د غويي په اتلسمه نېټه د کابل په دیارلسمه ناحیه کې د سیدالشهدا ښوونځي زده کوونکي د رخصتۍ پرمهال، ددغه ښوونځي ترڅنګ درې پرلپسې چاودنې وشوې چې له امله يې ۸۵ تنه مړه او له ۱۴۰ زیات ټپیان شول. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي چې ددغه برید ډېری قربانیان د ښوونځي ښځینه زده کوونکې او پر لاره تېرېدونکي وګړي وو. که څه هم تراوسه د چاودنې بڼه نه ده جوته شوې، خو ځینې وایي چې موټر بم چاونه وه او یو شمېر بیا دا یو راکټي برید ګڼی. که څه هم کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو طالبانو په هغې کې لاس لرل رد کړي دي.
سید الشهدا د کابل په لوېدیځ کې یو لوی ښوونځی دی چې په زرګونه نجونې او هلکان پکې زده کړه کوي، د ښوونځي ترڅنګ یو صحي کلنیک هم دی چې لومړی چاودنه د کلینک په مخکې ښوونځي ته څېرمه شوې ده. د پېښې شاهدان وايي چې امنیتي ځواکونه او امبولانسونه په ځنډ سیمې ته ورسېدل. د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې دا برید د کابل په لوېدیځ کې د کوثر دانش پر ښوونیز مرکز او نورو ښوونیزو مرکزونو او کابل پوهنتون بریدونو ته ورته و. هغه وایي طالبان په دې برید کې لاس لري خو د طالبانو ډلې ویاند ویلي چې دا ډله پر سید الشهدا ښوونځي په برید کې لاس نه لري.
غبرګونونه
پر سید الشهدا ښوونځي برید په ملي او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.
ولسمشرۍ دفتر پر سیدالشهدا ښوونځي برید غندلی دی. ولسمشر غني ویلي: «طالبانو د جګړې او تاوتریخوالي په زیاتولو سره دا ځل وښوده چې نه یوازې په سوله ییز او اساسي توګه د اوسني کړکېچ اواري ته لېوالتیا نه لري؛ بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې رامنځته شوی فرصت سبوتاژ کوي.»
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ددغه برید په غبرګون کې ویلي چې ترهګرو د روژې په مبارکه میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونه تنه په وینو کې لیت پېت کړل او ډېرې کورنۍ د خپلو غړو د ویر په ټغر کینولې.
د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش هم پر سید الشهدا ښوونځي برید غندلی او په یوه پيغام کې یې ویلي چې دا وحشیانه او انساني ضد عمل د بشري ضد جنایت څرګنده بېلګه ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر سید الشهدا ښوونځي برید یو ترهګر عمل، له افغانان سره ښکاره دښمني او د هېواد د سولې او آرامۍ د دښمنانو کار بللی دی.
په کابل کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر یوناما هم پر دغه ښوونځي د برید په اړه خواشيني څرګنده کړې او هغه یې ښکاره ظلم بللی چې ملکي خلک په نښه کېږي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر دا برید وېروونکی او وحشیانه ترهګر عمل بللی او ویلي یې دي چې د ښوونځي پر زده کوونکو برید د افغانستان پر راتلونکي برید دی.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي هم دا برید غندلی او هغه یې یو ناځوانمردانه عمل بلل دی.
د اسلامي همکارۍ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل په دشت برچي سیمه کې برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې یوه ترهګریزه پېښه یاده کړې ده.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم پر خپله فیسبوک پاڼه ددغه برید په اړه له افغانانو سره خپله همدردي څرګنده کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په افغانستان کې د عامو خلکو د وژنې په پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.
اخوا د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس هم د کابل د دشت برچي برید په خاطر د افغانستان له خلکو سره خواخوږي ښودلې او هغه یې یو غیر انساني عمل بللی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل د دشت برچي برید غندلی او ویلي یې دي چې د نجونو زده کوونکو هدف ګرځول په حقیقت کې د افغانستان پر راتلونکي برید دی.
د یادولو وړ ده چې له دې مخکې هم د کابل په لوېدیځ کې دې ته ورته بریدونه شوي دي. د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۷مه نېټه پر کوثر دانش ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو چې پراخه مرګ ژوبله یې لرله. د ۱۳۹۷ کال د کب په ۲۵مه په دشت برچي سیمه کې پر موعود ښوونیز مرکز برید وشو چې له امله یې ۴۸ زده کوونکي مړه او ۶۷ نور ټپیان شول.
همداراز، په دې سیمه کې پر باقرالعلوم او امام زمان جوماتونو، میوند ورزشي کلپ، شهر دوبۍ د ودونو پر تالار او د برچي پر سل بستریز روغتون دې ته ورته بریدونه شوي چې له امله یې په لسګونه تنه مړه او ټپيان شوي دي.