د افغانستان د درملو واردونکو ټولنې او د درملو یو شمېر عمده پلورونکو د غوايي په لومړۍ نېټه خپل کاربندیز پای ته ورساوه.
دغه کاربندیز د هغه څه په وړاندې چې د درملو او خوړو د ملي ادارې لخوا په انحصاري توګه د درملو پینځو شرکتونو ته د درملو د وارداتو سپارل بلل شوي د وري په ۲۶مه نېټه پيل شو. د درملو د خدماتو ټولنې ادعا کوله چې د درملو او طبي وسایلو واردات په انحصاري توګه پنځو شرکتونو ته ورکول کېږي. د درمل پلورونکو د اعتراض یو مورد د ځنځیري درملتونونو طرحې اجرا کول و. د درملو خدماتو ټولنې یوه بله غوښتنه د غیرمجازو درملو پر نوملړ له سره غور کول و. دغې ټولنې اعتراض درلود چې په ګمرکونو کې سلګونه کانتینرونو ته هېواد ته د راتلو اجازه نه ورکول کېږي.
اوس ددغې ټولنې غړو په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د دوي غوښتنو ته په لیکلې بڼه ځواب ویل شوی او په دې توګه په ټول هېواد کې خپل کاربندیز پای ته رسوي.
د درملو د خدماتو ټولنې رییس اسدالله کاکړ خبرداری ورکړ که د درمل پلورونکو غوښتنو ته پام ونه شي له روژې مبارکې میاشتې وروسته به په ټول هېواد کې کاربندیز پیل کړي.
د هغه په وینا، د درملو او خوړو ملي ادارې ویلي چې د درملو د وارداتو او ځنځیري درملتونونو انحصاري طرحه نشته او د درملو کانتینرونو ته اجازه نه ورکول کېږي.
لکه څنګه چې د درملو واردونکې ټولنه وايي، حکومت د درمل پلورونکو ټولې غوښتنې منلې دي.
له دې مخکې د درملو او خوړو د ملي ادارې رییس ابراهیم شینواري ویلي و، هېڅ داسې سند نشته چې د درملو واردات د څو شرکتونو له خوا انحصاري کېږي. شینواري له ۸صبح سره په خبرو کې زیاته کړې وه چې په دې اړه هېڅ طرحه په پام کې نه ده نیول شوې. هغه دا موضوع آوازه او د درملو ټولنې بې ځایه اندېښنه بللې وه.





