• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د مرستو پېر او پلور؛ په کندوز کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو په ریاست کې څه تېرېږي؟

نیما نیما
۲۴ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789476272]

په کندوز کې سرچینې د طالبانو د ځینو چارواکو او په دې ډلې پورې د تړلو کسانو له فساد او ناوړه ګټې اخیستنې پرده پورته کوي. دوی وايي چې دغو کسانو د بېوزلو خلکو جیبونو ته لاس اچولی او له هغو مرستو خپله ونډه غواړي چې د خیریه بنسټونو او مرستندویه موسسو له لوري وېشل کېږي. د سرچینو په وینا، د طالبانو ځینې دلالان او اړوند کسان د خلکو له خبرتیا پرته، یوازې د «مهاجرت کارت» د لرلو له امله د ځمکو او مرستو د وېش په پروګرامونو کې د هغوی نومونه شاملوي او وروسته یوازې د مرستو یوه کوچنۍ برخه ورکوي. دغه راز، هغه ځمکې چې د دغو کسانو په نوم یې ترلاسه کړې وي، پر همدغو کسانو یا نورو خلکو پلوري.

بشري مرستو ته ځینې اړمن کسان وايي چې د طالبانو ګڼ هغه کسان چې په کندوز کې د دې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو په ریاست کې کار کوي، یا په نورو هغو ریاستونو کې دندې لري چې له موسسو او مرستندویه بنسټونو سره اړیکې لري، په پراخ فساد کې ښکېل دي او هېڅ نوملړ د طالبانو له تایید پرته مرستندویو بنسټونو ته نه سپارل کېږي. د دوی په وینا، طالبان خپل اړوند کسان او جنګیالي د اړمنو کسانو په نوملړ کې شاملوي او وروسته د دې ډلې دلالان له دغو کسانو له دې ادارې بهر ژمنه اخلي چې د نومونو د شاملېدو په بدل کې به د ترلاسه شویو مرستو نیمایي بېرته طالبانو ته سپاري.

مرستو ته اړمن کسان په کندوز کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د مسوولانو په تړاو سخته اندېښنه څرګندوي او وايي چې دغه اداره په پراخه کچه په فساد، خپلوۍ ‌پالنه او د اړمنو کسانو د مرستو په حیف‌ومیل کې لاس لري او د شکایتونو د ثبت او څېړلو لپاره هېڅ مرجع نشته.

له دې سره هممهاله، سرچینې زیاتوي چې له طالبانو سره تړلی یو کس د کډوالو کارتونه په ټیټه بیه اخلي او هغه ځمکې چې د راستنېدونکو لپاره د کورونو د جوړولو په موخه وېشل شوې دي، بېرته په ډېره ټیټه بیه اخلي او پر نورو کسانو یې پلوري. د سرچینو په وینا، هغه په ځینو مواردو کې د دغو خدمتونو په بدل کې د جنسي اړیکو غوښتنې هم کړې دي.

په کندوز کې دا سرچینې وايي چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست ځینې کسان او له هغوی سره تړلي کسان چې له دې ادارې بهر فعالیت کوي، د بېلابېلو پلمو له لارې د کډوالو کارتونه په ډېره ټیټه بیه له خلکو اخلي او وروسته یې په لوړه بیه پر نورو کسانو پلوري.

یوه سرچینه وايي: «د طالبانو یو دلال د کډوالو کارتونه په ډېره ټیټه بیه اخلي. له دې سره هممهاله، د هغه ورور هغه ځمکې اخلي چې مخکې د کورونو د جوړولو لپاره وېشل شوې وې او وروسته یې بېرته پلوري.»

دغه سرچینه زیاتوي: «خیالي او جعلي لېستونه هم شته. د بېلګې په توګه، له ځینو کسانو سره له دې ادارې بهر خبرې کوي او ورته وايي چې تاسې به د مرستو د ترلاسه کوونکو په لېست کې شامل کړو او وروسته به مرستې ووېشو یا به مو یوه کوچنۍ برخه درکړو. په دې ډول، ځمکه او مرستې ترلاسه کوي او وروسته که یې زړه وغواړي، خلکو ته یې ورکوي؛ که نه، یوازې د وېش په ورځ ترې عکسونه او ویډیوګانې اخلي او بس.»

بله سرچینه ټینګار کوي چې خلک د بې‌وسۍ او بې‌کارۍ له امله په هغو لږو مرستو هم قناعت کوي چې د طالبانو د ونډې له کسر وروسته ورته پاتې کېږي او د دوی د شکایتونو د څېړلو لپاره هم هېڅ مرجع نشته. د دې سرچینې په وینا، طالبان ان پخپله وايي: «که مرستې په بشپړه توګه له تاسو بېرته واخلي، چېرته شکایت کوئ؟»

بله سرچینه هم وايي: «دلالانو هغه کسان په لېست کې شامل کړي چې مخکې نه کډوال وو او نه اړمن. دوی اوس د ځینو کسانو د مهاجرت کارتونه په شاوخوا ۱۵ زره افغانیو اخلي او په لوړه بیه یې پر نورو پلوري. ځکه چې راستنېدونکو کډوالو ته ځمکې وېشل کېږي، دوی د دغو کارتونو په کارولو ځمکې ترلاسه کوي او له دې لارې یې د ځان لپاره کاروبار جوړ کړی دی.»

یو هغه کس چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي: «زما په نوم یې ځمکه ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې زه ترې خبر هم نه وم. وروسته یې راته وویل چې که دا ځمکه واخلې، درباندې وبه یې پلورو. لومړی یې ځمکه زما په نوم واخیسته او بیا یې هماغه ځمکه بېرته پر ما وپلورله.»

تر دې وړااندې په کندوز کې سرچینو ویلي وو چې طالبان اړمنو کسانو ته د وېشل شویو مرستو نیمایي خپله اخلي. سرچینو تایید کړې وه چې طالبانو له عکس اخیستلو او فلم‌بردارۍ وروسته وېشل شوې مرستې د خلکو په منځ کې وېشلې دي.

دغه راز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په خپلو راپورونو کې تایید کړې چې د طالبانو د لاسوهنې له امله په تېرو پنځو کلونو کې د بشري مرستو د وېش بهیر له ننګونو سره مخ شوی او په ځینو مواردو کې د دغو لاسوهنو له امله د یو شمېر مرستندیو بنسټونو فعالیتونه هم ځنډول شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبان د زور په کارولو سره له نړیوالو مرستو ناوړه ګټه اخلي او د خپلو ګټو لپاره یې مصادره کوي. په دغه راپور کې راغلي چې طالبان د ملګرو ملتونو له ځینو چارواکو سره په همغږۍ له مرستندویه پروژو باج اخلي. سیګار دغه راز ویلي: «د ملګرو ملتونو چارواکي له هغو موسسو چې قراردادونه ترلاسه کوي رشوت اخلي او له طالبانو سره یې وېشي.»

د دغه راپور له مخې، افغانستان ته د لېږل شویو ټولو مرستو یوازې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې واقعي اړمنو کسانو ته رسېدلې دي. په راپور کې راغلي: «طالبان د زور په ګډون له هرې وسیلې کار اخلي، څو مرستې هغه ځای ته ورسېږي چې دوی یې غواړي، نه هغه ځای ته چې تمویل‌کوونکو ټاکلی وي.»

تر دې وړاندې ۸صبح هم په خپلو ګڼو راپورونو کې موندلې وه چې طالبان د بشري مرستو په حیف‌ومیل او د خپلو او خپلو اړوندو کسانو په ګټه د دغو مرستو په منحرفولو کې پراخ رول لري او هڅه کوي چې مرستې هغو سیمو ته ورسېږي چې له دې ډلې سره همغږې وي یا د طالبانو د غړو تر کنټرول لاندې وي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • بې پولې ډاکټرانو له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړه

    پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.