مېرمن سلطاني څلور کاله مخکې په لومړي ځل غزني کې له یو شمېر نورو نجونو سره د «عروسالبلاد» په نامه د والیبال لوبډله جوړه کړه. هغوی هڅه کوله خلکو ته د ورزش له لارې د نجونو وړتیا وښيي.
مېرمن سلطاني وویل: «زموږ موخه دا وه، چې ټولنه کې د ورزشي لوبو کلتور بنسټیز کړو او ټولو ته یې وښیو چې نجونې هم ورزش کولای شي. زموږ هڅه دا وه، چې وښیو نور دې نجونو ته د دویم جنس په توګه نه کتل کېږي.» نوموړې زیاته کړه، غزني یو سنتي ولایت دی، د یو شمېر کسانو له لوري د نجونو ورزش له سختو او منفي غبرګونونو سره مخ شو. خو له بلې خوا یو شمېر نجونو د دې چارې هرکلی وکړ او دا د دې لامل شو، چې غزني کې په لومړي ځل د والیبال لوبډله ولري.
د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د عروسالبلاد لوبډله بېلابېلو لوبو کې ګډون کاوه او په غزني کې یې خپل تمرینونه په منظمه توګه کول، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لوبډله له فعالیته پاتې شوه. مېرمن سلطاني زیاته کړه: «اوسمهال تمرین نه شو کوای. د غزني هېڅ ورزشي لوبغالی حاضر نه دی، چې نجونو ته د تمرین وخت ورکړي. که ښه ځای پیدا کړو، خپلو لوبو ته دوام ورکوو. والیبال لوبه مې خوښېږي. د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې له لوبو پاتې دي، خو د دوی له واکمنۍ بهر کولای شم، ورزش وکړم.»
د عروسالبلاد لوبډلې سرپرستې یادونه وکړه، چې د طالبانو له واکمنېدو سره یې هیله او انګېزه له منځه تللې؛ ځکه د نوموړې په خبره، طالبانو د نجونو لومړني حقونه چې زدهکړې دي، ترې اخیستي دي.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته هغوی اعلان وکړ، اسلام او طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې کرکټ یا نورې ورزشي لوبې وکړي؛ ځکه ممکن بدن یې ښکاره شي. طالبانو ټينګار کړی: «هېڅکله به له دې دریځه په شا نه شو. اسلام ښځو ته اجازه ورکړې، چې د اړتیا له مخې دې له کوره بهر شي، خو ورزش اړینه اړتیا نه ده.»
غزني کې د والیبال لومړۍ لوبډله د مېرمن سلطاني، کبرا صمیم او کاملې کیارنګ سعادت په هڅو جوړه شوه. مېرمن سلطاني وايي: «په لومړي ځل مې چې د والیبال لوبډله جوړه کړه، د غزني نواباد ښارګوټي د البیروني ښوونځي کې مو یو توپ، زوړ جال او له خاورو ډک لوبغالی درلود، چې وروسته د ښوونځي مسوولین د دې تمرینونو مخنیوی وکړ.»
مېرمن سلطاني د طالبانو واکمنۍ کې د ورزش راتلونکې ته هیلهمنه نه ده، خو بیا هم د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې د نجونو د کار، زدهکړو او ورزش مخنیوی ونه کړي.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا پنځه میاشتې تېرېږي. دې موده کې د لېسې دورې نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرله. د دې په څنګ کې زیات شمېر ښځې له دولتي اداراتو بهر د کار اجازه هم نه لري.
مېرمن رسا د طالبانو له واکمنۍ څلور میاشتې وړاندې لوبو ته مخه کړې. نوموړې د «کانګفو» برخه کې تمرین کوي او ډېره خوشحاله وه، خو د طالبانو له راتګ وروسته له لوبو پاتې ده. رسا زیاته کړه: «په لومړي سر کې ورزش د روغتیا لپاره ګټور دی او په دویم ګام کې مې غوښتل په یوازې سراو د ښځو له ورزشه د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږم، چې پر موږ ملنډې وهي. د طالبانو په راتګ له ورزش او زدهکړو پاتې یم. له دې ټولو محدویتونو سره سره غواړم خپلې زدهکړې بشپړې کړم او په څنګ کې یې ورزش هم وکړم.»
نوموړې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د نجونو د زدهکړو او ورزش مخنیوی ونه کړي. مېرمن رسا زیاته کړه، د ورزش نه کولو له امله د ستړیا او ناهیلۍ احساس کوي او هیلهمنه ده، چې ډېر ژر له دې حالته خلاصه شي.
تېرو دوو لسیزو کې نجونې د ورزش په ګډون په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې درلودې؛ خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځینې محدودیتونه ولګېدل. که څه هم طالبانو ټينګار کړی، چې دا محدودیتونه به پر خپل ځای وي؛ خو وبه کتل شي، چې پر هغوی به د نړیوالې ټولنې فشارونه څومره ګټه وکړي.