۸صبح، غزني: د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو، چې تېره ورځ یې د کتاب ویلو سیالي پیل کړې وه نن یې د بریاليو کسانو نوملړ اعلان کړ.
د دغې سیالۍ د پایلو له مخې، چې نن جمعه د لړم پر دیارلسمه نېټه اعلان شوې د دې ولسوالۍ د یوې خصوصي لیسې زدهکوونکې مینا حیدري لومړی مقام خپل کړی دی.
په دغو سیالیو کې تر ۷۰۰ زیاتو نجونو او هلکانو زدهکوونکو ګډون کړی و.
د دویم، درېیم، څلورم او پنځم مقامونو ګټونکي هلکان دي.
د کتاب ویلو دغه سیالي د یوه فرهنګي بنسټ له خوا په لار اچول شوې وه او موخه یې د مطالعې فرهنګ دودول او د زدهکوونکو د ظرفیت لوړول بلل شوې ده.
یوه نجلۍ زدهکوونکې په داسې حال لومړی مقام خپلوي، چې تر یوه کال زیاته موده کېږي طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.