• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه او غبرګونونه

۸صبح ۸صبح
۲ غويی/ثور ۱۴۰۰ - ۲۲ اپرېل ۲۰۲۱ [t_time:1619063521]

د امریکا ولسمشر جوبایډن د وري په ۲۵مه نېټه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو وخت اعلان کړ او وې وېل چې ددې وخت رارسېدلی، امریکا خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د مې میاشتې له لومړۍ نیټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر پیلوي. ناټو سازمان هم د امریکا پرېکړې ته په کتو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خبري ناسته کې ويلي چې د ناټو غړو هېوادونو له امریکا سره یو ځای افغانستان ته ځواکونه استولي په یوه وخت به یې وباسي.
په دې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته راغی او له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره یې وکتل.
هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ويلي چې د دوی د سرتېرو وتل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو د کمزوري کېدو په مانا نه دي او د امریکا دولت د افغانستان له دولت او خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
ولسمشر غني هم له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او ويلي یې دي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا پرېکړې ته درناوی لري او هڅه کوي چې له امریکا سره د لېږد په بهیر کې همکاري وکړي. ولسمشر ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوازې له خپل هېواده د دفاع وړتیا لري.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس هم وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره له هېواده د نړیوالې ټولنې ملاتړ پای ته نه رسېږي. ولسي جرګې هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، ښايي یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل او افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز بدل شي.
اخوا، طالبانو بیا د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په غبرګون کې به د دوی پرخلاف خپل بریدونه پيل کړي.
په دې لړ کې، ټاکل شوې څو ورځې وروسته د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي چې د افغانستان د راتلونکي نظام او سولې د ټینګښت په اړه د لارې نقشه برابره کړي. خو طالبانو په دغه ناسته کې خپل ګډون رد کړی او ویلي یې دي ترڅو چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي د افغانستان په اړه ناستو کې به ګډون ونه کړي.
اوسنیو حالاتو ته په پام سره افغانانو ته په کار ده چې له دغه تاریخي او کم ساري فرصته په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره ګټه پورته کړي. تېرو ترخو تجربو او ناخوالو ته کتو د یو بل منلو د اصل له مخې سره کښېني او په پوره اخلاص او صداقت مذاکرات وکړي او د افغانانو دردونو او کړاوونو ته نور د پای ټکی کېږدي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي
بهرني خبرونه

اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792863342]
په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ
خبرونه

په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792860608]
ملګرو ملتونو د افغانانو د زغم او ستونزو پر وړاندې د درېدو ستاینه وکړه
بهرني خبرونه

ملګري ملتونه: د نړۍ پوځي لګښتونه له دوو ټریلیونو ډالرو اوښتي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792858626]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.