۸صبح، لغمان: طالبان وايي چې په لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې یو کس مړ او نهه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو سهشنبه د وږي پر ۳۱مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د لغمان په «پادیش» ولسوالۍ کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، فلانکوچ موټر د چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.
د پېښې ټپيان د درملنې لپاره مهترلام روغتون ته وړل شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
په افغانستان کې د ډېرو ترافیکي پېښو لاملونه د موټروانانو بې احتیاطي، ګړندۍ تګ، ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه او د سړکونو خرابوالی ګڼل کېږي.





