افغانستان او چين به د سړک له لارې سره ونښلول شي

۸صبح، کابل، راپور: محمد عزيز پردېس

د افغانستان د ټولګټو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې، له چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري.
ياد وزارت وايي، دغه جغلي سړک چې ۴۹.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د پامیر له «بزهای ګُنبد خورد» سیمې څخه پیل او د واخان ولسوالۍ تر پای پورې چې کابو د چین هېواد سرحدي نقطې ته رسیږي غځېدلی دی. دغه وزارت زياتوي، د دې سړک رغنیزې چارې ۱۵ سلنه پرمختګ لري.
د ټولګټو وزارت په وينا، یاد سړک د افغان دولت له راتلونکي پلان سره سم د واخان کوريډور برخه جوړوي چې پر مټ به يې افغانستان د سیمه ییز نښلون يا وصل اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې کړي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، واخان یوه غرنۍ ولسوالي ده چې له دې مخکې په کې پر یاد لوري د موټرو د تګ راتګ لپاره لار نه وه خو ټولګټو وزارت اوس مهال په کې جغلي لار جوړوي څو له چین هېواد سره د نښلېدونکي سفالټي يا پوخ سړک لپاره چمتو شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه سړک چې پرمټ به یې افغانستان او چین هېوادونه سره ونښلول شي، د څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت لخوا جوړېږي چې له ۲۲ سیمه ییزو شوراګانو سره يې تړون شوی دی او مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې ورکول کیږي.
د ټولګټو وزارت زياتوي، واخان د بدخشان په لوړو څنډو کې پرته ولسوالۍ ده چې د هوا حالات یې د هېواد له نورو سیمو سره توپیر لري او له همدې امله یې په ځینو سیمو کې چې سړه هوا او واوره لري کاري چارې ځنډنۍ خو په ځينو نورو کې چې هوا يې متعدله ده کار دوام لري.
د خبرپانې له مخې واخان کورېډور به نه یوازې د چین او افغانستان ترمنځ لنډه او اسانه لار وي بلکې د واخان ملي پارک ته به هم د سیلانیانو د تګ راتګ په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي او همداراز له دې لارې به کرنيز او سوداګريز توکي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ لېږدول کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button