۸صبح، کابل: له کابل ښاره سرچینې وایي چې طالبانو د ښار په ځینو برخو کې، کور په کور پلټنې پیل کړی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې نن دوشنبه (کب ۲۹) طالبانو د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند کارته سخي سیمه کلابنده کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د کورونو پر پلټلو سربېره، پر سړکونو د سخت پوځي حضور ترڅنګ، فرعي سړکونه هم څارل.
د طالبانو د تفتیش پر طریقې تر نیوکې وروسته، د دې ډلې جنګیالیو په کارته سخي کې د کور په کور پلټنو پر مهال، له ځانه سره یوه ښځینه پولیسه هم درلوده.
وسله والو طالبانو نه دي ویلي چې د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د کورونو د تالاشۍ موخه څه ده.
د کابل ښاریان پر دغو پلټنو نیوکه کوي او وايي چې طالبان هر کله چې غواړي د تفتیش تر نامه لاندې د خلکو کورونو ته ننوځي؛ نو د خلکو آرامتیا ته له پام پرته لاس په کار کېږي.
په څه کم دوو مياشتو کې دا د کابل ښار دریمې ناحیه کې د کور په کور پلټنې دويم پړاو دی.