• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کـورونـا واکسین؛ افغانستان د نړیوالو مـرستـو په تمه دی

لیکنه: عبدالاحمد حسیني، ژباړه: م. ظریف صمیم

 لیکنه: عبدالاحمد حسیني، ژباړه: م. ظریف صمیم لیکنه: عبدالاحمد حسیني، ژباړه: م. ظریف صمیم
۲۷ سلواغه/دلو ۱۳۹۹ - ۱۵ فبروري ۲۰۲۱ [t_time:1613407712]

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د سلواغې په نولسمه نېټه له هند څخه د واکسینو لومړنۍ جوپه افغانستان ته راورسېده. دا واکسین په داسې حال کې هېواد ته راورسېدل چې تراوسه د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا نه دي تایید شوي. له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي: ترهغه چې دا واکسین د نوموړي سازمان له خوا تایید نه شي، د تطبیق بهیر یې نه پیلېږي. سربېره پر دې، د نړۍ ځینو هېوادونو د کورونا ویروس د له منځه وړلو لپاره د دغه ویروس د واکسین د پېرلو او تطبیق لپاره هڅې پیل کړې دي. خو افغانستان تراوسه له نړیوالو شرکتونو لکه بیونتک، فایزر او سپوتنیک څخه د واکسینو د پېرلو پروګرام نه لري. د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې حکومت له دې مخکې د نړیوالو بانګ او آسیا د پراختیایي بانګ په همکارۍ د واکسینو د پېرلو لپاره کار پيل کړی او لومړۍ جوپه به یې څلور میاشتې وروسته افغانستان ته راورسېږي. ددغه وزارت مسوولین زیاتوي چې د واکسینو په رارسېدو سره به یې تطبیقول پیل کړي. د عامې روغتیا وزارت د تګلارې له مخې، ټاکل شوې په لومړي سر کې روغتیايي کارکوونکي، ښوونکي، امنیتي ځواکونه او هغه وګړي چې تر ډېره زیانمنونکي دي واکسین شي.
په داسې حال کې چې د نړۍ څو هېوادونه د کورونا واکسین په جوړولو بریالي شوي او آن زیات شمېر هېوادونو هم د واکسین د تطبیق پروګرام پیل کړی، خو افغانستان د بهرنیو مرستو په تمه دی. د عامې روغتیا وزارت وایي، که څه هم دولت په اوسني وخت کې له خپلې بودیجې د کورونا واکسین د پېرلو طرحه نه لري، خو له دې مخکې یې د نړیوال بانګ او آسیا د پراختیايي بانګ په همکارۍ د کورونا ویروس د پېرودلو اقدام کړی دی. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري د سلواغې په اتلسمه ۸صبح ته ووېل چې ټاکل شوې «Covax Facility» موسسه هم له افغانستان سره د کورونا واکسین مرسته وکړي. مېرمن جعفري زیاتوي چې د واکسینو لومړۍ جوپه به د ۱۴۰۰ کال تر غبرګولي پورې افغانستان ته راورسېږي. په دې توګه به یې د واکسین په رارسېدو سره تطبیقول پیل شي.
معصومې جعفري ووېل چې په نړۍ کې د کورونا واکسین کمښت ته په پام سره، د افغانستان لپاره یې پېرودل ډېر لګښت لري. خو هغې زیاته کړه: روغتیا وزارت په دې تمه دی چې ګاونډي هېوادونه ددغو واکسینو په جوړولو بریالي شي. د عامې روغتیا وزارت د ویاند د مرستیالې په وینا، د ګاونډیو هېوادونو له خوا د واکسین جوړولو په صورت کې افغانستان زیاته اندازه دا واکسین پېرلی شي. ددغه وزارت د مسوولینو په باور، د هېواد پر څلوېښت سلنه وګړو د واکسینو تطبیق د کورونا ویروس په وړاندې د معافیت لویه کتله جوړولی شي. له بلې خوا، هند له افغانستان سره د ۵۰۰ زره دوزونو واکسین د ورکړې ژمنه کړې وه چې د سلواغې نولسمه کابل ته راورسېدل. خو دغو واکسینو تراوسه د روغتیا د نړیوال سازمان تصدیق نه دی ترلاسه کړی. د دغه وزارت په وینا، ترهغه چې دا واکسین د نوموړي سازمان له خوا تصدیق نه شي د تطبیق بهیر یې نه پیلېږي. خو معصومه جعفري زیاتوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا تصدیق شي. د هغې په وینا، کله چې دغه واکسین ددې سازمان تصدیق ترلاسه کړي، د تطبیق پړاو یې هم پيلېږي. پر هند سربېره چین هم له افغانستان سره د یوه اندازه واکسینو د مرستې ژمنه کړې ده. مېرمن جعفري وايي، که څه هم دا مرستې د ژمنې په کچه دي او په دې برخه کې تراوسه عملي ګام نه دی پورته شوی، خو افغانستان له هر هېواده په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کولی شي.
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله زیاتوي چې د واکسین بهیر د پلي کېدو په صورت کې په لومړي سر کې روغتیايي کارکوونکي واکسین کېږي. د هغې په باور دا وګړي تر ډېره له خطر سره مخامخ دي ځکه له کورونا سره د جګړې په لومړۍ لیکه کې دي نو لومړی دوی واکسین کېږي. معصومې جعفري زیاته کړه، د روغتیا د نړیوال سازمان او د امریکا د سي بي سي بنسټ د لارښوونو له مخې، په دوهم ګام کې امنیتي ځواکونه، بندیان، هغه وګړي چې جانبي عوارض لري او هغه چې په لیلیو او پنډغالیو کې اوسېږي واکسین ورکول کېږي. د عامې روغتیا وزارت ددغه پروګرام د عملي کولو مسوولیت لري. مېرمن جعفري جوته کړه چې دغه وزارت له دې مخکې یوه کمیټه جوړه کړې او د واکسین د تطبیق پر څرنګوالي یې بحثونه کړي دي. هغې زیاته کړه چې د کورونا واکسین د تطیق په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان له لارښوونو استفاده کېږي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله ټینګار کوي چې د واکسینو تر تطبیق پورې باید هېوادوال په ټولنیزو اړیکو کې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي. هغې یو ځل بیا خلکو ته سپارښتنه وکړه چې لاسونه په اوبو او صابون پرېمینځي، له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو ته له ورتلو ډډه وکړي، ماسک وکاروي او واټن مراعات کړي. که څه هم روغتیايي چارواکو ویلي چې د کورونا ویروس دوهمه څپه په کمېدو ده، خو په هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ثبتېږي.
د ویلو ده چې کورونا ویروس د تېر کال د کب په پنځمه نېټه په هېواد کې راڅرګند شو. په دغه ویروس اخته لومړنی وګړی، یو ۳۵ کلن سړی و چې له ایرانه افغانستان ته راستون شوی و. له هغې وروسته د هېواد ټولو ولایتونو ته دا ویروس خپور شو او تراوسه ۵۵ زره او ۳۳۵ تنه پرې اخته شوي دي. له دې ډلې ۴۸ زره او ۲۷ تنه روغ شوي او دوه زره او ۴۱۰ نور مړه شوي دي. په اوسني وخت کې څلور زره او ۸۹۸ تنه هم په روغتیایي مرکزونو کې بستر دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • اوچا: په ۲۰۲۳ کال کې به مرستندویه ادارې د افغانستان پر هغو سیمو تمرکز وکړي چې لږ پام ورته شوی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.