۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې په کندهار او هلمند کې د دوو ترافیکي پېښو په پایله کې شپږ کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
سرچینو شنبه د لړم پر ۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د کندهار – هلمند پر لویه لار په «وزیري» سیمه کې یو موټر چپه شوی دی.
د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان مړه او د یوه ماشوم په ګډون یو بل کس ټپي شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې دویمه پېښه بیا د کندهار په «سرکاري باغ» سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې موټر یو ځوان وهلی دی.
په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.
د چلوونکو بې احتیاطي، ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه او د سړکونو خرابوالی په هېواد کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.





