۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز په وړاندې د غبرګونونو په دوام اوس مصر کې د الازهر پوهنتون مشرتابه پلاوي ویلي، چې افغانستان کې د نجونو د زدهکړو له ممنوعیته خواشیني دي.
د اناتولي د راپور له مخې او د بوابه الاهرام وېبپاڼې له قوله الازهر پوهنتون په یوه بیانیه کې ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام د اسلامي شریعت خلاف عمل دی.
د دغه پوهنتون په بیانیه کې راغلي: «دا اقدام باید د هېڅ مسلمان له خوا ونه شي او موږ مسلمانانو او غیرمسلمانانو ته دا څرګندوو چې باید فکر ونه کړي چې اسلام د نجونو او ښځو زدهکړې منع کړې دي، بلکې اسلام له دغو محدودیتونو سره سخت مخالف دی.»
د دغه پوهنتون د بیانیې له مخې زدهکړې او تحصیل مشروع حق دی، چې اسلام په برابره توګه ښځینه او نارینهوو ته په پام کې نیولی دی.
دغه غبرګون د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په هکله د طالبانو له نوي فرمان وروسته مطرح شوی دی.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت درې ورځې مخکې د نجونو د زدهکړو د ځنډولو فرمان صادر کړ؛ هغه مورد چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.