د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد خنيف اتمر تېره ورځ ناوخته د فلسطين هېواد د بهرنيو چارو وزير رياضالمالکي سره په ټيليفوني خبرو کې ددغه هېواد پر خاورې وروستي بريدونه غندلي دي او دا يې د اسلامۍ نړۍ او سولهييزو هېوادونو لپاره د نه منلو وړ اقدام ګڼلی دی.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د بهرنيو چارو وزير د تاوتريخوالي د دغې لړۍ د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې ده او همداراز د ولسمشر غني او افغان ولس د همدردۍ مراتب يې هم خپل سيال، رياضالمالکي ته وړاندې کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، افغان دولت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۱۹۶۷ پرېکړه لیک په اساس د ذکر شويو پولو په لرلو سره د يو خپلواک دولت د لرلو لپاره د فلسطين د خلکو له حق څخه ملاتړ کوي.
په دغو خبرو کې د فلسطين د بهرنيو چارو وزير د فلسطيني وګړو د مشروع حق څخه د اسلامي نړۍ او سولهييزو هېوادونو ملاتړ مهم او اړين بللی دی.
د غزې په تړانګه کې د فلسطيني او اسرائيلي پوځيانو ترمنځ جګړې په دې وروستيو کې بيا زور اخيستی دی او د راپورونو له مخې تر دې له سلو پورته کسان دواړو خواوو کې وژل شوي دي.
دغو جګړو او تاوتريخوالي نړیوالې اندېښنې راټوکولې دي او ډېری هېوادونو او نړیوال بنسټونو د روان تاوتریخوالي د ژر تر ژره پايته رسېدو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر رياضالمالکي ته افغانستان څخه د رسمي ليدنې بلنه هم ورکړې ده او له نوموړي يې غوښتي چې په مناسب کې وخت کې دغه هېواد ته سفر وکړي.