طالبانو پر اافغانستان د ولکې په ټېنګولو سره د ټولنیزو پروګرمونو پر ښځینه کارکوونکو او ښځينه خبریالانو بیلابیل محدودیتونه ولګول. دغه مېرمنې مکلفې شوې چې د طالبانو په خوښه جامې واغوندي، خبرې وکړې او خبري پېښو ته پوښښ ورکړي. که چېري د دغو مېرمنو جامې او یا خبرې د طالبانو د خوښې پر خلاف وي، ښکاره ده، چې د دې ډلې د رسنیو د څاروونکو له ګواښ سره مخ کیږي. دغو محدمدیتونو ته په پام سره، د خبریالۍ او رسنیو په برخه کې ګڼ شمېر فعالو مېرمنو هېواد پرېښی دی او کډوالۍ ته یې مخه کړې ده.
« زما لپاره د افغانستان د پرېښودو اصلي لامل، د بیان د آزادۍ او د ښځو د آزادۍ له منځه تلل وو، کله چې مو نور نه شوای کولې له هر ډول محدودیت پرته خپل باورونه او نظرونه بیان کړو او نه شوای مو کولی چې د ټولنې واقعیتونه او د خلکو خبرې آزادانه خپرې کړو.»
دا د « طلوع» د خصوصي ټلویزیون د خپرونو د چلوونکې د خبرو یوه برخه ده. طالبانو په ځلونو ورته یادونه کړې وه،چې د خپرونو د وړاندې کولو پرمهال باید دهغوی له لارښوونې سره سمې جامې واغوندي.
د جامو د اغوستلو څرنګوالی هغه څه وو، چې د ټلویزیون پر مخ ټولو راڅرګندېدونکو نجونو ته یې سپارښتنه شوې ده. د دغو محدودیتونو لګول کېدل د دې لامل شوي دي چې د ټلویزیوني خپرونو ګڼې ښځینه چلوونکې افغانستان پرېږدي.
يلدا علي او سهيلا يوسفي، هغه دوی مېرمنې دي چې په دوو خصوصي رسنيو کې په جلا ډول پر کار بوختې وې، يوه يې د ټولنيزو خپرونو چلوونکې او بله يې خبرياله وه. دغه دوه مېرمنې به خپل کار ځای ته د تګ لپاره هره ورځ له يوې لارې تېرېدلې. خو پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره پر خصوصي رسنيو د محدودیتونو د لګول کېدو بېلې تجربې لري.
که څه هم پر هغوی ځيني لګېدلي محدوديتونه سره ورته دي،خو په ځينو برخو کې يو تر بله توپير لري. يلدا په ځلونو مجبوره کړای شوه چې د خپلو جامو د اغوستو په ډول کې بدلون راولي او سهيلا هم هره ورځ خپل کار د خپل کاري دفتر د دروازې په خوله کې د طالبانو له سپکاوي ډکو او توهينوونکو خبرو سره پېل کاوه.
سهيلا داسې ورځې تجربه کړي چې له دفتر نه د رخصتۍ ورځې يې هم د طالبانو له خوښې سره سمې وې.
په رسنيو کې د محدوديت لومړۍ تجربه يلدا په دغه عکس سره پيل کړې ده، لومړنۍ ترخه او سخته تجربه. طالبانو د طلوع ټلويزيون د نشراتو د برخې مدير ته ددغه عکس په لېږلو سره، امر وکړ چې يلدا بايد نور د خپرونې د وړاندې کولو پر مهال دغه پتلون وانه غوندي.
«طالبانو دغه عکس د نشراتو مدير ته لېږلی و او يادونه يې کړې وه چې نور دې دا پتلون نه اغوندي»
يلدا نه يوازې د جامو په څرنګوالي کې بلکې له مېلمنو نه د پوښتنو په کولو کې هم محتاطه وه او د خپرونې له پېلېدو مخکې يې مېلمنو ته يادونه کوله چې د خپلو خبرو په لړ کې د طالبانو ډلې پر خلاف ونه غږېږي. دا وايي:« موږ بايد ډيری واقعيتونو ته پوښښ نه وای ورکړی. د خلکو ډيری خبرې مو بايد سانسور کړي وای. ميلمنو ته مې بايد مخکې له مخکې يادونه کړې وای چې له کومو الفاظو او نظرونو بايد ډډه وکړي. بايد په ټولو کاري صحنو کې مو دې ته پام وای چې زموږ باورونه او نطرونه د طالبانو د لیدلوري مخالف نه وي.»
بل خوا سهيلا يوسفي هره ورځ مجبوره وه،چې د خپل کاري دفتر په دروازه کې له طالبانو سره مخ شي. دا په ځلونو د طالبانو د پلمو جوړولو، سپکاوي او ناسم چلند شاهده پاتې شوې ده. دا وايي:« هلته چې ما کار کاوه، د طالبانو تر راتګ مخکې د ملي امنيت ځواکونو حضور درلود، خو د طالبانو تر راتګ وروسته به د طالبانو د استخباراتو کسان دفتر ته د ننوتو په دروازه کې ولاړ وو. کله مې چې غوښتل د ټلويزيون دفتر ته دننه شم،هلته د طالبانو ځواکونو حضور درلود او هره ورځ به يې پلمه کوله چې ولې مو جامي رنګه دي يامو ټيکری ولې رنګه دی او يا مو ولې ماسک نه دی تړلی»
طالبانو د ۱۴۰۱ کال د غويي پر اولسمه يو فرمان صادر کړچې له مخې يې، ښځې حق نه لري د ټلويزيون پر مخ له ماسک پرته راڅرګندې شي. د دغه فرمان پر بنسټ، ښځې بايد له سترګو پرته خپل ټول ځان او مخ پټ کړي. يلدا مجبوره وه چې د خپرونې په لړ کې د ټولو محدودیتونو تر څنګ ماسک هم وتړي او په نيمايي پټې څېرې سره د صحنې پر مخ را ښکاره شي.
يلدا څرګندوي:« دکار پر مهال موږ اړ وو،چې خپل مخ پټ کړو، موږ بايد د ټولې خپرونې او د خبرو پرمهال ماسک تړلی وای يا مو پر ټيکري نيم مخ پټ کړی وای. خبرې مو نه شوای کولې ځکه آزادانه ساه اخيستل رابانډې بند شوي وو.
د «يک» ټلويزيون خبریاله سهيلا يوسفي هم د ماسک پر تړلو سربېره د رپوټ جوړولو او خبري غونډو ته د تګ پرمهال د نورو محدوديتونه شاهده پاتې شوې ده. مېرمن يوسفي د ښځو د اعتراضونو د پوښښ پر مهال يو ځل د طالبانو امنيتي حوزې ته د تګ تجربه هم لري. طالبانو له نيولو وروسته له هغې ژمنه اخيستې ده،چې نور بايد د ښځو اعتراضونو ته پوښښ ورنه کړي.
د دې پر خلاف طالبانو ډيری خبريالانو ته سپارښتنه کوله چې هغو لاريونونو ته پوښښ ورکړي چې د دې ډلې په ګټه دي. مېرمن يوسفي څرګندوي:« کله به چې مظاهرې کېدې او ښځو به د خپلو حقونو په تېره بيا د زده کړو او کار د حق د ورکولو لپاره لاريونونه کول، موږ يې د پوښښ اجازه نه لرله. دوی (طالبانو) موږ ته خبرداری راکړې و چې تاسو حق نه لرئ د ښځو مظاهرو ته پوښښ ورکړئ.خو کله به چې چې داسې مطاهرې کېدې چې د دوی په ګټه به وې،موږ ته به يې رسمي بلنليکونه رالېږل او زنګ به يې راواهه چې دغو مطاهرو ته حتمي ورشو. څو ځلې موچې د هغوی د خوښې پرخلاف چلند وکړ او د ښځو مظاهرو ته مو پوښښ ورکړ، زه يې بوتلم او په حوزه کې يې رانه ژمنه واخيسته چې که مې بل ځل د ښځو مظاهرو ته پوښښ ورکړ، مابه له منځه يوسي.
پر دغو ستونزو سربېره، مېرمن يوسفي د خپل جنسيت له امله په خبري غونډو کې له حصور نه بې برخې شوې ده. هغې په څو موردونو کې اړتيا لرله چې د خپل رپوټ د بشپړولو لپاره د طالبانو اړوند مسوولان ته ورشي، خو له دې امله چې ښځه وه، ونه توانېده چې له طالبانو سره مرکه وکړي. دطالبانو وياندويانو په ځلونو چې له هغوی نه د خپلو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي. «موږ په ځلونو د خپل خبر يا رپوټ د بشپړولو لپاره د طالبانو د مرکو اخيستو ته اړتيا لرله، خو کله به چې د طالبانو وياندويانو ته ورغلو، کله به چې خبر شول زه ښځينه خبرياله يم، ويل به يې چې نشته، په داسې حال کې چې نارينه خبريالانو ته به يې ځوابونه ورکول.کله به چې پوهېدل له دې رسني نه ښځينه خبرياله راغلې ده، ويل به يې چې هېڅ نشته او يا وخت نه لري.»
اوس يلدا علي او سهيلا يوسفي دواړې شاواخوا دوه مياشتې کيږي چې مجبورې شوې دي، د طالبانو له لوري د لګول شويو محدويتونو او پر ښځینه خبريالانو د لوړو امنيتي ګواښونو له امله افغانستان پرېږدي او په نورو هېوادونو کې پناه واخلي. يلدا علي وايي، چې د ښځو د آزادۍ او د مفکورو د بيان د خپلواکۍ د نشتوالي له امله يې افغانستان پرېښی دی.:« پر دغو ټولو محدودیتونو سربېره زه يوه ښځه وم او له هر لوري راباندې محدودوونکي فشارونه وو.»
سهيلا يوسفي هم د امنيتي ګواښونو له امله چې دې او کورني ته يې ورپېښ وو، مجبوره شوې چې افغانستان يوه اروپايي هېواد ته د تګ په نيت پرېږدي:« يوازېنی لامل چې افغانستان مې پرېښود، د کاري او ځاني خونديتوب نشتوالی و.»
بلخوا سهيلا يوسفي او يلدا علي يوازينی هغه کسان نه دي چې پر ښځينه خبريالانو د خپرونو پر کوربنو د طالبانو د ورځ تر بلې زياتېدونکو محدود يتونو له امله يې افغانستان پریښی دی. سلګونه داسې نور خبريالان شته چې اوسمهال له ګنو ستونزو سره د پاکستان او ايران په ګډون په ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي او هغو هېوادونو ته سترګې پرلار دي چې وکړای شي هلته خپل کار ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې نجونو او ښځو ډيرې ستونزې وګاللې څو وکړای شي رسنيو ته د خبریالې او د خپرونې د چلوونکې په توګه لاره پيدا کړي. خو پر هېواد د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته هغه ټولې موخې چې خپلې راتلونکې ته يې لرلې او دغه راز د هغوی څوکلنې کاري تجربې ناڅابه له منځه ولاړې. ډیری دغه مېرمنې اړې شوې چې په کورکېنی او يو شمېر نورو يې افغانستان پرېښی دی.
د بشري حقونو بنسټونو په ځلونو په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو پر ځپلو او ګواښلوراندېښنه څرګنده کړې ده. خو تر اوسه دغو اندېښنو کومه مثبته پايله نه ده لرلې. پر دې سربېره، د خبريالانو ملاتړو بنسټونو هم په ځلونو د خبريالانو د نيولو او ګواښلو خبر ورکړی دی او له طالبانو يې غوښتي دي چې له خپلو دغو سختو تګلارو لاس واخلي. خو طالبانو هېڅ يوې دغې غوښتنې ته پاملرنه نه ده کړې.
اوسمهال لسګونه خبریالانې او ډ خپرونو چلوونکې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د دغو محدودیتونو لمن پراخيږي.
تر دې چې په ترټولو تازه مورد کې طالبانو نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې په کانکورازموينه کې ژورناليزم وټاکي. په افغانستان کې ګنې نجونې د خبريالۍ او تصويري رسنيو ته د لار موندنې لېواله دي، خو طالبانو د ژورناليزم پوهنځيو ته د هغوي د تګ مخه نيولې ده. د رپوټونو له خې، يو شمېر دغو نجونو نټه (انکار)کړې او ويلي يې دي چې لېوالتيا نه لري په نورو مسلکونو کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.