۸صبح، سرپل: سیمهییزې سرچینې وايي چې د عبدالبشیر محمدي په نوم د یوه پخواني نظامي جسد د سرپل ښار د «توغني» کلي په یوې څاه کې موندل شوی دی.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۱۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دغه نظامي جسد پرون له ۲۵ ورځو وروسته موندل شوی دی.
د سرچینو په خبره، عبدالبشیر له شا ویشتل شوی او جسد یې څاه ته غورځول شوی و.
سرچینې زیاتوي چې جسد خراب شوی و او د دغه کس مېرمنې له جامو او تذکرې پېژندلی او د نوموړي هویت یې تایید کړی دی.
سرچینې وايي چې عبدالبشیر محمدي د سرپل په پولیسو کې دنده لرله او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې موټر چلوه.
د یادونې ده چې له تېرو پنځو کالو راهیسې ګڼ پخواني نظامیان په مرموز ډول وژل شوي دي.





