم معلوم نه وي. دوې ادعا کوي چې د ټرانزیټ په بهیر کې د افغانستان د چوپو پرتله ایراني توکو ته لومړیتوب ورکول کېږي او همدغه کار د افغاني توکو د لېږد وخت خورا اوږد کړی دی.
دغه سوداګر له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې دا مهال، د افغانستان د سوداګریزو توکو لویه برخه د ایران د ریمدان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي؛ ځکه له ځینو نورو لارو ګټه اخیستنه له امنیتي ستونزو سره مله ده. د دوې په وینا، د افغانستان باروړونکي موټر د ایران او پاکستان پر ځینو سرحدي لارو کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او همدې موضوع د سوداګرو ټرانزیټي لارې محدودې کړې دي.
دوې دغه راز وايي چې د هوايي لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتوالي له دې لارې ګټه اخیستل هم د ډېری سوداګرو لپاره ناشوني کړي دي. د دوې په وینا، افغان سوداګر اوسمهال د خپلو توکو د لېږد لپاره د ډاډمنو، چټکو او لږلګښت لرونکو لارو له کمښت سره مخ دي او د دغه وضعیت دوام کولای شي پر سوداګرۍ، پانګونې او د کورنیو بازارونو پر بیو منفي اغېزې وکړي.
د افغانستان د وچې مېوې یو سوداګرغلام یحیی مشکواڼی د ایران د چابهار او بندرعباس بندرونو له لارې د ټرانزیټي لګښتونو له لوړېدو او د توکو په لېږد کې له ځنډه شکایت کوي. هغه وايي چې دغه وضعیت د هېواد سوداګر له جدي ستونزو سره مخ کړي او په ځینو مواردو کې درانه ټرانزیټي لګښتونه تر دې کچې زیات شوي چې د توکو له پلوره ترلاسه شوی عاید ان د لېږد لګښت هم نه پوره کوي. د هغه په وینا، افغان سوداګر اوسمهال ډاډمنو، چټکو او کملګښته ټرانزیټي لارو ته لاسرسی نه لري او همدې مسألې د صادراتو بهیر له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
مشکواڼی وايي: «تر دې وړاندې د افغانستان د صادراتو لویه برخه د تورخم او سپینبولدک له لارو ترسره کېده؛ خو د دغو لارو له تړل کېدو وروسته، سوداګر مجبور شول چې د چابهار او بندرعباس له بندرونو ګټه واخلي. پخوا د یوه کانتینر لېږد شاوخوا پنځه زره ډالره لګښت درلود، خو اوس دا لګښت شاوخوا ۴۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی. پخوا به یوه چوپه په شاوخوا ۴۰ ورځو کې منزل ته رسېده، خو اوس یې لېږد له څلورو تر شپږو میاشتو وخت نیسي او کله ناكله یې د رسېدو وخت اصلاً معلوم نه وي.» هغه دغه راز زیاتوي چې د هوايي کارګو له لارې د توکو د لېږد لګښت هم په پرلهپسې توګه لوړ شوی دی.
د افغانستان د تازه مېوې او سبزیجاتو بل سوداګر ګدامحمد کوهدامني هم د ایران له لارې د ټرانزیټي لګښتونو له زیاتېدو او د توکو په لېږد کې له ځنډه شکایت کوي. هغه وايي چې د افغانستان سوداګریزې چوپې کله ناکله اوونۍ اوونۍ په لارو او بندرونو کې ولاړې پاتې کېږي او دا وضعیت د محصولاتو، په ځانګړې توګه د تازه مېوې او سبزیجاتو د یوې برخې د خوسا کېدو او سوداګرو ته د درنو زیانونو د اوښتو لامل شوی دی. د کوهدامني په وینا، د ایران له لارې د توکو د لېږد په بهیر کې د افغاني توکو پرتله ایراني چوپو ته لومړیتوب ورکول کېږي او همدا موضوع د افغانستان د سوداګریزو توکو په لېږد کې د لا زیات ځنډ لامل شوې ده.
دا سوداګر وايي: «د باروړونکو موټرو کرایه تقریباً دوه برابره شوې او د مېوې او سبزیجاتو د لېږد لپاره د موټرو موندل هم خورا ستونزمن شوي دي. د یخچالدارو موټرو کرایه شاوخوا ۱۲۰ زره افغانیو ته رسېدلې او ایراني موټر د ریمدان له پولې تر پاکستانه د توکو د لېږد لپاره، له ۲۸۰ تر ۳۰۰ میلیونه ایراني تومانه اخلي. دغو لګښتونو پر افغان سوداګرو سخت فشار راوستی دی. باروړونکي موټر هم د ریمدان پر پوله د ګڼېګوڼې له امله له اتو تر ۱۰ ورځو پورې د ترخیص په تمه پاتې کېږي. په دغه بهیر کې ایراني چوپو ته لومړیتوب ورکول کېږي او د افغانستان توکي په ځنډ لېږدول کېږي. پر دې سربېره، له هر موټره پر پوله د درېدو له امله هره ورځ له پنځو تر ۱۰ زرو افغانیو پورې «د خوب د پېسو» په نوم اخیستل کېږي.»
کوهدامنی زیاتوي چې له باروړونکو موټرو د «شبخوابۍ» په نوم د اضافي لګښتونو اخیستلو د توکو د لېږد بېه نور هم لوړه کړې ده. هغه دغه راز وايي چې افغان سوداګر د امنیتي اندېښنو او د میرجاوې په لاره کې پر باروړونکو موټرو د بریدونو له امله د دغې لارې د کارولو امکان نه لري او د افغانستان ډېری توکي اوس مهال د ریمدان له لارې لېږدول کېږي.
کوهدامنی وايي: «زموږ ډېری مالونه د ایران له لارې ټرانزیټ کېږي؛ خو د ایران پر پوله د میرجاوې او د پاکستان د تفتان لاره د ناامنۍ او پر باروړونکو موټرو د بلوڅ وسلهوالو د بریدونو له امله عملاً د کارولو وړ نه ده. اوس ډېری توکي د ریمدان له لارې لېږدول کېږي؛ خو په دې لاره کې ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې چې چوپې خورا اوږده موده انتظار پاتې شي. په دې لاره کې د سوداګرو د مالونو یوه لویه برخه د خوسا کېدو له ګواښ سره مخ ده. اوس د کاپيسا او پروان د انګورو د حاصلاتو راټولولو فصل هم رارسېدلی دی، خو د صادراتي ستونزو له امله د محصولاتو یوه برخه په کورنیو بازارونو کې په ټیټه بیه پلورل کېږي او بهرنیو بازارونو ته د هغوی د لېږد لپاره مناسبه لاره نشته.»
د افغانستان د وچې مېوې بل سوداګر اسد (مستعار نوم) له طالبانو او ایراني چارواکو غواړي چې د ټرانزیټي لګښتونو د کمولو او د سوداګریزو توکو په لېږد کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. هغه وايي چې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو له فصل سره هممهاله، د لېږد د لګښتونو کمول کولای شي د کروندګرو او سوداګرو په ګټه تمام شي او د افغانستان د محصولاتو د پر وخت صادراتو زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، د ټرانزیټي لګښتونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر سوداګر د افغانستان محصولات په تاوان سره بهرنیو بازارونو ته صادر کړي.
دا سوداګر وايي: «ټرانزیټي کرایې څو برابره لوړې شوې او په دې برخه کې جدي پاملرنې ته اړتیا ده. دا مهال، د هوايي کارګو د لېږد لګښت هم خورا زیات شوی او سوداګر عملاً په تاوان کار کوي. له دې سره سره، هڅه کوو د حاصلاتو په فصل کې د افغانستان محصولات بهرنیو بازارونو ته ورسوو څو د دغو محصولاتو بازار خوندي پاتې شي.» هغه دغه راز د افغان سوداګرو لپاره د متحدو عربي اماراتو د ویزې د ترلاسه کولو پر ستونزو نیوکه کوي او وايي چې د ویزې ورکړې په بهیر کې اسانتیاوې کولای شي د سوداګرو د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا سره مرسته وکړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته، اسلاماباد د تلې پر ۱۹مه له افغانستان سره خپلې ټولې لارې د توکو د ټرانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پرمخ وتړلې. دا مهال، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر مخ تړلې دي او په ځینو لارو کې یوازې افغان کډوالو کورنیو ته اجازه ورکول کېږي چې له پاکستانه هېواد ته را شي. له دغو محدودیتونو وروسته، افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره تر ډېره د ایران له لارو، په ځانګړې توګه د چابهار او بندرعباس له بندرونو ګټې اخیستنې ته مخه کړه؛ هغه لارې چې د یوه بدیل انتخاب له رامنځته کولو سره سره، د لګښتونو له لوړېدو، په لېږد کې له ځنډ او ټرانزیټي ناخوالو سره ملې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، تېر کال د افغانستان او ایران ترمنځ د راکړې ورکړې کچه له ۶.۷ سلنې زیاتوالي سره درې میلیارده او ۶۳۲ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. له دې منځه، یوازې ۷۲ میلیون ډالره ایران ته د افغانستان په صادراتو پورې اړوند وو.
ایران له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له کمېدو وروسته، د افغانستان یو له سترو سوداګریزو شریکانو ګڼل کېږي؛ خو د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګریز انډول لاهم د ایران په ګټه دی او د وارداتو پرتله دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو برخه خورا لږ پاتې شوې ده.


