• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په افغانستان کې سرطان؛ ډاکټران د پېښو زیاتېدو او د درملنې د امکاناتو کمښت ته اندېښمن دي

ایلیا ایلیا
۱۷ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788866720]
magnific

magnific

په افغانستان کې یو شمېر ډاکټران په وروستیو کلونو کې د سرطان د بېلابېلو ډولونو د پېښو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې د هوا ککړتیا، د ټیټ کیفیت سون‌توکو کارول، د تنباکو استعمال، نامناسبه تغذیه، له ځینو کیمیاوي موادو سره تماس او د روغتیا په برخه کې د پوهاوي ټیټه کچه په هېواد کې پر سرطان د اخته کېدو د خطر د زیاتېدو له عواملو دي. د دوی په وینا، د سرطان د تشخیص او درملنې مرکزونو ته د خلکو محدود لاسرسي په تېره بیا، په لېرې پرتو ولایتونو کې د ناروغانو درملنه له ستونزو سره مخ کړې ده. ډاکټران زیاتوي چې د سینې، د رحم د غاړې، معدې، مرۍ، سږو او د هاضمې د سیستم ځینې سرطانونه په افغانستان کې د ناروغانو په منځ کې ډېر لیدل کېږي.

که څه هم په افغانستان کې د سرطان د پېښو او د دې ناروغۍ له امله د مړینې په اړه نړیوال اټکلونه شته، خو دغه ډاکټران ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د ناروغانو د منظم ثبت او راجستر د سیستم د نشتوالي او د هراړخیزو څېړنو د نه ترسره کېدو له امله په هېواد کې د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه کره او تازه شمېرې نشته. دوی زیاتوي چې بېوزلي، د پوهاوي ټیټه کچه او د منظمو روغتیايي معایناتو د کلتور نشتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر ناروغان د ناروغۍ په لومړنیو پړاوونو کې ډاکټر ته مراجعه ونه کړي. د دوی په وینا، ناوخته تشخیص د درملنې بهیر لا ستونزمنوي او په ځینو مواردو کې د ناروغانو د درملنې لارې محدودوي. ډاکټران د سرطان د تشخیص او درملنې د مرکزونو د زیاتولو، د اړینو تجهیزاتو د برابرولو او د دې ناروغۍ د مخنیوي او ژر تشخیص په  تړاو د خلکو د لا ډېر پوهاوي غوښتنه کوي.

یوه ډاکټره بنفشه عارفي وايي چې په وروستیو کلونو کې پر سرطان د اخته کېدو پېښې زیاتې شوې دي، خو د ناروغانو د منظم ثبت او پراخو څېړنو نشتوالی د دې ناروغۍ د وضعیت روښانه تصویر نه وړاندې کوي.

دغه ډاکټره وايي: «له بده مرغه، په دې وروستیو کې په افغانستان کې پر سرطان د اخته کېدو پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، خو په هېواد کې د سرطان ناروغانو د دقیق ثبت او راجستر سیسټم نشته او په دې برخه کې د پراخو څېړنو او ارزونو لپاره کوم مشخص مرکز هم فعال نه دی. اوسمهال یوازې په ځینو برخو کې پر دې موضوع کار کېږي. د ښځو په منځ کې د رحم  دغاړې او سینې سرطانونه او د معدې، مرۍ او د هاضمې د سیسټم سرطانونه له هغو مواردو دي چې ډېر لیدل کېږي.»

د سرطان د ملي کنټرول پروګرام اړوند د سرطان د تشخیص او درملنې روغتون ډاکټره سمیرا شهیر رحیمي وايي چې په افغانستان کې د وړانګو له لارې د درملنې د خدمتونو نشتوالي د سرطان ناروغان اړ کړي چې د درملنې د دوام لپاره له هېواده بهر لاړ شي. هغه زیاتوي چې اوسمهال په هېواد کې د سرطان ناروغانو ته د کیموتراپي خدمتونه وړاندې کېږي، خو هغه ناروغان چې راډيوټراپي درملنې ته اړتیا لري، د دې روغتیایي اسانتیا د نشتوالي له امله بهر ته له تلو پرته بله لار نه لري. رحیمي وايي چې دغه محدودیت د ناروغانو د ناوخته مراجعې ترڅنګ چې ډېری یې د ناروغۍ په پرمختللو پړاوونو کې روغتیايي مرکزونو ته ځي، د سرطان د درملنې بهیر لا ستونزمن کړی دی. د هغې په وینا، د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه او د دوراني روغتیايي معایناتو نه ترسره کول روغتیایي مرکزونو ته د ناروغانو د ناوخته تګ لاملونه دي.

دغه ډاکټره وايي: «له بده مرغه، ډېری ناروغان هغه مهال د سرطان د درملنې مرکز ته مراجعه کوي چې ناروغي یې پرمختللو پړاوونو ته رسېدلې وي. د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه او د دوراني روغتیايي معایناتو نه ترسره کول د دې لامل کېږي چې ناروغان ډېر ناوخته پر خپلې ناروغۍ پوه شي او دا موضوع زموږ لپاره د درملنې بهیر ستونزمنوي. د هوا ککړتیا، نامناسبه تغذیه، له کیمیاوي موادو سره تماس او جنیټیکي عوامل هم پر سرطان د اخته کېدو د خطر له عواملو دي. په افغانستان کې د سرطان ناروغانو ته د کیموتراپي خدمتونه وړاندې کېږي، خو راډیوټراپي نشته او هغه ناروغان چې دغو خدمتونو ته اړتیا لري، د درملنې لپاره له هېواده بهر ځي.»

د سرطان د ملي کنټرول پروګرام (NCCP) اړوند د سرطان د تشخیص او درملنې روغتون یو بل ډاکټر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې د هېواد په یو شمېر ښارونو کې د سرطان د درملنې خدمتونه وړاندې کېږي، خو دغه خدمتونه لا هم د ناروغانو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره بسنه نه کوي. هغه په ډېرو لېرې پرتو ولایتونو کې د سرطان د تشخیص او درملنې د تخصصي مرکزونو نشتوالی، د تشخیص او جراحي په برخو کې د متخصصو ډاکټرانو او مسلکي کسانو کمښت، د روغتیا به برخه کې د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه او د ځینو باکیفیته درملو کمښت د سرطان ناروغانو پر وړاندې له لویو ننګونو بولي.

دغه ډاکټر زیاتوي چې ځینې سرطانونه که پر وخت تشخیص شي، د درملنې وړ دي، خو د متخصصو جراحانو کمښت او د راډیوټراپي خدمتونو نشتوالی د پېچلو سرطانونو، لکه د ځیګر او پانقراس سرطان درملنه ستونزمنه کړې ده.

دغه ډاکټر وايي: «د هېواد په یو شمېر ښارونو کې د سرطان د درملنې خدمتونه وړاندې کېږي، خو لا هم د ټولو ناروغانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي امکانات نشته. په ډېرو لېرې پرتو ولایتونو کې د سرطان د تشخیص او درملنې تخصصي مرکزونه نشته او موږ د متخصصو ډاکټرانو، مسلکي کسانو او ځینو باکیفیته درملو له کمښت سره مخ یو. د پېچلو سرطانونو، لکه د ځیګر او پانقراس سرطان په برخه کې د متخصصو جراحانو نشتوالي او راډيوټراپي د محدودو خدمتونو له امله د ناروغانو د درملنې لارې محدودې شوې دي.»

په داسې حال کې روغتیایي مرکزونو ته د سرطان د ناروغانو د ورتګ د پېښو د زیاتېدو راپور ورکول کېږی چې تر دې وړاندې هم د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د سرطان ناروغانو د درملنې په برخه کې د جدي ننګونو خبر ورکړی و. دغه سازمان ویلي و چې د درملو، بسترونو او تخصصي امکاناتو کمښت د سرطان ناروغانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت محدود کړی او د ناروغانو شمېر له شتهظرفیته ډېر دی.

د سرطان د څېړنو د نړیوالې ادارې د ۲۰۲۲ کال د اټکل له مخې، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۴ زره او ۲۷۵ نوې د سرطان پېښې تشخیصېږي او نږدې ۱۶ زره او ۹۲۳ کسان د دې ناروغۍ له امله مري. د سینې، معدې، مرۍ، سږو او خولې سرطانونه هم په افغانستان کې د سرطان له تر ټولو عامو ډولونو بلل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د زړه ناروغۍ، د شکرې ناروغي، سرطان او د سږو مزمنې ناروغۍ په ټوله کې په افغانستان کې د ۴۳ سلنه مړینو لامل کېږي. دغه سازمان اټکل کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به په مړینو کې د دغو ناروغیو ونډه ۶۰ سلنې ته لوړه شي او ښځې به پر دغو ناروغیو د اخته کسانو لویه برخه جوړوي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، یوازې د زړه او رګونو ناروغۍ هر کال په افغانستان کې د څه باندې ۴۰ زرو کسانو ژوند اخلي. د روغتیا نړیوال سازمان همداراز د سینې او رحم د غاړې سرطانونه په افغانستان کې د ښځو په منځ کې د درېیو تر ټولو عامو سرطانونو په ډله کې راوستي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.