۸صبح، بادغیس: د بادغیس طالب سیمهییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
په بادغیس کې د طالبانو امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر چهارشنبه د وري پر ۵مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د مُقر او دره بوم ولسوالیو ترمنځ په «غولغي» سیمه کې یو کس پر ډزو وژل شوی دی.
بلخوا، سرچینې مني چې وژل شوي کس شاوخوا ۲۵ کاله عمر لرلو او د بادغیس مُقر ولسوالۍ اوسېدونکی و.
طالبانو ویلي چې د پېښې عاملان د دې ځوان تر وژنې وروسته له سیمې تښتیدلي دي.
دغې ډلې تر اوسه د دې پېښې او د قربانيانو د هويت په هکله نور جزئيات نه دي ورکړي.
د هېواد لوېديځو ولايتونو په تېره بيا بادغيس او فراه کې د جنايي پېښو شمېر مخ پر زياتېدو دى.
شاوخوا يوه مياشت دمخه د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د اوبو په یوې څاه کې د يو سړي مړى وموندل شو او په تېره يوه مياشت په فراه ولايت کې هم ناپېژاندو وسلهوالو څلور کسان وژلي دي.