• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کابل واټونو ته د سوالګرو بېرته راګرځېدل؛ بېوزلۍ او بېکارۍ د طالبانو د قمچینې وېره بې‌اغېزې کړې ده

ایلیا ایلیا
۱۸ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794205189]
AP

AP

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د سوالګرو د شمېر پر بیا زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، سره له دې چې طالبانو د سوالګرو د راټولولو طرحه پلې کړې، لا هم ګڼې ښځې، ماشومان او نارینه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له لارویانو د پیسو او خوراکي توکو غوښتنه کوي. د دوی په وینا، ښځې او ماشومان د هغو کسانو د پام وړ برخه جوړوي چې په ښار کې سوالګري کوي. د کابل اوسېدونکي پر دې باور دي چې بېکاري، اقتصادي ستونزې او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه په دغه ښار کې د سوالګرۍ د پراخېدو له مهمو لاملونو دي. د دوی په اند، تر هغې چې د سوالګرو د اړتیاوو ستونزو ته پام ونه شي او د کار زمینه ورته برابره نه شي، د هغوی راټولول د سوالګرۍ د کمولو لپاره تلپاتې حل‌لاره نه شي کېدای.

په دې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې داسې ښځې لیدل کېږي چې د خپلو کورنیو او د ژوند د ستونزو په بیانولو سره له لارویانو د مرستې غوښتنه کوي. ځینې یې د «د جمعې شپه ده، بچیه؛ ماشومان مې یتیمان دي او د نفقه راوړونکی نه لرم» او «خاوند مې ناروغ دی او اولادونه مې په کور کې وږي دي؛ یوه ډوډۍ راته واخله» په څېر جملو په ویلو سره هڅه کوي د خلکو پام ځان ته واړوي.  یو شمېر دغه ښځې له خپلو ماشومانو سره د واټونو پر غاړه کښېني او کله ناکله په ژړا او زارۍ له لارویانو د پیسو یا خوراکي توکو غوښتنه کوي.

د کابل یو اوسېدونکی شمس‌الله وايي، سره له دې چې طالبانو د سوالګرو د راټولولو طرحه پلې کړې، لا هم ډېر شمېر دغه کسان د ښار په سړکونو، پلیو لارو او څلورلارو کې لیدل کېږي. هغه زیاتوي، ځینې یې خلکو ته د روغتون نسخې ورښيي او یا د پیسو ورکېدو او د تګ راتګ د کرایې نه لرلو په څېر ستونزې یادوي او له هغوی د مرستې غوښتنه کوي. د شمس‌الله په وینا، د ځینو کسانو له خوا حرفوي سوالګرۍ له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د خلکو باور کم کړی دی.

شمس‌الله وايي: «سره له دې چې مخکې د ښار له بېلابېلو برخو یو شمېر سوالګر راټول شوي وو، لا هم د کابل په بېلابېلو سیمو کې ډېرې ښځې او ماشومان وینو چې په ښو جامو کې له خلکو پیسې غواړي. ځینې نورې یې د روغتون نسخې ورښيي او وايي چې د ناروغ د درملنې لپاره پیسو ته اړتیا لري. ان داسې کسان هم شته چې د پیسو ورکېدو یا د تګ راتګ د کرایې نه لرلو په څېر پلمو په جوړولو له لارویانو د مرستې غوښتنه کوي. زما په باور، د ځینو کسانو لپاره سوالګري پر کسب بدله شوې ده. پخوا هم یو شمېر دغه کسان راټول شوي وو او ویل کېدل چې سره له دې چې کورونه، موټرونه او مالي امکانات یې لرل، له دې لارې یې عاید ترلاسه کاوه. د دې وضعیت دوام د دې لامل شوی چې خلک د رښتینو اړمنو کسانو په پېژندلو کې شکمن شي او له اړمنو سره د مرستې لپاره د ځینو هېوادوالو باور کم شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی تمیم عالم‌یار وايي، د ځینو سوالګرو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له خوا د پیسو غوښتلو پر مهال ټینګار د ښار اوسېدونکي ځوروي. هغه زیاتوي، ځینې دغه کسان ان د خلکو له اجازې پرته ورنږدې کېږي او په ټینګار ترې د پیسو غوښتنه کوي. دغه ځوان خبرداری ورکوي چې د خلکو د خواخوږۍ له احساسه احتمالي ناوړه ګټه اخیستنه د هېوادوالو باور کمولای شي او له رښتینو اړمنو کسانو، په تېره بیا یتیمانو او کونډو سره د مرستې زمینه محدودولای شي.

عالم‌یار وايي: «د سوالګرو په منځ کې ډېر ماشومان او تنکي ځوانان لیدل کېږي چې په ټینګار له خلکو پیسې غواړي او کله ناکله ان د هغوی له اجازې پرته ورنږدې کېږي او لاس ور اچوي. البته ډېرې کورنۍ په رښتیا اړمنې دي، له بېکارۍ کړېږي او ځینې یې یتیمان او کونډې دي؛ خو د هغوی ترڅنګ داسې ځوانان هم ګورو چې د کار کولو وړتیا لري، خو بیا هم له خلکو د پیسو غوښتنه کوي. زه باور لرم چې د اړمن کس لاس باید تش بېرته ونه ګرځول شي، خو ستونزه دا ده چې کله ناکله د خلکو له خوا د خواخوږۍ او سخاوت له احساسه ناوړه ګټه اخیستل کېږي.»

د کابل یو اوسېدونکی امرالله (مستعار نوم) وايي: «د هغو کورنیو یو شمېر غړي چې له ایرانه بېرته راستانه شوي، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له خلکو مرسته غواړي. د دغو کورنیو ځینې غړي لا هم په ایران کې دي او هغه کسان چې افغانستان ته راستانه شوي، د ژوند له ستونزو سره مخ دي. څه موده مخکې د سوالګرو راټولولو کمېسیون یو شمېر دغه کسان راټول کړي وو؛ خو یوه کس یې راته وویل چې یوازې د دوی د کورنۍ د غړو نومونه ثبت شوي او هېڅ مرسته یې نه ده ترلاسه کړې. هغه همداراز وویل چې یوې پنځه کسیزې کورنۍ ته هره میاشت دوه زره افغانۍ مرسته ورکول کېده؛ خو دغه اندازه پیسو یې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوله او د کورنۍ غړي یې بېرته سوالګرۍ ته اړ شوي وو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی راشد وايي، له هغو کورنیو سره چې د عاید سرچینه نه لري، د دوو زرو افغانیو نغدي مرسته د ژوند لګښتونه نه شي پوره کولای. هغه زیاتوي، د سوالګرو راټولول، بې له دې چې د کار او عاید فرصتونه ورته برابر شي، نه شي کولای هغوی بېرته واټونو ته له راګرځېدو منع کړي. د راشد په وینا، هغه ښځې چې د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره سوالګري کوي، تر راټولېدو وروسته بېرته له خلکو د مرستې غوښتلو ته مخه کوي.

د کابل یو بل اوسېدونکی شفیع وايي: «په افغانستان کې په رښتیا ستونزې ډېرې شوې دي. خلک په کوڅو او بازارونو کې کښېني او سوالګري کوي. دا وضعیت د بېوسۍ او مجبورۍ له امله دی؛ خلک له بدو ورځو سره مخ دي او ډېرې کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړېږي. ځینې خلک په ورځ کې له ۱۰۰ تر ۲۵۰ افغانیو عاید لري، خو باید د کور کرایه او د ژوند نور لګښتونه هم له همدغو پیسو ورکړي. له همدې امله، ډېری یې اړ کېږي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له خلکو مرسته وغواړي.»

د طالبانو له خوا د سوالګرو د راټولولو د پروګرام له پلي کېدو سره سره، د کابل په عامه ځایونو کې سوالګري لا هم دوام لري. په وروستیو میاشتو کې پرهغو ښځو سربېره چې له خپلو ماشومانو سره د سړکونو او څلورلارو پر غاړه له خلکو مرسته غواړي، نور کسان هم د اقتصادي ستونزو، د کورنۍ د غړو د ناروغۍ، د تګ راتګ د کرایې نه لرلو او یا د پیسو او توکو د ورکېدو په یادولو له لارویانو د مرستې غوښتنه کوي.

د طالبانو د سوالګرو راټولولو کمېسیون تر دې مخکې اعلان کړی و چې په کابل کې د سوالګرو د راټولولو بهیر له پیل راهیسې، د ښار له بېلابېلو برخو ۷۴ زره او ۹۶۸ کسان راټول شوي دي. د دغه کمېسیون په وینا، د هغوی د وضعیت له ارزونې وروسته، ۳۷ زره او ۹۴۷ کسان د مرستې مستحق او ۳۷ زره او ۲۱ نور حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي. دغه کمېسیون ویلي وو چې له مستحقو کسانو سره هره میاشت د دوو زرو افغانیو مرسته په پام کې نیول شوې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په سرپل کې د یوه پخواني نظامي جسد له ۲۵ ورځو وروسته وموندل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.