۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان وایي، طالبانو په غیرقانوني توګه د ملکیانو په نیولو او ځورولو سره د بشری حقونو د سرغړونو نوی پړاو پیل کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان دوشنبه د کب پر لومړۍ نېټه په یوه ټویټ کې لیکلي، داسې رپوټونه شته چې د نیول کېدو پر مهال ملکي خلکو وهل ټکول کېږي.
دغه بنسټ د هېوادونو له چارواکو غوښتي له طالبانو وغواړي، چې له بشري حقونو څخه سرغړونې پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا د خپلسرو نیولو یوه بله څپه پیل شوې ده.
دې ډلې په وروستیو ورځو کې له کابل او تخار ولایتونو څخه د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار د بندیز یو شمېر منتقدان نیولي دي.
په وروستۍ پېښه کې طالبانو په پنجشېر ولايت کې درې تنه له مقاومت جبهې سره د همکارۍ او د وسلې لرلو په تور نيولي دي.