۸صبح، کابل: د «انتقادي مکتب» تر نامه لاندې یو شمېر معترضو مېرمنو له طالبانو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د ورځ تر بلې زیاتېدونکي تعامل په تړاو اندېښنه ښودلې او وايي چې دا بنسټ په هېواد کې د «بشرضد ریښې» پیاوړې کوي.
یاد مکتب یکشنبه د لړم پر ۲۷مه، په یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې يوناما د ملګرو ملتونو د يوه اغېزمن عنصر په توګه بايد له خپلو مسووليتونو څخه تېښته ونه کړي.
د معترضو مېرمنو په وینا، دا بنسټ باید له طالبانو سره په معامله کې د افغانانو سیاسي او اقتصادي ګټې په پام کې ونیسي.
د بیان پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاوخوا اته ميليونه نجونې د زدهکړو له حقه محرومې، څلور نيم ميليونه مېرمنې بې کډوالې شوي او ١٨ زره نورې مېرمنې وزګارې دي.
په بیان کې همداراز راغلي چې طالبانو ته د بشري مرستو تر نامه لاندې د نړیوالې ټولنې د پیسو لېږد د خلکو په دسترخوان کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.
په بیان کې ویل شوي چې افغان مېرمنې طالبان په رسمیت نه پېژني او ۱۸ میلیونه مېرمنو په پام کې له نیولو پرته له دغې ډلې سره تعامل د دوی له حقونو ښکاره سرغړونه ده.
له دې مخکې هم افغان معترضو مېرمنو د طالبانو پر وړاندې د نړيوالې ټولنې پر سیاست نيوکې کړې وې.





