په تخار ولایت کې سرچینې د طالبانو مستوفي محمد رفیق فاروقي په اداري او مالي فساد، خپلوۍ پالنې، قومي تبعیضي چلند او پر کارکوونکو په فشار راوستلو تورنوي .د سرچینو په وینا، نوموړي د عوایدي برخې یو شمېر بستونه خپلو خپلوانو ته سپارلي او د هغه د فشارونو له امله لږ تر لږه نهه کارکوونکي چې یو شمېر یې تاجیکان دي، اړ شوي چې استعفا وکړي. د سرچینو په وینا، یو شمېر نور کارکوونکي له خپلو بستونو تنزیل یا تبدیل شوي دي. سرچینې همداراز د عامه شتمنیو د حیفومیل او د شخصي لګښتونو لپاره د دولتي امکاناتو له کارولو شکایت کوي. د سرچینو په وینا، نوموړی ترکمن او د فاریاب ولایت اصلي اوسېدونکی دی.
سرچینې وايي چې د طالبانو دغه ځایيي چارواکي خپل لومړی اوښی کفایتالله نظري د مالیاتي حوزې د عمومي مدیر په توګه ګومارلی دی. د سرچینو په وینا، نظري د بلخ ولایت اوسېدونکی دی.
همداراز، سرچینې وايي چې د کفایتالله اوښی غیبالله د جعلي تذکرې په جوړولو سره د ینګېقلعه ولسوالۍ د عوایدو مدیریت د خزانهدار په توګه ټاکل شوی او په مستوفیت کې له رسمي خدمتي مکتوب پرته دنده ترسره کوي.
همداراز ویل کېږي چې نوموړی، د طالبانو د مشر د فرمان خلاف، له څو نورو کسانو سره یوځای شپې په مستوفیت کې تېروي؛ حال دا چې د هبتالله د لارښوونې له مخې د طالبانو ځايي چارواکو او د هغوی اړوندو کسانو ته په دولتي دفترونو کې د شپې د اوسېدو اجازه نشته. سرچینې ټینګار کوي چې په تخار ولایت کې د طالبانو د فرمانونو د څارنې او تعقیب ریاست پلټونکو ته هم ناسم معلومات ورکړل شوي دي؛ په داسې حال کې چې دغه کسان شپې د مستوفیت په ودانۍ کې حضور لري.
دغه سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو مستوفي خپل دویم اوښی هم د خدماتي کارکوونکي په توګه ګومارلی دی؛ خو د سرچینو په وینا، دغه کس خپل ډېر وخت د خپلې خور یعنې د مستوفي د مېرمنې په خدمت کې د دغه ځايي طالب چارواکي په کور کې تېروي.
سرچینې همداراز ادعا کوي چې نوموړي له یوې ۱۴ کلنې نجلۍ سره هم واده کړی او دغه نجلۍ اوس د تخار په دارالعلوم کې زدهکړې کوي. د سرچینو په وینا، دغه ځايي طالب چارواکي د خپلې مېرمنې ورور چې شیرزی نومېږي، هم په تذکره کې د عمر له بدلولو وروسته په خپله فابریکه کې پر دنده ګومارلی دی.
سرچینې ادعا کوي چې نوموړی د فاریاب او نورو ولایتونو ته د خپلو اوونیزو سفرونو لپاره له دولتي تېلو او موټره هم استفاده کوي او لګښت یې د مستوفیت له عوایدو ورکوي. د سرچینو په وینا، نوموړي د تېر کال په لړم میاشت کې د مستوفیت له بڼه ټول راټول شوي بادام په تالقان او فاریاب کې خپلو کورونو ته لېږدولي دي.
سرچینې زیاتوي چې نوموړی د مستوفیت له کارکوونکو بډې اخلي او که څوک د هغه غوښتنې ونه مني، له مخالفت سره یې مخ کېږي او یا هم تبدیل، تنزیل او په پای کې اړ کېږي چې استعفا وکړي. د سرچینو په وینا، په همدې تړاو د دغه ځایي طالب چارواکي د فشارونو له امله د دې ادارې یوه کارکوونکي هم استعفا ورکړې ده.
سرچینې نوموړی په تکبر او غرور هم تورنوي او وايي چې له کارکوونکو سره مناسب چلند نه کوي او قومي او له تعصبه ډک چلند هم لري. د سرچینو د ادعا له مخې، د تخار مستوفیت ډېری هغه کارکوونکي چې تاجیکان وو، له خپلو بستونو تنزیل یا تبدیل شوي یا هم استعفا ته اړ شوي دي.
د سرچینو د ادعا له مخې، د مالیاتو حوزې پخوانی عمومي مدیر فرید احمد ابراهیمي چې په قوم تاجیک دی، د فاروقي د فشارونو له امله استعفا ته اړ شوی او له هغه وروسته د دغه ځايي طالب چارواکي اوښی د مالیاتي حوزې د عمومي مدیر په توګه ګومارل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې په قوم تاجک د مالیاتو د ارزونې مدیر سید اکبر مطهري هم د فشارونو له امله استعفا ته اړ شوی دی. د سرچینو په وینا، د هغوی په استعفا لیکونو کې د استعفا اصلي لامل نه دی یاد شوی او نور لاملونه پکې لیکل شوي، څو داسې وښودل شي چې هغوی د شخصي فشارونو له امله استعفا نه ده ورکړې.
د سرچینو په وینا، بلال عثماني چې د پلټنې په مدیریت کې یې دنده ترسره کوله، د هزارسمج د عوایدو مدیریت ته تبدیل شوی دی. نوموړی هم تاجیک دی. همداراز، په قوم تاجک د انسجام عمومي مدیر عظیمالله خاموش لومړی د پلټنې عمومي مدیریت ته تبدیل او وروسته د نمکآب د عوایدو مدیریت ته په ټیټ بست کې تبدیل شوی دی.
د سرچینو د ادعا له مخې، جواد ابدیار د راپور ورکولو د مدیرله بسته تنزیل شوی او د چک ماموریت ته تبدیل شوی دی. همداراز، عبدالخبیر چې تاجیک دی، له پنځم بسته شپږم بست ته را ټیټ کړل شوی دی. د سرچینو په وینا، امینالله غفوري چې تاجیک دی، د مالیاتو د دویمې حوزې له عمومي مدیریته بادغیس ولایت ته تبدیل شوی دی.
سرچینې وايي چې د کنټرول عمومي مدیر عبدالاسلام له خپل بسته تنزیل شوی او پنځم بست ته تبدیل شوی دی. د سرچینو په وینا، حبیبالله شیرزاد، میر نثار، حاجي حمیدالله، صبغتالله، داوود محمدي او اختر محمد ایوبي، چې تاجیکان دي، استعفا ته اړ کړل شوي دي. همداراز، قاري زینالدین شایق له څلورم بسته پنځم بست ته راټیټ کړل شوی دی.
سرچینې وايي چې د تخار اوسېدونکي د عامه شتمنیو له حیفومیل، د خلکو د ملکیتونو له غصب او په دغه ولایت کې د طالبانو له قومي او ژبني تبعیضي چلنده په تنګ شوي او وايي چې د نظم او ادارې په نوم هېڅ څه نشته.
همداراز، سرچینې زیاتوي چې د طالبانو یوه پلاوي په بدخشان کې د دې ډلې په مستوفیت کې د کارکوونکو د استعفاوو د څېړلو لپاره په دې وروستیو کې تخار ته سفر کړی او د دغو کارکوونکو د شکایتونو څرنګوالی هم څېړي. د سرچینو د ادعا له مخې، احتمال شته چې د طالبانو دغه مستوفي له کارکوونکو سره د ناسم چلند، تبعیضي چلند او له خپلو واکونو د ناوړه ګټې اخیستنې له امله له تخاره تبدیل شي.
دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې وړاندې په بدخشان کې د طالبانو په مستوفیت کې هم یو شمېر کارکوونکو په ډلهییز ډول استعفاوې ورکړې وې. د سرچینو په وینا، د بدخشان د طالبانو مستوفي له دغو کارکوونکو سره ناسم چلند کاوه او تبعیض یې ورسره روا باله؛ په پای کې هغوی استعفا ته اړ شول.
تر دې وړاندې هم سرچینو د تېر حکومت پر کارکوونکو د طالبانو د فشارونو د زیاتېدو خبر ورکړی و. د سرچینو په وینا، طالبانو په بېلابېلو پلمو پر پخوانیو کارکوونکو فشارونه زیات کړي او دغه چلندونه تر ډېره قومي، ژبنیز او سمتي اړخونه هم لرلي دي.


