• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کاسا-۱۰۰۰ پروژه؛ د ډبرو رالوېدو د پنجشېر لار د مسافرو لپاره خطرناکه کړې ده

ایلیا ایلیا
۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791283155]
Exclusive

Exclusive

د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا لېږد پروژې کار د دې ولایت عمومي سړک د خلکو د تګ راتګ لپاره پر خطرناکې لار بدل کړی دی. دوی زیاتوي چې د دې پروژې د کار پر مهال له غرونو لویې ډبرې سړک ته رالوېږي او په ځینو مواردو کې د تګ راتګ لار هم بندوي. د دوی په وینا، د پروژې مسوولانو د کار له پیل مخکې ژمنه کړې وه چې د ډبرو د رالوېدو د مخنیوي لپاره به په زیان‌منو برخو کې محافظتي سیمي جالونه نصب کړي، خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي چې د طالبانو له لوري د یوې بدیلې لارې له جوړولو سره سره، د دې خامې لارې خراب وضعیت د خلکو لپاره له هغې کار اخیستل سخت کړي دي. دوی د دې وضعیت دوام د مسافرو او موټرچلوونکو په ورځني تګ راتګ کې د خنډ لامل بولي او په زیان‌منو برخو کې د محافظتي جالونو د نصب غوښتنه کوي.

د پنجشېر یو اوسېدونکی احمد سروش (مستعار نوم) وايي چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پلي کېدو پر مهال د دې ولایت عمومي سړک زیانمن شوی او د لارې په ځینو برخو کې د ډبرو رالوېدو، تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی. هغه زیاتوي چې په ځینو مواردو کې له غره د ډبرو رالوېدل سړک د ساعتونو لپاره بندوي او مسافر اړ کېږي چې د لارې تر پاکېدو پورې انتظار وباسي.

سروش وايي: «د پنجشېر عمومي سړک کله ناکله د ساعتونو لپاره د غره د ښوېدنې او هغو ډبرو له امله بندېږي چې د پروژې د کار پر مهال له غره رالوېږي. دغه سړک شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې د حصه اول ولسوالۍ له پایه د پریان ولسوالۍ تر پایه رغول شوی او قیر پرې اچول شوی و، خو اوس یې د غره د ښوېدنې له امله ډېرې برخې ویجاړې شوې دي.»

د پنجشېر یو موټرچلوونکی چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي، له غره د ډبرو رالوېدو د موټرچلوونکو او مسافرو تګ راتګ له خطر سره مخ کړی دی. د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې له سړک سره د موټرو د ډبرو لګېدو له امله ټایرونه پنچر کېږي او په لاره کې د پنچرۍ نیولو د اسانتیاوو نشتوالي د موټرچلوونکو ستونزې لا زیاتې کړې دي.

دغه موټرچلوونکی وايي: «موږ په وېرې او احتیاط سره له دې لارې تېرېږو او سترګې مو له غره نه اړوو، څو د ډبرو له رالوېدو خوندي پاتې شو. کله ناکله موټر د سړک څنګ ته له لویو ډبرو سره ټکر کوي او د کوچنیو ډبرو له امله د موټرو ټایرونه هم پنچر کېږي. په دې لاره کې د حصه اول ولسوالۍ تر مرکز پورې د ټایر د پنچر ترمیمولو هېڅ اسانتیا نشته.» هغه زیاتوي چې څو ورځې مخکې هم له غره یوه ډبره راولوېدلې او د یوه موټرچلوونکي په لاس لګېدلی چې له امله یې د دغه موټرچلوونکي لاس مات شوی دی.

د پنجشېر یو بل اوسېدونکی شفیق (مستعار نوم) وايي چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې مسوولانو د کار له پیل مخکې ژمنه کړې وه چې د ډبرو د رالوېدو د مخنیوي او د سړک د خوندیتوب لپاره به په زیان‌منو برخو کې محافظتي سیمي جالونه نصب کړي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی. هغه زیاتوي چې د خلکو د تګ راتګ لپاره یوه بدیله لار هم جوړه شوې، خو دا چې دا لاره خامه ده، د خلکو لپاره یې ترې کار اخیستل سخت کړي دي.

د پنجشېر دغه اوسېدونکی وايي: «د پروژې مسوولانو د کار له پیل مخکې ویلي وو چې په هغو لارو کې چې لوی کمرونه له غره رالوېږي، محافظتي جالونه نصبوي، څو ډبرې سړک ته له رسېدو مخکې ودرول شي؛ خو تر اوسه دا کار نه دی شوی. که دغه جالونه نصب نه شي، د ډبرو د رالوېدو او خلکو او سړک ته د زیان رسېدو خطر به لا هم موجود وي.»

د پنجشېر یو بل اوسېدونکی صمیم (مستعار نوم) وايي چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د کار پر مهال موټرونه د لارې په ځینو برخو کې د ساعتونو لپاره درېدلي پاتې کېږي او له دغو سیمو تېرېدل ستونزمن شوي دي. هغه زیاتوي چې د پروژې مسوولان د ورځې په اوږدو کې لاره شاوخوا ۲۰ دقیقې پرانیزي، څو مسافر او موټرچلوونکي وکړای شي له سړکه تېر شي.

صمیم وايي: «شاوخوا څلور ورځې مخکې پنجشېر ته تللی وم. له پریان ولسوالۍ یوه جنازه لېږدول کېده. کله چې سیمې ته ورسېدو، لاره په بشپړه توګه بنده وه او موټرونه  سیند ته نږدې له یوې خامه لارې په ډېرې سختۍ تېرېدل. د لارې یوه بله برخه هم د پریان ولسوالۍ په دروازه کې بنده وه او موږ شاوخوا یو ساعت انتظار وکړ، څو سړک پرانیستل شي.»

هغه زیاتوي چې د پروژې د کار پر مهال د سړک په شاوخوا کې خاوره، ډبرې او د غره مواد اچول شوي او د لویو ډبرو رالوېدو هم د سړک ځینې برخې زیانمنې کړې دي. د هغه په وینا، په ځینو برخو کې د ډبرو او غره د ښوېدنې له امله د سړک قیر په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

صمیم وايي: «د پروژې د کار ځای له سړکه شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ مترو پورې واټن لري، خو هغه لویې ډبرې چې له غره رالوېږي، له سړک سره لګېدلي او سړک یې ویجاړ کړی دی؛ په دې ډول چې په ځینو برخو کې یې د قیر هېڅ نښه نه ده پاتې. مسوولان یوازې شاوخوا ۲۰ دقیقې سړک پرانیزي، څو مسافر او موټرچلوونکي له لارې تېر شي.»

له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د برېښنا لېږد پروژه، یا «کاسا-۱۰۰۰»، له قرغزستان او تاجکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد لپاره طرحه شوې ده. دغه پروژه شاوخوا ۷۵۰ کیلومتره د برېښنا د لېږد مزي لري او د ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت برابروي. د دې پروژې ځینې برخې په پنجشېر ولایت کې د پلي کېدو په حال کې دي.

د پنجشېر اوسېدونکي وايي، د پروژې د کار له دوام سره هممهاله باید د ډبرو د رالوېدو د مخنیوي او د مسافرو او موټرچلوونکو د خوندیتوب لپاره هم اقدامات وشي. هغوی په زیان‌منو برخو کې د محافظتي جالونو د نصب او د سړک د زیانمنو برخو د بیارغونې غوښتنه کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.