ډوډۍ، کار، آزادي؛ بنټ افغان مېرمنو ته: مه تسلیمېږئ

۸صبح، کابل: د ښځو د زده کړو او کار د مخنیوي په اړه د طالبانو د تازه حکم په وړاندې د غبرګونونو په دوام، د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي له افغان مېرمنو غوښتي چې تسلیم نه شي.
ریچارد بنټ پنجشنبې د مرغومي په اتمه د طالبانو له خوا د ښځو د کار او زده کړو مخنیوی له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
بنټ زیاته کړې: «موږ د برابرو انسانانو په توګه د کار او زده کړو پر حق باور لرو، لطفاٌ مه تسلمېږئ، موږ هم نه تسلیمېږو.»
په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي دا څرګندونې د «ډوډۍ، کار، آزادۍ» په هشتګ سره په خپل تویټر کې مطرح کړې دي.
له بلې خوا، د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د ترکیې د ولسمشر له مېرمنې سمیه اردوغان سره په کتنه کې، د افغان مېرمنو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د بېرته ورکولو لپاره له طالبانو سره د اړیکو پر ساتلو ټینګار کړی دی.
طالبانو د تېرې اوونۍ په سه شنبې د نجونو د تحصیل د مخنیوي او د روانې اونۍ په پیل کې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د دوی د کار د منع کولو حکم صادر کړ.
د ملګروملتونو سازمان د راپور ورکوونکي له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې چې افغان مېرمنې له طالبانو سره ددغه سازمان د تعامل پر بڼې نیوکه کوي.