• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ناوړه ګټې اخیستنې او فساد تورونه؛ ایا په بدخشان کې روغتیايي خدمتونه د فلج کېدو په درشل کې دي؟

نیما نیما
۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790426842]

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د خراب وضعیت په اړه سخته اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، شاوخوا یو کال کېږي چې د «سنایي پراختیايي سازمان» په نوم یوې موسسې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د برابرولو مسوولیت پر غاړه اخیستی، خو خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه ترسره کوي. له دې سره هممهاله، سرچینې په بدخشان کې د دغې موسسې له امکاناتو د ناوړه ګټې اخیستنې او له طالبانو سره د دې موسسې د اړیکو په تړاو اندېښنه څرګندوي. سرچینې د دغې موسسې رییس او د هغې یو شمېر غړي په ناوړه ګټه اخیستنه تورنوي او وايي چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس ځکه له دې موسسې ملاتړ کوي چې خپل درې موټر یې دې موسسې ته په کرایه ورکړي دي. باوري سرچینې ادعا کوي چې د دغې موسسې رییس او هغه ته نږدې یو شمېر غړي له ځینو زیان‌ګالو روغتیايي کارکوونکو جنسي ناوړه ګټه اخلي.

د بدخشان اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو د کمېدو او د اړینو امکاناتو د نشتوالي په تړاو اندېښمن دي او وايي چې د «اس‌ډي‌او» موسسه خپلو مسوولیتونو ته لازم پام نه کوي. دوی زیاتوي چې د دغې موسسې د مشرتابه غړي له خپل موقف او واکه پر ناوړه ګټه اخیستنه بوخت دي او د دغو مواردو د څېړلو او ځواب ویلو لپاره هم هېڅ مرجع نشته.

له دې سره هممهاله، سرچینې شکایت کوي چې د «سنایي پراختیايي سازمان» رییس همایون عابد له خپلو صلاحیتونو او امکاناتو ناوړه ګټه اخلي. دغه سرچینې نوموړی په جنسي ناوړه ګټه اخیستنه تورنوي او وايي چې د کندهار له اوسېدونکو سره د هغه د تړاو له امله داسې څوک نشته چې نوموړی د روغتیا په برخه کې د خپلو ژمنو د نه عملي کولو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.

د سرچینو د ادعا له مخې، همایون عابد د روغتیايي کارکوونکو په ځورونه تورن دی او له ځینو کارکوونکو یې جنسي غوښتنې هم کړې دي. په دې راپور کې د سرچینو د خوندیتوب لپاره په دې اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه شوې ده.

په فیض‌اباد کې سرچینې ادعا کوي چې د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکې موسسې د رییس خسر هم څه موده مخکې د طالبانو د استخباراتو او د دې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبانو له خوا د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې په تور نیول شوی و؛ خو له ۱۰ ورځني بند وروسته د طالبانو له خوا خوشې شوی او خپلې دندې ته یې دوام ورکړی دی. د سرچینو په وینا، له دې وروسته د دغې موسسې ولایتي دفتر هم د څه مودې لپاره د طالبانو د استخباراتو له خوا تړل شوی و.

دغه روغتیايي سرچینې له طالبانو غواړي چې دا موضوع په جدي او هر اړخیز ډول وڅېړي او اجازه ور نه کړي چې خلک تر دې ډېر له کړاوونو او ستونزو سره مخ شي.

سرچینې ټینګار کوي چې د دغې موسسې ولایتي مسوول جبیر هم په فساد او د کارکوونکو له مجبوریتونو په ناوړه ګټه اخیستنه کې لاس لري، هېچا ته ځواب ویونکی نه دی او خپلو زورزیاتیو ته دوام ورکوي. سرچینې نوموړی هم په جنسي ناوړه ګټه اخیستنه تورنوي او وايي چې په دې برخه کې یې د ځینو کسانو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخلي.

د سرچینو په وینا، د بدخشان د طالبانو د عامې روغتیا رییس د دې ولایت یو ملا دی او د کندهاري طالبانو پر وړاندې چندان واک نه لري او همداراز د خپل ځان او خپلو نږدې کسانو د پاتې کېدو لپاره د دغې موسسې له کړنو ملاتړ کوي. د دوی په وینا، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې په بدخشان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول نږدې تر صفر پورې راکم شي.

سرچینې وايي چې په بدخشان کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس قاري عتیق د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره داسې اقدامات کوي چې د دوی په وینا، د دې ولایت د خلکو له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د سرچینو د ادعا له مخې، نوموړی ځکه د همایون عابد او دې موسسې ملاتړ کوي چې خپل درې موټر یې دې موسسې ته په کرایه ورکړي او یو شمېر نږدې کسان یې هم په دې اداره کې ګومارل شوي دي.

همداراز، باوري سرچینې تاییدوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دغې موسسې یو تمویلوونکی دی. د سرچینو د ادعا له مخې، په بدخشان کې د یونیسف مسوول ډاکټر ظاهر فاضل خپل زوم د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکې موسسې د اجراییوي مسوول په توګه ګومارلی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی له همدې امله د یونیسف مرکزي دفتر ته ناسم راپورونه ورکوي او د «اس‌ډي‌او» موسسې نیمګړی فعالیت مثبت ښيي.

په همدې حال کې، د دغه ولایت یو شمېر روغتیايي کارکوونکي چې د دغې موسسې له خوا د کار د کمښت او ورته د اړینو اسانتیاوو د نه برابرولو له امله یې له خپلو دندو استعفا ورکړې، د «اس‌ډي‌او» موسسې د رییس پر کړنو نیوکه کوي او وايي چې د دغې موسسې د مسوولانو د ناسم او نامناسب چلند له امله یې له خپلو دندو استعفاوې کړې دي او د دوی د شکایتونو د اورېدو لپاره هم هېڅ مرجع نه وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د بدخشان اوسېدونکو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو چې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول نږدې تر صفر پورې راکم شوي او د بدخشان ولایتي روغتون هم د فلج کېدو له ګواښ سره مخ دی. د دوی په وینا، یو شمېر پلي کوونکې موسسې د لګښتونو د زیاتولو او له بودجې د ډېرې برخې اخیستو په لټه کې دي چې له امله یې هم د خدمتونو کیفیت او هم کاري بهیر له کمښت سره مخ شوی دی

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.