پوټزل: د افغانستان پروړاندې نړیوال دریځونه د سختېدو په حال کې دي

۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر سرپرست او مرستیال مارکس پوټزل خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د نړۍ پاملرنه د کمېدو او دریځونه د سختېدو په حال کې دي.
یوناما سه شنبه د لیندۍ پر ۲۲ د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، چې مارکس پوټزل دغه څرګندونې د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو په دوولسمه کلنۍ ناسته کې بیان کړې ده.
هغه زیاته کړې: «ډېره اړینه ده چې افغانستان د مرکزي اسیا په اجنډا کې ووسي.»
د پوټزل دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ تر یوه کال د زیاتې مودې په تېرېدو سره هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.
د ویلو ده، چې د نړۍ هېوادونو د طالبانو حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د طالبانو له خوا ټولګډونه حکومت جوړول، د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه او د ښځو او نجونو حقونو تامین د مخ شرطونو په توګه وړاندې کړي دي.
طالبانو بیا خپل حکومت ټولګډونه بللی او د «شریعت په چوکاټ» کې یې د ښځو حقونو پر تامین ټینګار کړی دی.