• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د زده‌کړې د کیفیت ټیټوالی او بې‌پامي؛ زده‌کوونکي درس لوستلو ته انګېزه نه لري

ایلیا ایلیا
۱۱ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788348098]
Getty Images

Getty Images

یو شمېر کورنۍ په ښوونځیو کې د جدي زده‌کړو له نشتوالي او د مسوولانو له بې‌پامۍ شکایت کوي. دوی وایي چې په ډېرو ښوونځیو کې د زده‌کړې بهیر په جدي توګه نه تعقیبېږي او ان د زده‌کوونکو ترمنځ شخړې هم د مسوولانو له لوري نه څېړل کېږي. د دغو کورنیو په وینا، له ښوونځیو د نجونو پر حذف او د سیالۍ د فرصتونو او تحصیلي انګېزې پر کمېدو سره، ګڼو زده‌کوونکو د اقتصادي ستونزو له امله هم ښوونځي او پوهنتون پرېښي او کار ته یې مخه کړې ده. دوی زیاتوي چې هغه زده‌کوونکي چې لا هم ښوونځیو ته ځي، بې له جدي ارزونې او د زده‌کړې د کچې له سنجولو، لوړو ټولګیو ته ځي او په پای کې فارغېږي.

دغه کورنۍ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې د طالبانو د تګلارو او د زده‌کړې په برخه کې د بې‌پامۍ له امله یې لوڼې له زده‌کړو پاتې شوې دي او زامن یې هم ښوونځي ته له تلو سره سره، باکیفیته زده‌کړې نه ترلاسه کوي.

د اووم ټولګي د یوه زده‌کوونکي مور سویتا (مستعار نوم)  وایي چې زوی یې د ښوونځي په لومړیو دوو کلونو کې ښه درسي وضعیت درلود او د خپلو نمرو د ساتلو لپاره یې ډېرې هڅې کولې. هغه وایي:« زما زوی د اووم ټولګي زده‌کوونکی دی. په لومړیو دوو کلونو کې یې درس او نمرې ښې وې او ډېر زحمت یې ایسته چې نمرې یې کمې نه شي. تل به یې ویل چې یوه نمره اخیستل سخت دي. خو اوس چې ښوونځي ته ځي او راځي، زه او پلار یې په زور پرې درس وایو. که څه هم نمرې یې ښې دي، خو درسونه نه زده کوي او ان هغه څه چې مخکې یې زده کړي وو، هېر کړي دي.»

دغه مور زیاتوي چې زوی یې نور د درس لوستلو ته انګېزه نه لري. د هغې په وینا، کله چې له خپل زوی پوښتي چې ولې درس نه لولي، هغه ځواب ورکوي: «  په ښوونځي کې همدومره درس وایو، نور اضافه څه ولولم؟»

سویتا وایي چې زوی یې د پنجشنبې په ورځو هم ښوونځي ته نه ځي، ځکه د هغې په وینا، ډېر ښوونکي په دې ورځ ښوونځي ته نه حاضرېږي.

دغه مور د خپل زوی د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي: «حیرانه یم چې راتلونکې به یې څنګه شي. پلار ته یې وایم چې مستري‌ګري ته یې بوځه، لږ تر لږه که له ښوونځي یې څه زده نه کړل، یو کسب خو به زده کړي؛ ځکه په دې هېواد کې هېڅ شی سم نه دی او په راتلونکې کې به د نورو محتاج نه وي.»

کوثر (مستعارنوم) وایي چې څلور ماشومان یې زده‌کوونکي دي، خو د هغې په وینا، په ښوونځیو کې جدي زده‌کړه نشته او ان د زده‌کوونکو ترمنځ شخړې هم د مسوولانو له تعقیب پرته پاتې کېږي.

دغه مور وایي: «پرون مې لور وویل چې استاد مو په ټولګي کې نه و. زده‌کوونکو له یو بل سره جنګ وکړ. یوه زده‌کوونکي خپل یو ټولګیوال د اوبو په بوتل په سترګه ووهه. کله چې استاد ټولګي ته راغی، ضعف یې وکړ. یوه بله نجلۍ زده‌کوونکې هم د یوه هلک زده‌کوونکي له خوا وهل شوې وه.»

کوثر زیاتوي چې د ښوونځي مسوولان د زده‌کوونکو په غیرحاضرۍ پسې هم په لازمه توګه نه ګرځي: «مثلاً کله چې د خپل زوی رخصتي اخلم، بې له دې چې دلیل یې وپوښتي، په ډېرې اسانۍ اجازه راکوي. وایي که سبا هم رانغی، ستونزه نشته، حاضر به یې کړو. له ځانه یې تېروي.»

دغه مور وایي: « اولادونه مې ستړي او زړه‌ماتي دي، تازه یتیمان شوي دي. زموږ کور په غره کې دی او روغتیايي او اړین امکانات ورته نشته. ښوونځي ته چې هم ولاړ شي او استاد پرې کوښښ ونه کړي ، ډېره سخته ده.»

شکیبا (مستعاره نوم) وایي چې زوی یې د لسم ټولګي زده‌کوونکی دی، خو د هغې په وینا، د لسم ټولګي د یوه زده‌کوونکي په اندازه یې څه نه دي زده کړي. هغه وایي، هر کله چې له زوی غواړي درس ولولي، ځواب ورکوي: «څه ولولم؟ په ښوونځي کې خو ټوکې او بې‌ځایه کارونه دي.»

هغه وایي: «ټینګار کوي چې ایران ته لاړ شي او کار وکړي، یا که بورس پیدا شو، بل هېواد ته د زده‌کړې لپاره ولاړ شي. وایي په افغانستان کې درس نه لولم، ځکه ګټه نه لري. ټوله ورځ په ښوونځي کې ریشخندي ده.»

دغه مور د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په تړاو د طالبانو پر پرېکړې نیوکه کوي او وایي چې د طالبانو د تګلارو او د زده‌کړې په برخه کې د بې‌پامۍ له امله یې دوې لوڼې له زده‌کړو پاتې شوې دي او زوی یې هم ښوونځي ته له تلو سره سره، باکیفیته زده‌کړې نه ترلاسه کوي.

شکیبا زیاتوي :«دوو لوڼو مې شپږم ټولګی بشپړ کړ، خو طالبان نور اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته لاړې شي. هغوی خپله زړه‌ماتې او د راتلونکې په اړه اندېښمنې دي. اقتصادي وس او امکانات نه لرم چې ګاونډي هېواد ته یې د زده‌کړې لپاره بوځم. یو زوی مې هم داسې بې‌سواده پاتې کېږي او لوڼې مې هم له زده‌کړو پاتې شوې دي. د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه ډېره اندېښمنه یم.»

په همدې حال کې د یوه محصل پلار  فواد وایي چې زوی یې تېر کال له ښوونځي فارغ شوی، خو د هغه په وینا، د ښوونځي پر مهال یې هېڅ ګټور څه نه دي زده کړي. سره له دې، هغه پوهنتون ته بریالی شوی، خو د دې پلار په باور، هغه وضعیت چې په ښوونځي کې و، اوس په پوهنتون کې هم دوام لري او جدي او اغېزناکه زده‌کړه نه کېږي.

دغه پلار وایي:«زوی مې محصل دی، خو ان  قلم هم نه لري. نه پوهېږم دا څه ډول پوهنتون او څه ډول اداره ده. کله چې موږ پوهنتون لوست، ان د خوب وخت مو نه درلود؛ خو اوس د ښوونځي او پوهنتون زده‌کوونکي په اسانه بریالي کوي.»

فواد زیاتوي: «بیا نجونې هم نشته، سیالي نشته. ډېر ماشومان د بېوزلۍ له امله ښوونځي او پوهنتونونه پرېږدي او کار ته مخه کوي. هغه کسان چې پاتې دي، هغوی هم بې له کومې ارزونې فارغېږي. زما د زوی په څېر لسګونه نور ماشومان هم همداسې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان ښوونیز نظام له پراخو بدلونونو سره مخ شوی دی.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې یو شمېر ښوونکي له دندو لېرې کړي او له شپږم ټولګي پر پورته زده‌کړو د بندیز په ګډون یې د نجونو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.