په افغانستان کې د څه باندې ۷۰۰ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو له اعلان وروسته، د دې وضعیت د پایلو او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. یو شمېر هېوادوال وايي، فعال روغتیایي مرکزونه هم، د درملو، ډاکټرانو او درملنې د امکاناتو له کمښت سره مخ دي. د دوی په وینا، په ډېرو سیمو کې همدا مرکزونه د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو یوازینی غوراوی دی. دوی زیاتوي چې د دغو مرکزونو تړل کېدل، روغتیايي خدمتونو ته د بېوزلو کورنیو لاسرسی نور هم ستونزمنوي او ناروغان اړ کېږي چې د درملنې لپاره لېرې پرتو مرکزونو ته ولاړ شي.
هېوادوال له مسوولو ادارو او مرستندویو سازمانونو غواړي چې په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د درېدو د مخنیوي لپاره بېړنۍ حللارې ولټوي.
د غزني اوسېدونکی شکیب په هېواد کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل د اندېښنې وړ بولي. هغه وايي، په اوسنیو شرایطو کې هم ډېرې کورنۍ په خصوصي روغتونونو کې د درملنې لګښت نه شي ورکولای او د عادي ناروغیو د درملنې او د ماشومانو د واکسین لپاره د خپلې استوګنې سیمې ته نږدې پر روغتیايي مرکزونو تکیه کوي. د شکیب په وینا، د دغو مرکزونو تړل کېدل، روغتیايي خدمتونو ته د بېوزلو کورنیو، په ځانګړې توګه امیندوارو ښځو، ماشومانو، زړو کسانو او هغو ناروغانو لاسرسی نور هم محدودوي چې منظمې درملنې ته اړتیا لري.
شکیب وايي: «که زموږ د استوګنې سیمې ته نږدې روغتیايي مرکز وتړل شي، اړ کېږو چې د درملنې لپاره لېرې سیمو ته ولاړ شو او د موټر کرایه ورکړو. کله ناکله یو ناروغ بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري او لېرې مرکز ته یې لېږدول ډېر وخت نیسي. له بلې خوا، د تګ راتګ، معاینې او درملو پېرلو لګښتونه د هغو کورنیو لپاره چې لږ عاید لري، ستونزمن دي. له همدې امله، ښايي ځینې کورنۍ د پیسو د نه لرلو له امله ډاکټر ته ورتګ وځنډوي.»
د غور اوسېدونکی عمر وايي، د دې ولایت په ډېرو کلیو کې خلک د درملنې د ترلاسه کولو لپاره پر لږ شمېر روغتیايي مرکزونو تکیه کوي. هغه خبرداری ورکوي چې د همدغو مرکزونو تړل کېدل به ناروغان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي او د هغو کسانو درملنه به له ستونزو سره مخ کړي چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
دا ځوان وايي: «ډېر اندېښمن یم؛ ځکه ډېری خلک لېرې پرتو روغتیايي مرکزونو ته د تګ راتګ او هلته د درملنې لګښتونه نه شي ورکولای. که روغتیايي مرکزونه وتړل شي، ډېر ناروغان به ونه شي کړای پر وخت ډاکټر ته ورشي او ښايي له درملنې بېبرخې پاتې شي. دا وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، زړو کسانو او هغو ناروغانو لپاره خطرناک دی چې دوامدارې درملنې ته اړتیا لري او ان د ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.»
د پنجشېر اوسېدونکې عشوه وايي، د دوی د استوګنې سیمې ته نږدې روغتیايي مرکز، د وسایلو او تشخیصي امکاناتو له کمښت سره سره، د درملنې د ترلاسه کولو لپاره د دوی یوازینی غوراوی دی. هغه زیاتوي چې لېرې پرتو روغتیايي مرکزونو ته تګ کورنۍ د تګ راتګ او درملو پېرلو له لګښتونو سره مخ کوي.
دا نجلۍ وايي: «موږ په روغتیايي برخه کې ډېرې ستونزې لرو او زموږ یوازینۍ هیله زموږ کلي ته نږدې همدا روغتیايي مرکز دی. که څه هم دا مرکز کافي امکانات، د بېلګې په توګه د الټراساونډ ماشین نه لري؛ خو لږ تر لږه د عادي ناروغیو د درملنې لپاره ورته مراجعه کولای شو. همدا پرون زه، مور مې او د ترور لور مې ناروغانې وو او د معاینې لپاره رخې ته ولاړو. یوازې زما او د ترور د لور د تګ راتګ کرایه ۸۰۰ افغانۍ شوه او د درملو پېرلو لپاره مو هم شاوخوا زر افغانۍ ولګولې. لار هم ډېره لېرې وه او ستړې شوو. که زموږ د کلي همدا روغتیايي مرکز هم وتړل شي، بیا به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لرو.»
د کابل اوسېدونکی نجیب وايي، د ژمي موسم په درشل کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، په داسې وخت کې د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدودوي چې دغو خدمتونو ته اړتیا زیاتېږي. هغه زیاتوي چې د هوا په سړېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتېږي او عمر خوړلي کسان هم لا ډېرې روغتیايي پالنې ته اړتیا پیدا کوي. د نجیب په وینا، په داسې شرایطو کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل د ناروغانو درملنه ستونزمنوي او ښايي د ځینو ناروغانو درملنه وځنډېږي.
د کابل دا اوسېدونکی وايي: «دا خبر ډېر د اندېښنې وړ دی؛ ځکه د افغانستان په ټولو سیمو، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې خلک روغتیايي مرکزونو ته اړتیا لري. په ډېرو سیمو کې د دغو مرکزونو شمېر کم دی او ان په شته مرکزونو کې هم کافي درمل نه شته. د ژمي په رانږدې کېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتېږي او زاړه کسان هم د ناروغیو له ګواښ سره ډېر مخ کېږي. هر کال یو شمېر خلک، په ځانګړې توګه زاړه کسان د ژمنیو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. که شته روغتیايي مرکزونه هم وتړل شي، د خلکو ستونزې به نورې هم زیاتې شي.»
په همدې حال کې، یو شمېر ډاکټران وايي، په افغانستان کې د څه باندې ۷۰۰ روغتیايي مرکزونو تړل کېدل د عامې روغتیا لپاره جدي پایلې لري او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو، په ځانګړې توګه امیندوارو ښځو، ماشومانو، عمر خوړلو کسانو او په مزمنو ناروغیو د اخته کسانو لاسرسی محدودوي. دوی خبرداری ورکوي چې د دغو مرکزونو د فعالیت درېدل د ماشومانو د واکسین بهیر او د امیندوارۍ پر مهال روغتیايي مراقبتونه ګډوډولای شي او د ناروغیو پر وخت تشخیص او درملنه له ستونزو سره مخ کولای شي.
د هېواد یو ډاکټر حامد وردګ وايي، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د میلیونونو کسانو لاسرسی محدودوي او د درملنې لګښتونه زیاتوي، د ناروغیو تشخیص ځنډوي او روغتونونو ته د ناروغانو پر ناوخته ورتګ تمامېږي. هغه زیاتوي چې امیندواره ښځې، ماشومان، عمر خوړلي کسان او په مزمنو ناروغیو اخته کسان په هغو ډلو کې راځي چې د دغو مرکزونو له تړل کېدو تر نورو ډېر زیان ویني.
ښاغلی وردګ وايي: «د دغو مرکزونو تړل کېدل یوازې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي محدودېدل نه دي؛ بلکې د ټولنې عامه روغتیا له جدي خطر سره مخ کولای شي. هغه ښځې چې د امیندوارۍ پر مهال روغتیايي پالنې او د زېږون بېړنیو خدمتونو ته اړتیا لري، هغه ماشومان چې واکسین ته اړتیا لري او هغه زاړه کسان چې پر مزمنو ناروغیو اخته دي، په هغو ډلو کې راځي چې تر نورو به ډېر زیانمن شي. په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې اوږد واټن او د تګ راتګ لګښتونه کولای شي پر وخت روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د ورتګ مخه ونیسي.»
دا ډاکټر زیاتوي: «د دغو مرکزونو په تړل کېدو سره ښايي د ماشومانو د واکسین کچه راټیټه شي او د شري، نري رنځ، ملاریا او خوارځواکۍ په څېر ناروغیو تشخیص او درملنه وځنډېږي. دغه راز، د امیندوارۍ او زېږون پر مهال هغه ستونزې چې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري، ښايي پر وخت تشخیص نه شي. له همدې امله، د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د لوړېدو احتمال جدي دی او باید د مالي سرچینو د برابرولو، د روغتیايي مرکزونو د بېرته پرانیستلو او د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ لپاره ګامونه واخیستل شي.»
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې مرستیال برونو لمارکي تر دې مخکې ویلي وو چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله، په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې په افغانستان کې څه باندې ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
دغه راز، د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییزې مشرې حنان بلخي ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د بودیجي د کمښت له امله شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.



