• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کلتوري محدودیتونه او د پوهاوي کمښت؛ په افغانستان کې د ښځو د سینې سرطان د ژر تشخیص پر وړاندې خنډونه

۸صبح ۸صبح
۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792662935]
Magnific

Magnific

اکټوبر میاشت هر کال د سینې سرطان په اړه د پوهاوي میاشت بلل کېږي. د نړۍ بېلابېل هېوادونه د پوهاوي د لوړولو او د ناروغۍ ژر تشخیص ته د هڅولو له لارې هڅه کوي چې د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه راکمه کړي. د دې میاشتې په مناسبت، په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي چې د سینې سرطان، د هغه د نښو او د ژر تشخیص د لارو چارو په اړه کافي معلومات نه لري. دوی زیاتوي چې کلتوري محدودیتونو او د ښځو د بدن په اړه له خبرو کولو شرم په دې برخه کې د پوهاوي لوړول سخت کړي دي.

د کابل، تخار، غزني، دایکندي او بلخ ولایتونو یو شمېر ښځې وايي چې د سینې سرطان په اړه د دوی د پوهاوي کچه توپیر لري. ځینې ښځې د دې ناروغۍ له احتمالي نښو سره بلدتیا نه لري او نه پوهېږي چې په خپلو سینو کې د غیرعادي بدلونونو د لیدلو په صورت کې کوم روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي. په مقابل کې، ځینې نورې ښځې د مطالعې، انټرنېټ یا له ډاکټرانو د معلوماتو ترلاسه کولو له لارې د دې ناروغۍ له نښو او د تشخیص له لارو چارو سره بلدې شوې دي.

دغه ښځې ټینګار کوي چې ټولې نجونې او ښځې باید روغتیايي معلوماتو ته لاسرسی ولري. دوی د رسنیو، ټولنیزو شبکو او ښوونیزو پروګرامونو له لارې د پوهاوي د کمپاینونو د ترسره کېدو غوښتنه کوي، څو ښځې د سینې سرطان د نښو، د ژر تشخیص د اهمیت او روغتیايي مرکزونو ته د ورتګ د څرنګوالي په اړه باوري معلومات ترلاسه کړي.

د تخار اوسېدونکې نسترن وايي، د سینې سرطان، د دې ناروغۍ د نښو او د ژر تشخیص د لارو چارو په اړه کافي معلومات نه لري. هغه زیاتوي چې که په خپلو سینو کې غیرعادي بدلونونه وویني، ډاکټر ته به مراجعه وکړي؛ خو نه پوهېږي چې د دغو بدلونونو د معاینې لپاره کوم روغتیايي مرکز یا متخصص ته ورشي.

د تخار دغه اوسېدونکې وايي: «زما په اند، زموږ د اوسېدو په سیمه کې ښځې د سینې سرطان په اړه کافي پوهاوی نه لري، ځکه په دې برخه کې ډېر پوهاوی نه دی ورکړل شوی. باید د پوهاوي کمپاینونه پیل شي، څو ښځې د دې ناروغۍ او د ژر تشخیص د لارو چارو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي.»

د غزني اوسېدونکې عادله وايي، کلتوري محدودیتونو او ټولنیزو بندیزونو د ښځو د بدن د روغتیا او د سینې سرطان په څېر ناروغیو په اړه خبرې کول سخت کړي دي. د هغې په وینا، په ډېرو کورنیو کې د سینې او اړوندو ناروغیو په اړه خبرې له شرم سره مل وي او نجونې هم د خپل بدن په اړه کافي معلومات نه ترلاسه کوي.

عادله وايي: «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د روغتیايي اړتیاوو په اړه د پوهاوي اغېزناک پروګرامونه کافي نه دي. ستونزه یوازې د کمپاینونو او پوسترونو نشتوالی نه دی؛ ښځې باید وکړای شي د خپل بدن په اړه خبرې وکړي، د ناروغۍ نښې جدي وګڼي او له وېرې او سپکاوي پرته ډاکټر ته مراجعه وکړي. په ډېرو کورنیو کې ان د سینې د کلمې ویل هم د شرم وړ ګڼل کېږي او نجونې د خپل بدن په اړه روښانه پوهاوی نه لري.»

د دایکنډي اوسېدونکې عمره صدیقي وايي، په تېر یوه کال کې یې د سینې سرطان په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي. هغه د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی، د ناروغۍ د تشخیص په اړه اندېښنه او د پوهاوي پروګرامونو کمښت هغه ستونزې بولي چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی ستونزمنولای شي.

عمره وايي: «د سینې سرطان داسې ناروغي ده چې ښځې یې باید په اړه پوهاوی ولري. ناروغي نه عیب دی او نه د شرم لامل؛ خو ډېرې ښځې، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې کافي زده‌کړې یې نه دي کړې، د دې ناروغۍ د نښو او د تشخیص د لارو چارو په اړه اړین معلومات نه لري. باید د ټولنیزو شبکو او د پوهاوي د نورو لارو له لارې ښځو ته روغتیايي معلومات وړاندې شي، څو خپل بدن ښه وپېژني او په خپلو سینو کې د غیرعادي بدلونونو د لیدلو په صورت کې پر وخت ډاکټر ته مراجعه وکړي.»

د کابل اوسېدونکې سمیرا وايي، ډېرې ښځې د سینې سرطان د نښو او د ژر تشخیص د لارو چارو په اړه کافي معلومات نه لري. هغه د رسنیو، ښوونځیو، جوماتونو او ټولنیزو شبکو له لارې د پوهاوي د کمپاینونو غوښتنه کوي.

سمیرا وايي: «ډېرې ښځې د سینې سرطان په اړه کافي پوهاوی نه لري. دوی باید د دې ناروغۍ د نښو او د ژر تشخیص د اهمیت په اړه معلومات ترلاسه کړي. د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې پوهاوی د ښځو د معلوماتو په زیاتولو کې مهم رول لوبولای شي.»

په مقابل کې، د بلخ اوسېدونکې سلیمه وايي چې د سینې سرطان د نښو او د ژر تشخیص د اهمیت په اړه پوهاوی لري. هغه زیاتوي چې خپل معلومات یې له باوري روغتیايي سرچینو، طبي کتابونو، انټرنېټ او روغتیايي پوهاوي پروګرامونو ترلاسه کړي دي.

سلیمه وايي: «د سینې سرطان ښايي په سینه یا تخرګ کې د غوټې د پیدا کېدو، د تي د اندازې او بڼې د بدلون یا د پوستکي او د تي د څوکې د غیرعادي بدلونونو په بڼه څرګند شي. د دغو نښو د لیدلو په صورت کې باید ډاکټر ته مراجعه وشي. د دې ناروغۍ تشخیص د ډاکټر د معاینې او د ماموګرافۍ، الټراساونډ او د اړتیا په صورت کې د نسج د نمونې اخیستلو په څېر ازموینو له لارې کېږي.» خو د دې ښځې په اند، د دغو نښو څرګندېدل په خپله د سینې په سرطان د اخته کېدو په مانا نه دي او د هغو د لامل معلومولو لپاره طبي معاینه اړینه ده.

اکټوبر میاشت  د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د سینې سرطان په اړه د پوهاوي میاشت بلل کېږي او ګلابي پټۍ د دې نړیوال کمپاین نښه ده. په دې میاشت کې د ناروغۍ د نښو، ژر تشخیص او د ناروغانو د ملاتړ په اړه د پوهاوي د لوړولو لپاره پروګرامونه جوړېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په نړۍ کې د ښځو تر ټولو عام سرطان دی. دغه سازمان په ۲۰۲۱ کال کې د سینې سرطان په اړه نړیوال نوښت پیل کړ او تر ۲۰۴۰ کال پورې یې د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه هر کال ۲.۵ سلنه راکمول خپل هدف وټاکه. که دا هدف ترلاسه شي، د شاوخوا ۲.۵ میلیونه ښځو د مړینې مخه نیول کېدای شي.

ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په ټوله نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې پر سرطان اخته کېږي او یوه ښځه د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

که څه هم، په نړیواله کچه د سینې سرطان په اړه د پوهاوي د لوړولو لپاره هڅې روانې دي، د دې ناروغۍ د نښو پېژندل، باوري معلوماتو ته لاسرسی او پر وخت روغتیايي مرکزونو ته مراجعه هغه موضوعات دي چې په افغانستان کې له ښځو سره په خبرو کې هم د پام وړ بلل شوي دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.