د جرمني لومړی وزیر له چین سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو په موخه له شي جینپینګ سره د لیدنې لپاره بیجنګ ته تللی په داسې حال کې چې د هغه پر سفر نیوکې روانې دي.
د اسوشیټډپرس د راپور له مخې د جرمني لومړی وزیر اولاف شولتز جمعه د نومبر پر ۴ بیجینګ ته رسېدلی ترڅو له چین سره د اقتصادي اړیکو نوی پړاو پیل کړي.
په دې لړ کې د هغه سفر د «اقتدارپالونکي» شي جینپینګ په مشرۍ له چین سره د هغه د دولت د سخت تړاو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.
د اروپا د غوره اقتصاد مشر له خپل سفر څخه دفاع کړې ده او ټینګار لري، چې د کورونا د خپرېدو له امله له اوږده ځنډ وروسته د چین له مشرانو سره مستقیمې خبرېاترې «اړینې» دي.
ټاکل شوې د جرمني لومړی وزیر په دغه یوه ورځني سفر کې د چین له ولسمشر سره خبرېاترې وکړي.
شولتز د جي۷ ډلې لومړنی غړی دی چې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته بیجینګ ته سفر کوي.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې چین د جرمني توکو لکه له ماشینونو نیولې د فولکس وګن، بياېمډبلیو او مرسډس بنز له خوا تر جوړ شویو موټرو لپاره اصلي بازار ګڼل کېږي.