۸صبح، تخار: تخار کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ د چاودنې له امله پنځه طالبان مړه شوي دي.
دغه سرچینې وایي، چې چاودنه نن (شنبه د تلې ۳۰) مازدیګر ۰۴:۳۰ بجې شوې ده.
ویل کېږي، چې په دې پېښه کې د اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ټولي قوماندان هم وژل شوی دی.
سرچینې وایي، چې په دې پېښه کې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ ځینې برخې تخریب شوې دي.
دا په دې ولسوالۍ کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړنۍ چاودنه ده.