۸صبح، کابل: په کابل کې سرچینې په بنګلهدېش کې «د ښځو لپاره له اسیايي پوهنتون (AUW)» څخه د محصلانو د اېستلو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو یکشنبه د وږي پر ۲۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د محصلانو اېستل وروسته له هغې زیات شوي چې ځینو محصلانو د پوهنتون د خوړو د کیفیت په تړاو د اعتراض په توګه د دغه پوهنتون ملاتړو بنسټونو ته برېښنالیک واستاوه.
سرچینې زیاتوي: «د ۱۶۰ نجونو یوې ډلې وروسته له هغې چې د خوړو په اړه یې د پوهنتون کوریایي ملاتړو ته اعتراضي برېښنالیک ولیږه، د پوهنتون له لوري ورته د ایستلو ګواښ وشو.»
سرچینې وايي چې پوهنتون اوسمهال محصلانې په بېلابېلو پلمو وباسی.
د سرچینو په خبره، که دا محصلانې افغانستان ته ستنې شي، نور به پوهنتون ته د بېرته ستنېدلو فرصت ونه لري او په دغه پوهنتون کې به یې کلونه زدهکړې نیمګړې پاتې شي.
سرچینې زیاتوي چې د لګښتونو د کمولو په موخه د پوهنتون پرېکړه، په ځانګړې توګه د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، ښايي له مالي پلوه د پوهنتون لپاره اغېزمنه وي؛ خو د سرچینو په خبره، په افغانستان کې به د ډېرو دغو نجونو پر ژوند منفي اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.





