۸صبح، کابل: کابل کې پر یوه مېلمستون د داعش د برید په پایله کې د ۵ چیني وګړو له ټپي کېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې ژرترژره له افغانستانه ووځي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین سه شنبه د لیندۍ پر ۲۲ یوه خبري ناسته کې کابل کې د تېرې ورځې د برید له امله د خپلو ۵ وګړو ټپي کېدل تایید کړي دي.
رویټرز د ونبین له قوله راپور ورکړی، چې چین له طالبانو غوښتي ترڅو کابل کې د تېرې ورځې عاملانو ته د سزا ورکولو او د پراخو څېړنو ترڅنګ افغانستان کې د فعالو چینایي سازمانونو امنیت تامین کړي.
د ویلو ده، چې تېره ورځ دوو ځانمرګو بریدګرو کابل کې د چینایي وګړو پر یوه مېلمستون برید وکړ. د داعش خراسان ډلې د دغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.