د بې پولې خبریالانو بنسټ د وري په ۳۱مه نېټه د ۲۰۲۱ کال د رسنیو د آزادۍ نړیوال نوملړ خپور کړ. ددغه نوملړ له مخې، افغانستان ۱۲۲ ځای لري او خپل تېر ځای یې ساتلی دی. دغه بنسټ ويلي چې افغانستان اوس هم د خبریالانو لپاره د نړۍ یو مرګونی هېواد دی.
د بې پولې خبریالانو بنسټ په یوه کال کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د خبریالانو وضعیت ارزولی دی. ددغې څېرنې له مخې، د خبریالۍ دندې ترسره کول د ناسمو مالوماتو ویروس لپاره ترټولو غوره واکسین دي.
په دغه نوملړ کې ویل شوي چې په ۷۳ سلنه هېوادونو کې چې په اړه یې څېړنه شوې، د نړۍ له ۱۸۰ دولتونو څخه په ۷۳ هېوادونو کې خبریالان له ستونزو سره مخامخ دي.
د بې پولې خبریالانو بنسټ د افغانستان په هکله ویلي چې د خبریالانو هدفي وژنې په هېواد کې د رسنیو آزادي ګواښي.
د بې پولې خبریالانو په رپوټ کې راغلي: «په افغانستان کې پر کووېډ نولس ناروغۍ سربېره چې لسګونه تنه یې وژلي، خو په دې هېواد کې یو بل ویروس هم خلکو ته زیان رسوي چې هغه د افراط پالنې او تاوتریخوالي ویروس دی چې خبریالان په تېره بیا ښځینه خبریالانې په نښه کوي.»
د بې پولې خبریالانو بنسټ د مالوماتو پربنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې لږترلږه شپږ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په هدفي بریدونو کې ترور شوي او څلور نور د روان میلادي کال له پیله وژل شوي دي.
د بې پولې خبریالانو بنسټ د افغان خبریالانو د وژنو د درولو غوښتنه کړې او له فغان چارواکو یې غوښتي چې په دې اړه جدي پلټنې پيل کړي.
له دې سره په یو وخت، د بې پولې خبریالانو بنسټ له امریکا، جرمني او فرانسې غوښتي چې په نړیواله محکمه کې په افغانستان کې د وروستیو جنایتونو په اړه دوسیو د څېړلو لپاره ددې بنسټ له هڅو ملاتړ وکړي.