• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د لاسي صنایعو د پلور کمېدل؛ صنعت‌کاران محدودیتونو او د بازار سوړوالي ته اندېښمن دي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۱ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789227102]

د لاسي صنایعو یو شمېر صنعت‌کاران د خپلو محصولاتو د پلور د کمېدو او د بازار د سړېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، د لاسي صنایعو تولید ظرافت، مهارت او د پام وړ وخت او لګښت ته اړتیا لري؛ خو د مناسب بازار نشتوالي او د تقاضا کمېدو د پلور او بازارموندنې په برخه کې د دوی فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د دوی په وینا، په تېرو کلونو کې د لاسي صنایعو محصولاتو په کوردننه او بهر د پام وړ پېرېدونکي لرل؛ خو په وروستیو کلونو کې د پېرېدونکو شمېر کم شوی دی.

صنعت‌کاران همداراز وايي چې په دې برخه کې فعالې ښځې په نندارتونونو کې د ګډون او حضور له محدودیتونو سره مخ دي؛ هغه محدودیتونه چې د دوی په باور، د محصولاتو د معرفي کولو او وړاندې کولو او نویو بازارونو ته د لاسرسي فرصتونه یې کم کړي دي.

د لاسي صنایعو د یوه کارغالي مسوول امید (مستعار نوم) وايي چې لاسي صنایع په ډېر ظرافت او زحمت تولیدېږي؛ خو په وروستیو کلونو کې د دغو محصولاتو د پلور بازار سوړ شوی دی. د هغه په وینا، صنعت‌کارانو تر دې وړاندې هم کورني او هم بهرني پېرېدونکي لرل.

د لاسي صنایعو د دغه کارغالي مسوول وايي: «تر دې وړاندې به مو بهرني فرمایشونه په انلاین بڼه ترلاسه کول او د خدماتي شرکتونو له لارې به مو پېرېدونکو ته استول؛ خو اوس په کور دننه د اقتصادي شرایطو د نامناسبوالي له امله د کورنیو پېرېدونکو د پېرلو وړتیا کمه شوې ده. له بلې خوا، د لېږد رالېږد د لارو اړوند ستونزو هم د بهرنیو پېرېدونکو بازار پیکه کړی دی.»

د لاسي صنایعو صنعت‌کاره حیفا الکوزۍ وايي چې د لاسي صنایعو صنعت‌کاران او هنرمندان، سره له دې چې د هېواد د لاسي هنرونو د ژوندي ساتلو او د خپل لاس د کار له لارې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره له ډېرې هڅې او لېوالتیا کار اخلي، د خپلو محصولاتو د پلور او بازارموندنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

الکوزۍ زیاتوي: «موږ صنعت‌کاران په ډېر زحمت هڅه کوو چې د خپل هېواد هنرونه او لاسي صنایع ژوندي وساتو او د خپل لاس د کار له لارې ژوند وکړو؛ خو له بده مرغه، په دې ورځو کې د پلور بازار ډېر پیکه شوی او د خپلو محصولاتو د پلور لپاره مناسب پېرېدونکي او بازار نه لرو.»

دغه صنعت‌کاره وايي چې ښځینه صنعت‌کاران په نندارتونونو کې د حضور او ګډون له محدودیتونو سره هم مخ دي او دغه وضعیت د هغوی د محصولاتو د معرفي کولو او پلور فرصتونه کم کړي دي.

هغه وايي: «موږ ډېره مرسته نه غواړو؛ یوازې د کار، پلور او لیدل کېدو فرصت غواړو. مهرباني وکړئ زموږ غږ واورئ او د دغو ستونزو د حل لپاره یو ګام پورته کړئ.»

د لاسي صنایعو د یوه بل کارغالي مسوول احمد (مستعار نوم) وايي چې ګڼې ښځې د کاري ډلو په بڼه په خپلو کورونو کې د لاسي صنایعو پر تولید بوختې دي او په وروستیو میاشتو کې د هغوی د محصولاتو کیفیت او معیار هم ښه شوی دی؛ خو د دغو محصولاتو د پېر او پلور بازار ډېر سوړ شوی دی.

د دغه کارغالي مسوول وايي: «داسې ورځې راځي چې په ټوله ورځ کې ان یو پلور هم نه لرو. د لاسي صنایعو د بازار د پیکه کېدو له امله اړ شوو چې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړو.»

احمد زیاتوي: «که په نړیوالو بازارونو نندارې ته زموږ د محصولاتو د وړادندې کېدو زمینه برابره شي او د افغانستان لاسي صنایع نورو هېوادونو ته ور وپېژندل شي، زموږ د پلور بازار به هم ښه شي او د پېر او پلور کچه به لوړه شي. سره له هغه زیاره چې ګالو یې، له بده مرغه مطلوبه پایله نه ترلاسه کوو.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي خبرداری ورکوي چې د لاسي صنایعو د پلور بازار پیکه کېدل په مستقیم ډول د صنعت‌کارانو پر عوایدو اغېز کوي او کاري فرصتونه، په ځانګړې توګه د ښځو او هغو کورنیو لپاره چې له کوره کار کوي، کموي

قریشي وايي: «کله چې پلور کم  وي، تولیدوونکی د لومړنیو توکو د پېرلو، د خپل کار د پراختیا او د نویو کسانو د ګومارلو توان له لاسه ورکوي او یو شمېر صنعت‌کاران اړ کېږي چې دغه کسب پرېږدي.» د هغه په وینا، د خلکو د پېرلو د وړتیا کمېدل، د لومړنیو توکو د بیو لوړوالی، د ارزانه توکو او ماشيني تولیداتو واردېدل، په بازارموندنه کې کمزورتیا او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته محدود لاسرسی د لاسي صنایعو لپاره د تقاضا د کمېدو له مهمو عواملو دي.

دغه اقتصادي کارپوه ټینګار کوي چې د لاسي صنایعو د بازار د وضعیت د ښه کولو لپاره باید د محصولاتو د کیفیت او داسې ډیزاینونو لوړولو ته پاملرنه وشي چې د بازار له اړتیاوو سره برابر وي، انلاین پلور پراخ شي، نندارتونونه جوړ شي او د صادراتو لپاره زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو او د افغانستان له نړیولې انزوا وروسته، پر نورو برخو سربېره، لاسي صنایعو هم هغه ځای او رول تر ډېره له لاسه ورکړی چې په نړیوالو بازارونو کې یې ترلاسه کړی و او تولیدات یې پیګخ شوي دي. صنعت‌کاران، په ځانګړې توګه ښځې چې د دغو محصولاتو په تولید کې یې مهم رول درلود، د سختو جنسیتي محدودیتونو له امله نه شي کولای خپل توکي تولید، وپلوري اومعرفي کړي او له بلې خوا، بې‌ساري اقتصادي ځوړ وضعیت وضعیت پسې لا خراب کړی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.