۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه بللی چې د جبري ورکېدو پېښې په کې زیاتې دي.
دا راپور پنجشنبه د وږي پر ۸مه خپور شوی او زیاتوي چې په افغانستان کې د ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې زرګونه کسان د دولتي ځواکونو او یا هم د جهادي ډلو له خوا تر نیول کېدو وروسته نادرکه شوي دي.
د دغه راپور په منځپاڼګه کې ټینګار شوی: « طالبان په تېرو ۴۶ کلونو کې د هغو ناوړه ګټهاخیستونکو چارواکو په ډله کې شامل دي چې د خپل کنټرول او په خپلو مخالفانو کې د وېرې رامنځته کولو لپاره له جبري ورکېدو څخه کار اخلي.»
د څار بنسټ د راپور له مخې، په قربانیانو کې د پخواني دولت د امنیتي ځواکونو سلګونه غړي هم شامل دي چې ډیری یې له نیول کېدو وروسته «له محکمې پرته» اعدام شوي دي.
که څه هم د ۱۹۷۸ کال له کمونیستي کودتا وروسته د نادرکه کسانو نوملړ خپور شو؛ خو په افغانستان کې د لسګونو زرو نادرکه کسانو له ډلې د څلور زرو ۷۸۵ کسانو برخلیک لا هم ناڅرګند دی او ښايي د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو ترمنځ اعدام شوي وي.
د دې لسګونو زرو کسانو په منځ کې تر ۶۰۰ ډېر هغه کسان دي چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو په سختو جګړو کې د بېلابېلو مخالفو ډلو له خوا بندیان او نادرکه شوي دي.
په دې کسانو کې محصلین، خبریالان، هټیوال او نور ملکیان هم شامل دي چې د نظار شورا، وحدت ګوند، جنیش ګوند او طالبانو له خوا نادرکه شوي دي.
په دې راپور کې راغلي: «د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په کندهار کې د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ د پولیسو ځواکونه د شاوخوا دوه زرو ۲۰۰ کسانو د جبري ورکېدو مسوولان وو چې په کې طالبان او د قومونو اړوند ملکیان شامل دي.»
د څار بنسټ په وینا، داسې انګیرل کېږي چې نادرکه کسان د دې کلونو په اوږدو کې په دښتو او ډلهییزو قبرونو کې ښخ شوي دي.
تر اوسه هېڅ یوه بنسټ چې د ورکېدو له قضیو سره تړاو لري، د دې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پرمهال د هېواد د پخوانيو سرتېرو، معترضو ښځو او عامو خلکو په ګډون د ډېرو نادرکه کسانو د برخليک په هکله معلومات نشته.





