د سینې سرطان په اړه د پوهاوي له میاشتې سره هممهاله، په کابل کې یو شمېر ډاکټران پر دې ناروغۍ د اخته کېدو د پېښو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. دوی وایي، د ښځو د پوهاوي ټیټه کچه، ډاکټر ته ناوخته ورتګ او تشخیصي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د سینې سرطان د پېښو د زیاتېدو له مهمو لاملونو دي. د ډاکټرانو په وینا، یو شمېر ښځې د وېرې، شرم او اقتصادي ستونزو له امله د مشکوکو نښو له لیدلو وروسته ډاکټر ته تګ ځنډوي. دوی زیاتوي چې دغه ځنډ په ځینو مواردو کې د دې لامل کېږي چې ناروغي په پرمختللو پړاوونو کې تشخیص شي او د درملنې بهیر سخت شي.
دغو ډاکټرانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې ښځې باید په خپلو سینو کې د هر ډول غیرعادي بدلون له لیدلو وروسته، د پر وخت تشخیص لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي. دوی په ولایتونو کې د تشخیصي امکاناتو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت هم د سینې سرطان د ناروغانو له مهمو ستونزو بولي.
په کابل کې د عمومي جراحۍ او سرطان یو ډاکټر احمدعمر امیري وایي چې د مراجعه کوونکو ناروغانو په منځ کې د سینې سرطان د پېښو کچه لوړه شوې ده. هغه زیاتوي چې د کابل طبي پوهنتون د ګېډې د جراحۍ او سرطان په څانګه کې له هرو ۱۰ بستر شوو ناروغانو یو یا دوه یې د سینې پر تومور اخته وي.
دغه ډاکټر وایي: «په ټول هېواد کې د معلوماتو یو منظم او منسجم مرکز نشته. د سرطان د مرکزونو په نوم ګڼ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، خو د دوی ترمنځ همکاري او همغږي نشته؛ له همدې امله، په هېواد کې د سرطان د پېښو په اړه وړاندې کېدونکې شمېرې ښايي بشپړې نه وي. د کابل طبي پوهنتون د ګېډې د جراحۍ او سرطان په څانګه کې د مراجعه کوونکو ناروغانو په منځ کې د سینې د تومور پېښې د زیاتېدو په حال کې دي او په ځینو مواردو کې له هرو ۱۰ بستر شوو ناروغانو یو یا دوه یې د سینې پر تومور اخته وي.»
امیري وایي چې د سینې سرطان د تشخیص امکانات د تېر پرتله ښه شوي او اوس په هېواد کې د پټالوژۍ او تصویري معاینې ځینې خدمتونه د لاسرسي وړ دي. خو هغه د پټآلوژۍ په برخه کې د ایمونوهیسټوکېمیا یا IHC ازموینې نشتوالی د سرطان د دقیق تشخیص له مهمو ننګونو بولي. د هغه په وینا، په کابل، هرات او څو لویو ښارونو کې تشخیصي امکانات تر یوه بریده شته، خو په ډېری ولایتونو کې دغه ډول خدمتونه د لاسرسي وړ نه دي او ناروغان د تشخیص او درملنې لپاره لویو مرکزونو ته مراجعه کوي.
دغه ډاکټر وایي: «د پټالوژۍ په برخه کې د ایمونوهیسټوکېمیا یا IHC معاینې نشتوالی یوه لویه ننګونه ده. په کابل، هرات او څو لویو ښارونو کې دغه امکانات تر یوه بریده برابر دي، خو په شاوخوا ۹۰ سلنه ولایتونو کې دغه ډول تشخیصي امکانات نشته او ناروغان اړ کېږي چې د تشخیص او درملنې لپاره لویو مرکزونو ته مراجعه وکړي.»
ښاغلی امیري د سرطان په برخه کې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت هم د ناروغانو له جدي ستونزو بولي. هغه زیاتوي چې د پټالوژۍ، د سرطان ضد درملو د تطبیق او وړانګو درملنې په برخو کې کافي متخصصین نشته او اوسمهال په هېواد کې وړانګو درملنه نه ترسره کېږي. د هغه په وینا، د درملنې لوړ لګښت هم پر ناروغانو او د هغوی پر کورنیو ډېر اقتصادي فشار راولي؛ ځکه د سرطان درملنه اوږدمهاله پاملرنې ته اړتیا لري.
امیري وایي: «د سرطان په ټولو برخو کې د مسلکي کادر د روزنې، د اړینو وسایلو او امکاناتو برابرول او د سرطان ناروغانو لپاره د مالي ملاتړ او بیمې د سیستم رامنځته کول اړین دي. اوسمهال کیموټراپي ترسره کېدای شي، خو د وړانګو له لارې درملنه په هېواد کې نشته.»
د نسایي ولادي ناروغیو یوه ډاکټره نجمالسماء شفاجو وایي چې ښځې ډاکټر ته په ناوخته مراجعه کولو سره د سینې سرطان د تشخیص او درملنې بهیر سختوي. هغه زیاتوي چې بېوزلي، اقتصادي ستونزې، د پوهاوي ټیټه کچه او د معاینې لپاره د مراجعه کولو شرم هغه عوامل دي چې د یو شمېر ښځو د ناروغۍ د ناوخته تشخیص لامل کېږي. د شفاجو په وینا، د سینې سرطان ژر تشخیص کولای شي د درملنې بهیر اسانه او د ناروغ لپاره پایله ښه کړي.
ډاکټره شفاجو وایي: «په افغانستان کې ډېر عوامل شته چې د سینې سرطان تشخیص ځنډېږي؛ بېوزلي، کمزوری اقتصادي وضعیت، د پوهاوي ټیټه کچه، نالوستي او شرم د دې لامل کېږي چې ښځې ډاکټر ته ولاړې نه شي او ان خپلې کورنۍ ته هم ونه وایي.»
دغه ډاکټره وایي، د سینې د پوستکي د رنګ بدلون، د نارنج د پوستکي په څېر د پوستکي پنډېدل، د سینې دننه تلل یا راکش کېدل او په سینه یا تخرګ کې د غوټې رامنځته کېدل هغه نښې دي چې باید جدي وګڼل شي. هغه ټینګار کوي چې ښځې باید د دغو بدلونونو د لیدلو په صورت کې د معاینې او تشخیص لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي.
ډاکټره شفاجو وایي: «هره غوټه چې رامنځته کېږي، سرطان یې نه شو بللای؛ د سینې تومورونه په دوو ډولونو، سالم او خبیث وېشل کېږي. خو د پوستکي د رنګ بدلون، د نارنج د پوستکي په څېر د پوستکي پنډېدل، د سینې دننه راکش کېدل او د تخرګ لاندې غوټه باید جدي وګڼل شي او په کورنۍ کې د ناروغۍ مخینه هم باید په پام کې ونیول شي.
په همدې حال کې، یو شمېر هغه ښځې چې په افغانستان کې د سینې پر سرطان اخته شوې دي، د دې ناروغۍ د تشخیص له ستونزو او د درملنې له لوړ لګښته شکایت کوي.
۴۵ کلنه ښځه امینه( مستعار نوم) چې تازه خبره شوې د سینې پر سرطان اخته ده، د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د متخصصو ډاکټرانو له کمښته شکایت کوي. هغه وایي، که څه هم په تخرګ کې د غوټې له لیدلو وروسته یې ډاکټرانو ته مراجعه کړې، خو په لومړیو کې یې ناروغي په سمه توګه نه وه تشخیص شوې. د هغې په وینا، په پای کې یوه بل ډاکټر د هغې د سینې سرطان تشخیص کړ او اوس تر درملنې لاندې ده.
دغه ښځه وایي: «کله مې چې ډاکټر ته مراجعه مې وکړه، د تخرګ لاندې مې یوه دانه وه. څو ډاکټرانو ته ولاړم، خو سمه تشخیص نه شوه. په پای کې یوه بل ډاکټر ته ولاړم او هغه وویل چې د سینې سرطان لرم. ډېره خواشینې شوم او فکر مې کاوه چې مړه کېږم. اوس تر درملنې لاندې یم او هیله لرم چې ښه شم. له ښځو غواړم چې که په خپل بدن کې کوم بدلون یا غوټه احساسوي، حتماً ډاکټر ته ولاړې شي؛ کېدای شي په لومړیو پړاوونو کې یې ناروغۍ درملنه په ښه توګه وشي.»
امینه د درملنې له لوړ لګښت او په هېواد کې د ځینو طبي امکاناتو له نشتوالي هم شکایت کوي. هغه وایي چې د شته محدودیتونو او ستونزو له امله نه شي کولای د خپلې درملنې د دوام لپاره له هېواده بهر ولاړه شي. امینه هیله لري چې په هېواد کې د درملنې امکانات او شرایط ښه شي، څو ناروغان اړ نه شي چې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
هغه وایي: «زما د درملنې لپاره مو ټول سره زر وپلورل او نور هېڅ شی راته پاتې نه دي. ایران او پاکستان ته تلل هم ډېر سخت دي، ویزه نه راکوي. دلته هم شرایط ښه نه دي چې انسان خپله درملنه وکړي. موږ غواړو چې دې موضوع ته پاملرنه وشي، د یوه انسان ژوند ډېر ارزښت لري.»
د هر کال د اکتوبر میاشت په ډېرو هېوادونو کې د سینې سرطان په اړه د پوهاوي میاشت بلل کېږي او ګلابي پټۍ د دې نړیوال کمپاین نښه ده. په دې میاشت کې د ناروغۍ د نښو، ژر تشخیص او د ناروغانو د ملاتړ په اړه د پوهاوي د کچې لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه ترسره کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د سینې سرطان په نړۍ کې د ښځو په منځ کې تر ټولو ډېر عام سرطان دی. دغه سازمان په ۲۰۲۱ کال کې د «سینې سرطان نړیوال نوښت» پیل کړ او تر ۲۰۴۰ کال پورې یې د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه هر کال ۲.۵ سلنه راکمولو هدف ټاکلی؛ هغه هدف چې که عملي شي، د شاوخوا ۲.۵ میلیونه ښځو د مړینې مخه نیولای شي.
خو په افغانستان کې د سینې پر سرطان د اخته ښځو د شمېر او د دې ناروغۍ له امله د مړینې د کچې په اړه کره او منظمې شمېرې د لاسرسي وړ نه دي. طالبانو تر دې وړاندې هم په هېواد کې د سرطان د ناروغانو د شمېر له زیاتوالي خبر ورکړی، خو د پېښو د زیاتوالي د کچې یا د سینې پر سرطان د اخته ښځو د شمېر په اړه یې معلومات نه دي وړاندې کړي. نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د سینې پر سرطان د اخته کسانو د شمېر او د دې ناروغۍ له امله د کلنیو مړینو په اړه مشخصې شمېرې نه دي خپرې کړې.


