طالبان پلان لري چې افغانستان کې یو توتالیتاریستي(تمامیت غوښتوونکي) حکومت جوړ کړي. باید د منطقې قدرتونه د افغانستان د خپلواک حکومت څخه ملاتړ وکړي. خو د لویدیځ ډیری رسنۍ د افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکې ګټو ته په تاریخي،امنیتي،اقتصادي او ډیپلوماتیکو لحاظو او همدا ډول واشنګټن او شریکانو ته یې د راتلونکو پیامونو پربنا تر خبري پوښښ لاندې نیسي.اما د افغانستان څخه دامریکا وتلو ډیر تاثیربه په افغانستان او ګاونډیو باندېپریوځي، په ځانګړي توګه په نږدي ګاونډیانو لکه: چین، هندوستان او روسیه چې دنړۍ د ډير جمعیت لرونکې هیوادونه دي اوښایي چې په راتلونکې کې د نړۍ لوی قدرتونه واوسي.
دا دحیرانتیا ځای نه دی چې لویدیځې رسنۍ په ځانګړي توګه د امریکا رسنۍ دافغانستان څخه د امریکایی قوتونو وتل د تروریزم سره د هغې جګړې پای بولي چې دوه لسیزې مخکې پیل شوی ده او دوی مدعی دي چې د نړۍ څخه یې دتروریزم بنسټونه له منځه وړي دي. هغوي نوردطالبانو دظلم څخه ګزارش نه ورکوي او هغوی دیوې سیاسي ډلې په توګه نندارې ته ږدي. دې جګړې ته دپاي ټکي ایښودل چې د۲۱ مې پیړۍ په پیل کې پیښ شو د واشنګتن دنوې طریقي ښکارندوی کوي چې تروریزم په دوو برخوا وویشه. یو یې نړیوال تروریزم اوبل یې سیمه ییز شبکې دي چې دامریکا رویه د دې دواړو سره متفاوت دي.
په خواشینۍ سره چې دا ډول فکري لید افغانستان او ګاونډیانو ته یې په ډير قیمت سره تمامیږي. کفایت کوي له هغه څه څخه یادونه وکړو چې امریکایې ديپلوماتانو ۱۸ میاشتې د افغانستان حکومت په پام کې نه نیولوسره په پټه طالبانو سره خبرې درلودي. تر څو وتلو ته راضي شول. دا اقدام دافغانستان حکومت ته سخت تمام شو اوپه ناچارۍ سره یې په زرګونه طالب زندانیان یې ازاد او دطالبانو ډله یې په رسمیت وپیژنده طالبانو د دې پیښې څخهپه ګټې اخیستنې کوښښ کوي تر څو دخپلو وسله والو په ذریعه بیاځلي اسلامي امارت ته شکل ورکړي.
د طالبانو سره د خبروکولو مفکوره نوي نه وه، ځکه مخکني جمهور رییس(حامد کرزي) هم په۲۰۰۱ کال کې دطالبانو سره مذاکرات لرل په پیل کې په دې ډاده وه چې طالبانو خپل سبق اخیستی ده. په(1990) کال کې د امارت ناکامي، دالقاعده سره داړیکوساتل او دنړۍ سره داړیکو دپریکوڼ څخه دوی سبق اخیستی وي. پاکستان چې دطالبانولارښود او اصلي ملاتړی وه، وښوده چې طالبانو دسیاسي تجربې، حکومتولۍ او دیپلوماسۍ تجربه نلرله او اوس خپلو سهوو ته متوجه شوي ده.
په زړه پورېدا وه چې دطالبانو او واشنګټن تر منځ د۲۰۲۰ دفبروري ناسته دافغانستان دجګړې دحل په موخه ګام اخیستل نه وه،بلکې یواځې دخپلو قواو دوتلوپه تړاو یې پریکړه وکړه، چې د وحشت او تروریزم دملاتړ لامل وګرځید. دې هوکړې نه یواځې دا چې طالبان یې دسولې په لړۍ کې شریک کړل، هغوي یې دیوې سیاسي ډلي په توګه په رسمیت وپیژندل، اسلامي امارت ته یې د وحشت ناکې مخینې لرلو سره سره دافغانستان په حکومت چې د اساسي قانون او نړیوالو قوانینو پر بنا جوړ شوی لومړیتوب ورکړ.
عجیبه خو دا دی چې دامریکا حکومت په افغانستان کې دطالبانو لخوا حتی د دوحې دخبرو په مهال د وژنو او وینو تویولو سره هیڅ ډول ستونزه نلري او دافغانستان په ښارونو کې د لسګونو انتحاري بریدونو اوتروریستي حملوسرهسره هم واشنګتن دخبرو لړۍ ونه دروله. دمذاکراتو په لړۍ کې به طالبانو د انتحاري بریدونو مسوولیت هم منه بیابه یې څو ورځې وروسته بیرته دسولې په تړاو خبرو کولو ته دوام ورکړ.
طالبانو د دوحې دهوکړه لیک او دامریکې دفشار په نتیجه کې وتوانید چې خپل (۵۰۰۰) زنداني جنګیالي ازاد کړي او دهغوي څخه اکثریت یې دامنیتې قواو لخوا دتروریستي بریدونوپه مهال نیول شوی او زنداني شوی وه ، چې هماغه آزاد شوي زندانیاناوس بیرته د افغان امنیتي قواو په مقابل کې جنګیږي.
طالبانو د هغه هوکړه لیک اودخپلې هغې کامیابی څخه په ګټه اخیستنې اوس بیا دخپلو زندانیانو دخلاصیدو غوښتنه کوي؛په داسي حال کې چې د دوی مشرانو د سیمې په هیوادونو کې شتون درلود او دسولې په مهمو بحثونو کې برخه اخیستله،خو د دوی جګړه مارو به خپلو بریدونو ته دوام ورکو.
دطالبانو وسله وال حاضر نه دي چې د یو وخت لپاره هم جګړې څخه لاس واخلي، اما مشران یې غواړي چې نومونه یې د تور لیست اوتحریم څخه ووځي.
شواهد ښیي چې طالبانو د۱۹۹۶ کال په پرتله کوم بدلون نه دي موندلياو دا درې اړخیزه ارزونهد دې تروریستي ډلې څهره ډیره ښه توضیح کوي:
لومړی: دهشت ګردي او تروریزم د طالبانو تکیه: د۲۵کلو په تیریدو سره هم لا دا ډله جګړه کوي او لکه دجګړې ماشین عمل کوي. د دوي دا یون لکه IRA ایرلند دی خو د سیاسي ضلعې په نه لرلو سره.
څرنګه چې د دوحې په هوکړه لیک کې ژمنه شوی وه او دوی اعلان وکړ چې دالقاعدې سره یې اړیکې پري دي، او ملګرو ملتونو ته هم د دوی داړیکو دپریکوون څخه ګزارش شوی وه، خو لا تراوسه دالقاعدې سره اړیکې او او دهغوی نفوذ دطالبانو په منځ کې لیدل کیږي. دپاکستان تروریستي ډلې لکه: دپاکستان دطالبانو تحریک،طیبه لښکراو خيني نور دطالبانو سره تاریخې اړیکي لري. او لا هم دهغوی یوشمیر اغیزمن کسان د طالبانو په منځ کې موجود دي. په ټول افغانستان کې سلګونه اویا زرګونه پاکستاني، عربي او دمرکزي آسیا جګړه ماران دطالبانو په لیکو کې فعالیت کوي.
دوهم:دطالبانو د حکومتولۍفرهنگ تغیر نه دی کړی: هغوی د مدرن او د موکراتیک نظام څخه نفرت لري او هیڅکله دا نفرت نه پټوی چې دوی دیو تو تالیتر او د دوی په محوریت کې دنظام جوړولو غوښتونکي دي. او دوی داسېښیي چې د افغانستان اوسنی حکومت دي ړنګ،په شریعت متکی سیستم او یا حکومت ديجوړ شي.
طالبانو په طالبانی فعالیتونو لاس پوری کړی ده، د مثال په توګه د نجونو ښوونځي یې تړلي او ښځو ته یې محدودیتونه جوړ کړی دي. هغوی علاقه مند دي چې هر ډول تمدن، پرمختګ، زدکړو، او دمدني ټولنو قوت په شاه وتمبوي. خپلوایډیالوژیو کې د پرمختګ راوستلو او بدلون پر ځای په هدفمندو وژلو لاس پورې کوي، روڼ اندي، معلمین، خبریالان او متخصص کسان وژني. هغوي سړکونه، پلونه مخابراتي سیستم بندونه خپل هدف ګرځولي، غواړي چې افغانستان پرمختګ ونکړي او د (حجر) پیړي ته یې نږدي کړي.
دریم: د پاکستان سره دطالبانو اړیکې نه شلیدونکي دي: د طالبانو رهبرانو چې د جنګیاليو رهبري کوي د پاکستان په مدرسو کې زده کړې کړی او دوی دخپلو پاکستاني ایډیالوژیکو استادانو څخه دستور اخلي.په زړه پوري خو دا دي چې همدا دطالبانو استادان په خپل ملک کې دموکراسی لپاره مبارزه کوي اما دافغانستان لپاره د دموکراسی پیرزونیه نلري.
طالب جنګیالیو خپلې نظامي زده کړي د پاکستان دمسلح قواو لخوا بشپړې کړي او پاکستاني قواوي غواړي چې په طالبانو باندې د خپل نفوذ په ساتلو سره د خپل هیواد دننه پشتونیزم کنترول کړي او دا کار په افغانستان کې د استراتیژیک ژورتیا(عمق) ته په لاس رسۍ کې ممکن دی.
سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې دافغانستان ډيرې برخې تر تصرف لاندې دي اوپه کې حکومت کوي، بیا هم د دوی درهبرۍ مرکزونه په پاکستان کې دي، نه د افغانستان په خاوره کې. پاکستان پر طالبانو ډیر نفوذ او اغیزه لري او کولی شو دحزب الله سره چې تهران پرې نفوذ لري پرتله کړو. په دې کار کې دتهران په انډول اسلام آباد ډیره ګټه اوچته وي او دا له دې امله ده چې دطالبانورهبران په پاکستان کې پټنځایونو ته اړتیا لري.
دپاکستان امنیتي ادارې هغه طالبانو ته چې د دوي له اوامرو څخه اطاعت نکوي،سزا ورکوي. ملا عبدالحی برادر کلونه په پاکستان کې زنداني وه، دملاعمر ځای ناستي ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې و وژل شواو بیا پاکستاني مشران د مذاکرې میز تهد طالبانو د راوستلو ادعا کوي. دا په داسي حال کې ده چې طالبان وایې هغوی خپلواک دي او کولی شي په خپله تصمیم ونیسي. د طالبانو په اړوند د دې مسایلو درکول ډير ضروري دي. په همدې ډول دا موضوع د چین، هند، روسیې او سیمه ییزو قدرتونو باندې اغیزه لري.
چین (بجینگ) په دې هکله سوچ کوي چې د اسلامي تروریزم د کنترول په موخه چې بجینګ ته یې د یوغوریانو په موضوع کې ستونزي جوړي کړي، خپله قوا افغانستان ته راولیږي.
که چیرته دچین او لویدیځ تر منځ سړه جګړه مخ په زیاتیدو شي، افغانستان به د چین لپاره اساسي مرکز وي. څرنګه چې د مرکزی آسیا ډیری پانګه اچونکي ترکان دي نو د چین په وړاندې د مرکزي آسیا د ترکانو جهادهم له پامه نه غورځیدونکی دي.
روسیې په ډيرې بې باکۍ سره کوښښ کړی چې افغانستان کې د طالبانو واک بیا ځلي را ژوندی کړي، خو افغانستان سوریه نه دی، څرنګه چې کرملین په سوریه کې قدرت لري په افغانستان کې یې نلري. هیڅوک په افغانستان کې د روسیې نظامي قدرت نه غواړي او روسیه هم په دې تړاو د خپل ملک سیاسي ملاتړځان سره نلري او نه هم دومره داقتصادي قدرت څخه برخمنه ده.
په دې ډله کې هندوستان یواځنی ملک دي چې د طالبانو په منلو کې یې هیڅ کوښښ نه دی کړی.کورنیو ستونزې په تیره د کورونا ناروغي د دې لامل شوی چې قدرت ته د طالبانو درسیدلو لپاره هیڅ ډول اقدام نه دی کړی، اما نشي کیدي چې په افغانستان کې د یو نظام د ناکامۍ په وړاندي بې تفاوت پاتي شي.
بجینگ، نوی ډهلي او روسیه باید دافغانستان دڅلویښت کلنو جګړو څخه سبق واخلي او دیو خپلواک حکومت څخه په افغانستان کې ملاتړ وکړي تر څو په خپله وکولی شي دخپل هیواد او خلکو څخه ساتنه وکړي او د بهرنیو لخوا د تحمیلي اوتپل شوو جګړو په وړاندې مقاومت وکړي.همداسي حکومت بیا کولی شي چې دخپلوګاونډیو هیوادونو امنیتي موضوعات هم تضمین او دامریکایې قواو دوتلو دخطرونو څخه ځان او ګاونډیان په آمان کې وساتي. ګر چې امریکا ادعا لري چې طالبان افغاني ډله ده او د القاعدي په شان دامریکې او نړۍ په امنیت تاثیر نلري.اما واقعیت دادی چې طالبان ټولې نړۍ ته خطر دی.