که څه هم طالبانو ادعا کوله چې د دوی د رژیم په رامنځته کېدو او په کوچنیو جرمونو د سختو بندیزونو په لګول کېدو سره په لویو ښارونو کې وسله والې غلاوې کمې شوې، خو د لارو پرسرغلا وې لاهم په خپل زور کې پاتې دي. د هېواد لوی ښارونه په ځانګړې توګه کابل، بلخ، هرات، ننګرهار او ځيني نور ولایتونه هره ورځ د وسله والو غلاوو شاهدان وي. دغه غلاوې کله ناکله د وژنې لامل هم کیږي. په دې وروستیو کې وسله والو غلو په مزارشریف ښار کې یوه ځوانه نجلۍ د ځیرک ټيلفون د غلا کولو په پار ووژله. د وژل شوې نجلۍ کورنۍ د خپلې لور د وژنې د عاملانو د نیول کېدو او په سزا رسېدو غوښتنه کوي. تردې مهاله وسله والو طالبانو د دغې ځوانې نجلۍ د وژنې په تړاو څوک نه دي نيولي.
د دغې ځوانې نجلۍ د خپلوانو د څرګندونو له مخې، هغه حبیبه نومېده او ۲۴ کلنه وه. حبیبه رحیمي شاوخوا درې کاله وړاندې له قابله ګۍ فارغه شوې وه او د بلخ ولایت په رهنورد روغتون کې یې دوه کاله د قابلې په توګه دنده ترسره کړې وه، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو او د ښځو پر فعالیتونو د محدودیتونو په لګول کېدو سره یې خپله دنده له لاسه ورکړه. د حبيبې کوژدن وايي، د طالبانو له لوري د بلخ په نیول کېدو سره، هغې د ښار په یوه سینګارځای کې د ورځنۍ لاسګټې په بدل کې کار کاوه او له دې لارې یې لږ عاید ترلاسه کاوه.
حبیبه دوه کاله وړاندې له محمد شریف سره کوژدن شوې وه. دغې ځوانې جوړې د ګډ ژوند لپاره ډیر ارمانونه او هیلې لرلې، خو هېڅ یوه هیله یې پوره نشوه. د حبیبې کوژدن محمد شریف له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دغه ځوانه نجلۍ د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه د سهار په شاوخوا اتو بجو د مزارشریف ښار په نهمه ناحیه کې خپل کار ځای ته د تلو پر مهال د وسله والو غلو له لوري ووژل شوه. محمد شریف زیاتوي، چې د ده مېرمنې له غلو سره مقاومت وکړ او وسله والو غلو پر ښي غوږ په مرمۍ ووېشته او ویې وژله.د هغه په وينا، غله د حبيبې د ځیرک ټيلفون له اخېستو وروسته له سیمې ولاړل.
د حبیبې همکارانې سلما او زهرا د هغې د وژل کېدو پرمهال ورسره یوځای د خپل کار پر لور روانې وې. سلما له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:« لومړی دوو کسانو چې پر موټر سایکل سپاره وو،غوښتل چې زموږ څنګ ته ډیر نږدې په تېزۍ سره تېر شي.خو کله چې مو د موټرسایکل غږ واورېد، زه حبیبه او زهرا فرعې او پلې لار ته شوو. څو شېبې وروسته هماغه مشکوک موټرسايکل بيا زموږ مخې ته راغی، په ډېر سرعت زموږ پر لور را روان و، پر موټرسايکل د سپاره دويم کس په لاس کې مو تمانچه ولیده، ما او زهرا په لوړ غږ چيغې کړې چې موږ وژغورئ.» سلما زیاتوي: «کله چې مو د موټرسایکل سپاره کس په لاس کې تمانچه ولیده، په ژړا او چیغو سره مو تېښته پیل کړه، خو حبیبه د دغه حالت په لیدو وېرېدلې وه او ویې نه کړای شوې چې وتښتي.»
سلما زياتوي، چې وسله والو غلو خپل موټرسايکل ودراوه او پر حبيبه يې بريد وکړ، څو د هغې ټليفون او لاسي بکس وتښتوي، خو حبيبې ورسره مقاومت وکړ. د دغې عيني شاهدې په وينا، وسله والو غلو حبيبه پر ښي غوږ په مرمیو ووېشته او له هغه ځايه وتښتېدل. سلما دغه راز څرګندوي، کله چې یوه وسله وال غله پر حبیبې ډزې وکړې، هغه د سړک پرغاړه ولوېده او روغتیایې وضعیت یې په بشپړه توګه خراب شوی و. د پېښې په ځای کې خلک راټول شول او څو شېبې وروسته، سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله.
د حبیبې کوژدن محمد شریف وایي، د حبیبې د وژل کېدو پر مهال په حیراتان کې پر دنده بوخت و او د خپلې کوژدنې پر وژل کېدو د خپلو ملګرو له لوري خبر شوی دی. محمد شریف زیاتوي: « هغه شیبه مې چې د خپلې کوژدنې د وژل کېدو خبرمې واورېد، ټکان مې وخوړ او له هغه وخت راهیسې مې ژوند مې په بشپړ ډول تیاره شوی دی»
د حبيبې خپلوان د وسله والو طالبانو له امنيتي مسوولينو غواړي چې د دغې ځوانې نجلۍ د وژنې عاملين ژر تر ژره پیدا او ونيسي او دغه راز د موټرسايکل سپرو غلو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي. که څه هم د طالبانو ځواکونه د څېړنو د دوام خبر ورکوي، خو تر اوسه د حبیبې د وژنې په تړاو یې څوک نه دي نیولي.
یوازې بلخ د وسله والو غلاوو شاهد نه دی، بلکې د هېواد نور لوی ښارونه هم هره ورځ لږ تر لږه د لارې پر سرد یوې غلا د پېښې شاهد وي. د هرات ښاريان هم د وسله والو غلاوو له زياتوالي څخه شکايت کوي او وايي، چې موټرسايکلونه، ځیرک ټيلفونونه او د نجونو او ښځولاسي بکسونه له غلو خوندي نه دي. پر دې سربېره، د هیواد په پلازمینه کې هم ښاري نظم هغسې نه دی لکه څنګه چې ورته اړتیا ده. د تلاشۍ تر نامه لاندې د کورونو لوټل، په مسافر وړونکو موټرو کې د ټيلفونونو او نغدو پیسو غلا کېدل او د وسله والو غلو لار شکونې هغه موردونه دي، چې هېوادوال ترې شکایت کوي.